یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د حاجیانو پاتې‌شوې پیسې دې په ټولګټو پروژو مصرف شي

د حاجیانو پاتې‌شوې پیسې دې په ټولګټو پروژو مصرف شي

بشیر سیال
انسان مکلف دی، له نورو انسانانو سره داسې مخ ته لاړ شي، چې د عالم انسان موجوده ذات پرې خوشاله شي، انسانيت همدا دی چې نورو ته دې خیر ورسیږي.
 په دې خوښ یو، چې الحمدلله په ګران هېواد کې اسلامي نظام قایم دی او داسې نظام چې دهېڅ شخص د مال او دولت د هضمولو او لوټلو اراده نه لري او دا دې ملت له پاره د خیر او خوښۍ خبره ده.
له رسنیو مې خبر ترلاسه کړ چې ااا د  ۱۴۰۱ کال حاجي صيبانو ته هغه پیسې بېرته ورستنوي، کومې چې د دوی له لګښتونو څخه اضافه شوي دي.
 د رسنیو په حواله، ټولې پیسې څه باندې ۶ مېلونه ډالره کیږي او هر حاجي ته په انفرادي ډول ۵۱۵ ډالره ورکول کیږي چې ااا دغه کړنه له ملت سره دوفادارۍ یو ښه ثبوت ګڼلی شو.
خو زه دې پيسو لپاره يوه طرحه لرم:
ټولو هېواد والو ته لکه لمر معلومه ده چې په دې ورستیو کې په ګران هېواد باندې سماوي افتونه (سېلابونه) رانازل شول چې یادو افتونو زمونږ د زراعتي ځمکو د اوبو خور سیستم اتیا سلنه له منځه وړې، چې له امله يې همدا اوس اکثريت بزګران له کړاوونو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي.
د ااا دې یادې پیسې حاجي صاحبانو ته نه ورکوي، بلکې په همدې پيسو دې، د حاجیانو د جاریه صدقې په شکل، د ګران هېواد  د زراعتي ځمکو د اوبه‌خور سیستم دې پرې ورغوي، له دې سره به هم زموږ دهقان په پښو ودریږي او هم به مو د حاجي صيبانو صدقه شوې وي، ځکه سږ کال چې هر بختور حج ته تللی، نو حتمي ده چې له مالي پلوه به بسيا وي او داسې نېکو سرمایه‌دارو ته داسې پیسې هېڅ ندي؛ خو د هېوادوالو  ژوند او زرګونه وزګارو ځوانانو ته د کار ښې زمينې پرې برابرېدای شي.
 ااا دې  په هر ولایت کې دې د هماغه ولایت حاجي صيبان را وغواړي او د یادو پیسو بخشش دې ترې واخستل شي او په ښه زړه دې له هر سړي نه د پیسو د قبض کولو طریقه مخکې يوسي او بیا دې له یوې وړې تخنيکي سروې نه وروسته د اوبه‌خور سیستم باند کار شروع کړي.
 همدې ته واي هم ثواب هم خرما!
 دل به دست آور که حج اکبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب