یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په بلوچستان کې ۵ پنجابیان ووژل

نامعلومو وسله والو په بلوچستان کې ۵ پنجابیان ووژل

تاند (یکشنبه، د میزان ۸ مه) د پاکستان په بلوجستان کې پولیس وايي چې نامعلومو وسله والو ۷ تنه پنجابي کارګر وژلي دي.

د بلوجستان د خُضدار د پولیسو یوه چارواکي شهزاد خان رسنیو ته وویل چې دوو تنو وسله والو، چې پر موټرسایکل سپاره وو، پرون (شنبې) د خضدار په (خدا ودان) سیمه کې پر پنحابي کارګرو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې اووه تنه مړه او یو ټپي شو.

تر دې مخکې هم څو ځلي په بلوچستان ایالت کې پر پنحابي وګړو بریدونه شوي دي.

د ځینو بریدونو مسوولیت بلوچ بېلتون غوښتونکو په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې دوی استخباراتي مامورین وژلي دي.

خو د پرونۍ پېښې مسوولیت تراوسه پورې کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په باچوړ کې پر پولیسو د سړک د غاړې برید

د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ کې د پولیسو پر یوه موټرو په بمي برید کې لږترلږه ۳ پولیس ټپیان شوي دي.

د باجوړ د مرکز خار (ښار) د پولیسو مشر عبدالعزیز خان رسنیو ته وویل چې دا برید پرون (شنبې) ښار ته نژدې په بهايي چینه کې د پولیسو د سرمامور شاهپور خان پر موټر وشو.

د عبدالعزیز خان په وینا، پولیس له معمول سره سم په ګزمه وتلي وو، چې په لاره کې یې د سړک د غاړې چاودونکي مواد وچاودېدل.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پاکستان نارام ایالتونه دي. په خیبرپښتونخوا کې اکثره بریدونه ټي ټي پي کوي خو په بلوچستان کې د اکثرو بریدونو مسوولیت بلوچ بېلتون غوښتونکي په غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب