Homeخبرونهد پېښور یوه قاضي د ښار له مرکزي محبسه د افغان ماشومانو...

د پېښور یوه قاضي د ښار له مرکزي محبسه د افغان ماشومانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د میزان ۸ مه) د پیښور یوه قاضي انعام الله وزیر، د ښار د مرکزي زندان (سنټرل جېل) د لیدو پرمهال په دې اندېښنه ښکاره کړه چې په دغه محبس کې افغان ماشومان بندیان دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، قاضي وزیر د افغان ماشومانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه. دا ماشومان په دې خاطر نیول شوي چې په پاکستان کې یې د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل.

نوموړي د جمعې په ورځ د پیښور د مرکزي زندان له لیدو وروسته، د پاکستان د حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې د ماشومانو د بیرته ستنولو پروسه ژر تر ژره پیل کړي.

انعام الله وزیر د افغان بندیانو روغتون، پخلنځی او خونې معاینه کړې او د بندیانو لپاره یې د خوړو د کیفیت د ښه کېدو غوښتنه وکړه.

کله چې قاضي وزیر د پیښور مرکزي زندان ته لاړ نو هلته ځینو افغان ماشومانو ژړل او ځینو نورو د جامو او اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کاوه.

دا ماشومان هغه مهال نیول شوي چې بې اسناده د تورخم له لارې خیبرپښتونخوا ته داخلېدل.

د زندان د چارواکو په وینا، دوی د کورنیو چارو له عمومي ریاست سره اړیکه نیولې چې خپل هېواد ته دا ماشوم بندیان ولېږي، خو تر دې دمه د هغوی د بیرته ستنولو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...