Homeخبرونهد هسپانیا کنري ټاپوګانو ته څېرمه د کډوالو بیړۍ ډوبه شوې

د هسپانیا کنري ټاپوګانو ته څېرمه د کډوالو بیړۍ ډوبه شوې

تاند (یکشنبه، د میزان ۸ مه) د ژغورنې ټیمونو نن (یکشنبې) سهار د هسپانیا کنري ټاپوګانو کې د ایل هیرو ټاپو ته نژدې په اوبو کې د شاوخوا ۴۸ بې درکه شویو غیرقانوني پناه کډوالو لټون پیل کړ.

په دې سیمه کې د کډوالو د بیړۍ له ډوبېدو وروسته تراوسه د یوه ماشوم په ګډون د ۹ تنو مړي موندل شوي دي.

ژغورونکو وتوانیدل چې د دغو کډوالو، چې هڅه یې کوله ځانونه له افریقا څخه هسپانیا ته ورسوي، ۲۷ تنه وژغوري. ویل کیږي چې په کښتۍ کې ۸۴ تنه سپاره وو.

د هسپانیايي چارواکو په وینا، په مهاجرو کې د مالي، موریتانیا او سینیګال اتباع شامل دي.

د هیپانیا ژغورونکو تېره شپه څه باندې دوولس بجې، د مرستې د غوښتنې پیغام ترلاسه کړ خو کله چې ژغورونکي د پېښې ځای ته نژدې کېدل، بیړۍ ډوبه شوه.

په کنري ټاپوګانو کې د هسپانیا د حکومت د استازي انسلمو پستانا په وینا، دا کډوال لږترلږه دوې ورځې بې خوړو د اوبو پر سر پاته شوي وو. د پستانا په باور باد او د هوا تتوالی سبب شو چې د ژغورنې عملیات پڅ پرمخ لاړ شي.

له بلې خوا تېره شپه د غیرقانوني کډوالو درې نورې بیړۍ، چې ۲۰۸ تنه پکې سپاره وو، کنري ټاپوګانو ته ورسیدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...