جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+لمونځ قضا شو! | زبیر افغان

لمونځ قضا شو! | زبیر افغان

د ۲۰۲۲/۹/۱۰ تاریخ یو مازیګر له میرمنې سره د قدم وهلو لپاره بهر ته ولاړم، زه خپله ډېر تېز پلی تګ کوم، خو د میرمنې له وجې سوکه تلم، په بازار کې یو ځای ایسکریم دی، زه ډېر وخت هلته ورځم او خورم يې، میرمنې ته مې هم ډېر صفت کړی و، نو هغې ویل: یوه ورځ به زه هم درسره ځم چې خوند يې وګورم په دې صفت ارزي که نه؟

بس په دې ورځ مې میرمنې ته وویل چې ورشه د مازیګر لمونځ وکړه چې ځو، دا ولاړه یو څه ځنډ يې وکړ، چې راغله حجاب يې راخیستی و، بس روان شو، سوکه سوکه تلو تر ایسکریم پوري ورسېدو، دا وخت نو د ماښام اذانو ته نژدې وخت دی، موږ چې له ایسکریمه خلاصېدو اذانونه وشول، له خپله منزله تر نیمايي به راغلي وو چې دې راته ویل: لمونځ قضا شو، څه وخت به رسېږو، ما هيڅ ځواب ور نه کړ، له ځان سره مې فکر کاوه چې که په مساجدو کې مو میرمنو ته ځانګړی ځای در لودلای، اوس به مو په دې جومات کې لمونځ کړی وای نه به د هغې زړه خپه کېدی او نه به لمونځ قضا کېدی.

دا هم راته ښه نه ښکارېده چې زه ولاړ شم لمونځ وکړم او دا یوازې پر سړک په انتظار راته کېنوم، ما ویل: که ماخستن ته مو ځنډول هم به يې غبرګ ځنډوو او که مو اوس کول هم به يې یوځای کوو، له دې امله کور ته راغلم او دلته مې د ماخستن تر لمانځه مخکې وکړ.

زموږ پر دین مینه ټولنه کې نه مساجد د ښځو د لمانځه ځای لري نه تشناب ورته شته، په داسې حال کې چې هره کوڅه کې ګڼ مساجد وي، هر لوی کور ځان ته خاص مسجد جوړ کړی وي، د بازار د خلکو مو دغه حال دی نو په کليو کې به څنګه حالت وي؟

نر او ښځه دواړه د خدای بندګان دي، پر دواړو د هغه اطاعت لازمي دی، نو که نر حق لري چې جومات کې يې وکړي، ښځې ته دا حق ولې نه ور کول کېږي؟ که د فحشا خبره وي، نو بیا دې هلکان او ځوانکیان هم را بند کړي ځکه له هغوی سره هم فحاشي کېږي، هغوی ته ولې اجازه شته؟ دویم دا چې له ښځو سره خو همدا لمونځ کوونکي نران فحاشي کوي، یوازې ښځې خو د دې ګنا کوونکې نه دي، نو ولې د هغې ګنا پېټی یوازې ښځې ته ور له غاړې کېږي او هغه يې په یوازې سر سزا ګالي چې په کولو کې يې نر او ښځه مساوي شریک دي؟ دا څنګه عدالت دی؟!

له پښتانه سره چې کينې د مسلمانۍ په هوايي توپونو اووم اسمان درته ولي، خو کلیمه به يې سمه نه وي زده، که په کلي کې یوه ورځ جومات ته ور نه شې، ټول سترګې در باندې را برګې کړي چې پلانیه مسجد ته نه راځې! که ورته وايې: ستا يې څه چې نه راځم؟ خلک دې بې دینه بولي، نوم دې بدنامېږي، له دې وجې زموږ په ټولنه کې ریاکاري ډېره ده، خلک دومره کارونه د خدای لپاره نه کوي لکه د خلکو له وېرې چې يې کوي.

