یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغان کرکټ بورډ بنګله دېش سره د یو ورځنیو لوبو نیټې اعلان...

افغان کرکټ بورډ بنګله دېش سره د یو ورځنیو لوبو نیټې اعلان کړې

تاند ( یکشنبه ـ د میزان ۸مه) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې افغان لوبډله د روان کال په نومبر میاشت کې له بنګله دېش سره مخ کېږي.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې دا لوبې به د روان ۲۰۲۴ز کال د نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه ترسره شي.

افغانستان به د دې لوبو کوربه توب په غاړه لري او په متحده عربي اماراتو کې به ترسره شي.

تېره ورځ د بنګله‌دېش د کرکټ بورډ مشر د افغانستان او بنګله‌دېش د لوبو پخلی کړی وو.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې جنوبي افریقا ته د یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب