Homeخبرونهعلي وزير د‌ ناروغۍ له وجې روغتون ته لېږدول شوی

علي وزير د‌ ناروغۍ له وجې روغتون ته لېږدول شوی

تاند:( يکشنبه،د سنبلې شلمه)‏‏ ‏‏‏‏د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی علي وزير د سختې ناروغۍ له امله له زندان څخه روغتون ته لېږدول شوی.

نوموړی له تېرو دوه نيمو کلونو راهیسې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د پرله پسې ظلمونو د رسوا کولو خلاف د څرګندونو له امله زنداني دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچينو ويلي،چې په زندان کې د وزیر وضعيت ډېر خراب شوی دی او د درملنې لپاره جناح روغتون ته لېږدول شوی دی.

‏د دې غورځنګ غړي وايي، پاکستاني استخبارات په يوې او بلې بهانې د نوموړي د ضمانت پروسه ځنډوي او په همدې کې يې پرې دوه نيم کاله واړول.

پاکستاني پوځ او ملکي حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

علي وزير د پاکستان په پارلمان کې د وزيرستان د خلکو منتخب استازی هم دی.

د پښتنو د حقونو او پيوستون ډېرو مدافعینو په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي پر وړاندې د پاکستان د پوځ او ادارو ناوړه چلند غندلی او له نړيوالو ادارو ېې غوښتي،چې دغې قضيې ته پاملرنه وکړي.

1 COMMENT

  1. په هغه هېواد کې چې د پارلمان دغړي داسې حال وي ، د بېچاره ملت او ولس به يې څه حال وي ؟
    علي وزیره د پنجاب ټول پوځ او باجوه درته لوګی شه . الله تعالی د ژر روغتیا او سلامتیا په برخه کړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...