دا خو يې له نرانو سره معامله ده، یو سهار چې جوماته ور نه شې، پېغورونو ته به يې ځان نه شي ټينګولای، بل خوا همدغه قوي مسلمانان دا پوښتنه نه کوي چې زموږ په کورونو کې ناستې ښځې ولې جومات ته نه ځي؟ نر ته د تګ او ښځې ته د نه تګ حکم چا کړی دی؟ که د فحاشۍ مخه په نیسي، بیا دې نه ډاکټر ته را باسي، نه دې بازار ته راولي، نه دې حج ته بیايي، نه دې زیارتو ته ایله کوي، نه دې ملنګانو ته ور پرېږدي او نه دې پيرو فقیر ته ایله کوي، دا ولې د تاویز لپاره ملنګ ته ځي، کورډګر ته تلای شي، هلته خطر نه شته، خو جوما ته تګ يې ممنوع شوی دی؟ د لمانځه پر وخت کولای شي چې له نرانو لار بېله کړي، په یوه ځانګړي ځای کې چې ښځو ته خاص وي لمونځ وکړي او په ډله ییز ډول ورته راشي او بېرته په ډله ییزه توګه ولاړې شي، دا يې د فحاشي محنیوی، مګر په حج کې خو لکونه پردي کسان په مختلط ډول طواف او نور مناسک ادا کوي، هلته ولې دا خطر نه شته؟ که ځواب دا وي چې حج فرض دی او د اداینې يې بله لار نه شته، نو لمونځ هم فرض دی او د ټول وخت لپاره جومات ته نه راتګ د دین او شریعت په کوم نص ثابت دی؟ د رسول الله ص په زمانه کې هم ښځو حج کاوه هم يې جومات کې لمونځ، هم د وعظ و نصیحت غونډو ته وتلې او هم د غزا میدان ته، هم يې تجارت کاوه او هم د علم په میدان کې له نرانو سره څنګ پر څنګ ولاړې وې، که مسلماني وي، نو د رسول الله ص د زمانې مسلمانۍ به تر ټولو اول نمبر وي، که د دیني احکامو د عملي طریقې خبره وي، نو تر ټولو ښه عملي طریقه يې هماعه د رسول الله ص د زمانې ده، بیا ولې موږ ځانو ته دا حق ور کړو چې ښځې دې پر کور کېني، لمونځ دې پټ کوي، جومات کې به نه ورته د لمانځه ځای وي، نه د اودس، نه بازار کې تشناب ورته شته نه د سفر په لار کې، نه علم ته تلای شي نه کار ته، بل خوا د همدې ټولنې ښځې بیا فالبین(فالي) ته تلای شي، دوکاندار سره سودا کولای شي، زیارتونو ته ډلې ډلې وزي، د لرې قریبانو کره ځي، په یوه کور کې لېور، ورېندار، د اکا لور، د خاله لور، د عمه لور، خوښينه او دې ته ورته نور خپلوان سره اوسي، دغه کارونه د کوم شریعت په چوکاټ کې روا شوي دي او هغه د عبادت کارونه يې منعه شوي؟ که یو شریعت وي، نو بیا څنګه لمونځ د فحاشي د سد ذریعې په توګه جومات کې بند شوی دی، خو زیارت، تاویز ته وتل، له پير سره ناسته، دغه مختلط او ګډ ژوند چې زیاتره د اخلاقي فساد قضيې هم له دې را پېښېږي، بیا پروا نه لري، شریعت ورته اجازه ور کړې ده؟ که د سد ذرایع خبره وای، نو اول باید دغه کارونه منعه شوي وای، دا څنګه سرچپه کیسه روانه ده!!!

دومره لوی ظلم چې موږ يې د ښځو په حق کې کوو، بل هیچا ولاکه کړی وي، ولاکه د پوره انسان په سترګه ورته ګورو، زه چې د پښتنو ځینې کورنۍ وینم، نو د پخوانیو مینځو حالت را په یاد شي چې تاریخ کې يې زړه بږنونکې کیسې راغلې دي، زموږ د پښتنو ښځې سمې د مینځو ژوند لري، هسې په نوم ازادې یادېږي، قسم دی زموږ د سیمې نجلۍ چې تعلیم ته وزي، بې حیا يې بولي او که زیارت و ملنګ ته ولاړه شي، هیڅوک يې نه یادوي، جالبه شهوت پرسته دماغونه مو دي، د ښځې په ټولو کارونو کې مو یوازې په فحاشۍ کې ذهن بند وي، نور يې نه دنیا ته فکر کوو نه اخرت ته. ښځه به د پلار کره د مېړه، خواښې او خسر په اجازه ځي، نر چې بازار ته وزي ښه ځان جوړ کړي، پیسې ور واخلي او بازار ته ولاړ شي، ښځه يې نه ورته وايي چې ته هلته بد کاري کوې، مګر که ښځې غریبې د اړتیا له مخې یو ګام بهر ته واخیست، ټوله کورنۍ يې سترګې ورته برګې برګې کوي چې ته بهر وزي، بدکاره يې، دومره د مېړه او ښځې ترمنځ د باور فضا نړېدلې ده، ښځه پر خپل مېړه څومره باور لري او نر څومره پرې بد ګومانه دی؟!

۲۰۲۲/۹/۱۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب