یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه جرمني کې پولیسو یو سوریه وال پر خلکو د حملې په...

په جرمني کې پولیسو یو سوریه وال پر خلکو د حملې په تور ونیوه

تاند (یکشنبه، د میزان ۸ مه) د جرمني په لویدیځ ښار ایسن کې پولیسو یو سوریه وال سړی په دې شک نیولی چې د اور اچولو په دوو پېښو او پر دوو پلورنځیو د موټر په وهلو کې لاس لري. د اورلګېدو په دواړو پېښو کې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، د ژغورنې عمله د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۸) په ځایي وخت شاوخوا ۵ بجې په استوګنو ودانیو کې د اورلګېدو له دوو پیښو څخه خبره شوه.

په ټپیانو کې اته ماشومان دي چې سخت ژوبل شوي او د دوو تنو روغتیايي وضعیت د لوګي د تنفس کولو له امله نازک ښودل شوی دی.

د اور له وژل کېدو لږ وروسته یو پیک اپ ټرک دوو پلورنځیو ته ننوت چې زیان یې واړاوه. په دې پېښه کې هیڅوک ټپي نه شو. د پیک اپ چلوونکي وروسته خلک په وسلې وګواښل خو د پېښې په ځای کې یو شمېر خلک وتوانېدل چې د هغه مخه ونیسي او تر هغه چې پولیس راشي او تښتېدو ته یې پرېنږدي.

پولیسو نیول شوی کس ۴۱ کلن، د سوریې تبعه او د ایسن ښار اوسیدونکی بللی دی.

د پولیسو په وینا، د دې سړي عمل سیاسي انګېزه نه لرله او ظاهراً په دې خاطر چې مېرمن ورڅخه جلا شوې، پر هغو کورونو او دوکانونو یې حمله کوله چې د ده د ماندینې ننګه یې کړې ده.

پولیس دا هم وايي چې شکمن لاهم د پیښو په اړه خبرې نه دي کړي، مګر پولیس مخکې خبر شوي وو چې هغه داسي نیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی