دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهله پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۲ طالب ځواکونه وژل شوي

له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۲ طالب ځواکونه وژل شوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۹ مه) د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو ویلي چې له پاکستاني ځواکونو سره په وروستۍ نښته کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغو سرچینو همداراز ویلي چې دواړو لورو د یکشنبې د شپې په نښته کې سپکې او درنې وسلې کارولي او دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي، خو تر دې دمه د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.

پاکستان نه د نښتو په اړه څه وايي او نه د خپلو مرګ ژوبلو شمېر ښيي.

ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې نښته هغه مهال ونښته چې طالبانو غوښتل په سیمه کې یوه پوسته جوړه کړي او د پاکستان پوځ پر هغوی ډزې وکړې.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په تېرو لږترلږه دوو کلونو کې پر دیورند کرښه نښتې پر یوه معمول بدلې شوي، دواړه خواوې عموماً نه غواړي چې د دغو نښتو په اړه رسمي اعلامیې خپرې کړي او په عین حال کې دوی د دې ستونزې د حل لپاره کوم اغېزمن اقدام نه کوي.

پاکستان په غیر مستقیم ډول د نښتو پړه پر طالبانو اچوي او وايي چې هغوی د دوی  له مشورې پرته پوستې جوړوي خو په عین حال کې یې څو ځلې اعتراف کړی چې دوی د طالبانو او د ټي ټي پي د غړیو ترمنځ توپیر نه شي کولی ځکه چې د افغان طالبانو یو شمېر پوله ساتي یونیفورم نه لري.

په ګوشته کې له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو جګړه نښتې

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب