یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد نجونو د ښوونځيو په سر د پکتيا والي په جزايي ډول...

د نجونو د ښوونځيو په سر د پکتيا والي په جزايي ډول بدل شو

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ ‏‏‏‏په پکتيا کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د موقتي پرانيستلو په غبرګون کې د پکتيا لپاره د طالبانو والي مولوي محمد علي جان احمد په جزايي ډول له دندې بدل شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د نوموړي د تبدیلۍ علت ته له اشارې پرته ويلي،چې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د پکتيا لپاره خپل دغه والي د روزګان او د روزګان لپاره خپل والي حاجي محمد خان دعوت د پکتيا د والي په توګه ټاکلی.

سرچینې زیاته کړې،چې د پکتيا نوی والي پرون ګردېز ښار ته رسیدلی او خپله دنده ېې پیل کړې ده.

باخبره سرچينې وايي،چې د پکتيا د معارف چارواکي هم يا مجازات شوي او يا ممکن مجازات شي،چې ولې ېې د ولس په غوښتنه له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو ته د نجونو د ورتګ اجازه ورکړې او ښوونځي ېې ورته پرانيستي وو.

د طالبانو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو پرون د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې سلګونه نجونې چې تړل شویو ښوونځیو ته ورغلې وې، له ښوونځيو شړلي او ويل کېږي،چې د خورولو لپاره ېې ډزې هم کړي دي.

د ځينو نجونو او ښوونځيو د مسوولينو د بندیانولو راپورونه هم موجود دي.

طالبانو د پرونۍ کړنې په اړه ېې څه نه دي ويلي،خو په ټولنیزو رسنیو کې ېې د دغه عمل خلاف پراخ کمپاين پيل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی