یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود او محسن داوړ د پکتيا د ښځينه زده کوونکو د...

احمد مسعود او محسن داوړ د پکتيا د ښځينه زده کوونکو د پروني اعتراض ستاينه وکړه

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ ‏‏‏‏د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې مشر احمد مسعود او د پښتونخوا د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د خپلو تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره د پکتيا د ښځينه زده کوونکو د پروني لاريون ستاينه او هرکلی وکړ.

احمد مسعود په پښتو ژبه يوه ټویټ کې په دې اړه داسې لیکلي:«اې د افغانستان اتلو مېرمنو! اې د پکتیا ازادې مېرمنې؛ تعلیم، کار او ازادي ستاسې حق دې. د یو ورور په حیث ستاسو ترڅنګ په دغه مبارزه کښې ولاړ یو او بیشکه چی بریا زموږ ده.زده کړه یعنی په سبا باندی باور، هیڅوک نشي کولی هغه له تاسو څخه واخلي.»

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ بيا ليکلي،چې ترهګر نه د خلکو په حقونو پوهيږي او نه کوم هېواد جوړولی شي.

هغه د طالبانو حاکمې ادارې ته په اشارې ویلي،چې ترهګر يوازې د ويجاړولو وړتيا لري.

ښاغلي داوړ پر نړيوالو هم نيوکه کړې او پوښتنه يې کړې،چی ولې د افغان نجونو د دغه وضعيت يوازې ننداره کوي ؟

دا په داسې حال کې ده ،چې په پکتيا کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د موقتي پرانيستلو په غبرګون کې د پکتيا لپاره د طالبانو والي مولوي محمد علي جان احمد په جزايي ډول له دندې روزګان ولايت ته بدل شوی.

باخبره سرچينې وايي،چې د پکتيا د معارف چارواکي هم يا مجازات شوي او يا ممکن مجازات شي،چې ولې ېې د ولس په غوښتنه له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو ته د نجونو د ورتګ اجازه ورکړې او ښوونځي ېې ورته پرانيستي وو.

د طالبانو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو پرون د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې سلګونه نجونې چې تړل شویو ښوونځیو ته ورغلې وې، له ښوونځيو شړلي او ويل کېږي،چې د خورولو لپاره ېې ډزې هم کړي دي.

د ځينو نجونو او ښوونځيو د مسوولينو د بندیانولو راپورونه هم موجود دي.

طالبانو د پرونۍ کړنې په اړه ېې څه نه دي ويلي،خو په ټولنیزو رسنیو کې ېې د دغه عمل خلاف پراخ کمپاين پيل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی