دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمتقي په پاکستان کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو پر ګډه مانوره...

متقي په پاکستان کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو پر ګډه مانوره اندېښنه ښکاره کړه

تاند (دوشنبه، د میزان ۹مه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چې د پاکستان په خاوره کې د امریکا او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه د سیمې لپاره د اندېښنې وړ دي.

متقي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل، که سیمه ییز او ګاونډي هېوادونه خپلې پولې خوندي کړي، په افغانستان کې به کومه ستونزه نه وي.

هغه وویل چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ خبرې اترې به د اسلام اباد په ګټه وي.

متقی همدارنګه ادعا وکړه چې داعش په افغانستان کې نه شته او دښمنان د افغانستان د بدنامولو لپاره له داعش څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

متقي بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، یادونه وکړه چې افغانستان ته د داعش غړي له بهره راځي.

ده زیاته کړه: «لکه څنګه چې روسیه وګواښل شوه او داعش خلک پکې ووژل هغوی له بهر څخه روسیې ته ورغلي وو، همداشان افغانستان افغانستان ته هم داعش له بهره راځي. نو که ګاونډي هېوادونه او سیمه دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي او خپلې پولې خوندي کړي، په افغانستان کې به کومه ستونزه نه وي.»

متقی همداراز افغانستان ته د مصنوعي مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له هغه سره د مبارزې په برخه کې یې پر سیمه ییزو همکاریو ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب