یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهسرمنشي د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات د تاریخ د ظالمو رژیمونو...

سرمنشي د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات د تاریخ د ظالمو رژیمونو له اقداماتو سره پرتله کړل

تاند (یکشنبه، د میزان ۸ مه) د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، «هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، کېدای شي په وروستي تاریخ کې د ځینو خورا بې رحمو ځپونکو رژیمونو له اقداماتو سره پرتله شي.

ده د یکشنبې په ورځ /د میزان ۸/ په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې له ټولو هغو هیوادونو او سازمانونو سره یوځای کیږي چې غواړي د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو په وړاندې ټول تبعیضي محدودیتونه فوراً پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د جمعې په ورځ وویل چې د طالبانو حکومت د افغانستان د نیمایي نفوس په بندي کولو سره د هیواد ظرفیت سخت محدودوي.

هغې زیاته کړه؛ هر هغه هیواد چې غواړي بشپړه پرمختګ وکړي باید د خپلو ټولو خلکو بشپړ ګډون یقیني کړي.

په وروستیو کې د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت ښه نه شي، د طالبانو د اقداماتو خلاف به د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

څلور واړو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه باید ودرول شي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوتیریش د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي و چې په افغانستان کې بشري حقونه رعایت کېږي او هیڅ تبعیضي چلند له چا سره نه کېږي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په عین حال کې د هغو ۲۶ هېوادونو ملاتړ څرګند کړ چې غواړي طالبان د عدالت په نړیواله محکمه کې محاکمه شي. ګوتیریش وویل چې له هیوادونو او سازمانونو څخه د دې غوښتنې ملاتړ کوي چې سمدلاسه په ښځو باندې د طالبانو تبعیضي محدودیتونه لرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب