یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د چورلکې د لوېدو پېښه کې ۶ تنه مړه شوي

پاکستان کې د چورلکې د لوېدو پېښه کې ۶ تنه مړه شوي

تاند ( یکشنبه ، د میزان ۸مه) رویټرز خبري سرچینې په یوه راپور کې د پاکستان امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د شنبې په ورځ د پاکستان په شمال کې د یوې چارټر چورلکې د لوېدو پېښه کې ۶ تنه مړه شوي دي.
سرچینې په راپور کې زیاته کړې، چې دغه چورلکه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال کې د یوه خصوصي شرکت لخوا کرایه شوې وه.
دا الوتکه د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په ناکراره سیمه کې له الوتنې لږه شېبه وروسته لوېدلې ده.
سر رویټرز خبري آژانس په راپور کې زياته کړې، چې په الوتکه کې د روسي پيلوټانو په ګډون شاوخوا ١٤ مسافر سپاره وو، چې په کې ۸ تنه ژول شوي او نېږدې روغتون ته درملنې لپاره لېږل شوي.
دا په پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې دا ډول څوومه پېښه ده چې د پاکستان وسلوال ځواکونه او ملکي هوایي چلند اداره یې ورسره مخ کېږي.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ ز کال په خیبر پښتونخوا کې یوه پوځي چورلکه د روزنیز پرورګام پرمهال غورځېدلې، چې هغه مهال په کې ۲ پیلوټان مړه شوي وو.
دغه راز په ۲۰۲۰ کې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت ایربس یوه الوتکه په کراچۍ ښار کې ولوېده، چې له کبله یې سپاره ۹۹ کسان مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب