دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+کاري سفر څنګه مدیریت کړو؟ | داود محظوظ

کاري سفر څنګه مدیریت کړو؟ | داود محظوظ

کاري سفر عموماً د خپل کار او دندې اړوند اداري،سوداګریزو، حرفه ای او څیړنیزو چارو، په کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې د ګډون، پلټنې او یا ځینو ستونزو د حل په موخه ترسره کیږي، دا کاري سفر باید د یوه داسې طلایي فرصت په توګه و ګڼل شي چې له پیله ترپایه ترې هر اړخیزه ګټه واخیستل شي خو  د ځینو لپاره  په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې ډیری وخت په سفر کې وي دا کاري سفر تر یوه حده له تکلیفه ډک وي، ځکه  ممکن په دې اړه کافي معلومات ونه لري چې په څه ډول یې مدیریت کړي او کوم مهم ټکي دي چې کولی شي د دې تکلیف او ستومانۍ مخه ونیسي.

ډاکتر محمود
داود محظوظ

که کاري سفر مو په سم ډول مدیریت کړئ سره له دې چې خپلې ټاکل شوې کاري موخې ته به ورسیږئ، تاسو به له نویو فرهنګونو سره اشنا شئ، نوې تجربې به ترلاسه کړئ او اجتماعي روابط به مو لاپراخ شي.

لاندې مهم موارد په هر کاري سفر کې مرسته کولی شي، په خاصه توګه د هغو کاري سفرونو لپاره چې په دولتي اداراتو کې د څارنې، ارزونې او پلټنې لپاره ترسره کیږي ډیر اړین دي.

۱-خپل سفر ته پلان جوړ کړئ:

د کاري سفر د موخو سره سم خپل پلان چمتو کړئ،دا پلان به مو خپلو مشخصو کاري استقامتونو ته سوق کړي، او د سفر له موخې پرته به په غیر اړینو کارونو کې نه بوختېږئ، پلان باید د سفر د ورځو او فعالیتونو  سره سم ترتیب شي او اړتیا ده ترڅو د پیل او پای وخت، له مسؤلینو سره د ناستې وخت، د هر فعالیت لپاره لازم وخت ،د کتنې، ارزونې، څارنې او یا پلټنې وړ ساحې، منابع او ځینې نور اړین مسائل پکې درج شي.

۲- خپل کاري سفر قانوني کړئ:

هغه ځای ته چې سفر لرئ د خپل رسمي مقام په رسمي هدایت لاړ شئ ،مخکې له دې چې سفر وکړئ باید د خپل مشر رسمي هدایت او د کاري سفر مکتوب چې د سفر موخه مو پکې معلومه وي  درسره وي،د هویت کارتونه ،بانکي کارت  او ددې ترڅنګ که سفر مو د پلټنې په موخه وي نور اړین اسناد او مدارک هم باید له ځان سره ولرئ، که سفر مو له هیواده د باندې وي نو پاسپورت، ویزه او د سفر نور اړین اسناد باید درسره وي.

۳- د سفر مشر مو باید معلوم وي:

د اسلام په مقدس دین کې هم پدې تأکید شوی چې د سفر په اوږدو کې مو باید مشر معلوم وي. حضرت محمد(ص) فرمایي:

«اِذَا کَانَ ثَلاثَةٌ في سَفَرٍ، فَلیُوآَمِّرُو اَحَدَهُم »

نو ښکاري چې د سفر په جریان کې باید مشر او آمر معلوم وي،‎ معمولاً هغه مهال چې سفر په ډله ییز او ټیمي شکل سره وي باید د سفر مشر معلوم وي، ترڅو د ستونزو د پیدا کیدو په صورت کې تصمیم نیونه وکړي .

۴-د لارې او مقصد ځای په اړه معلومات ولرئ:

د تلو ځای د لارې په اړه معلومات درسره دا مرسته کوي چې وبه کولی شئ په ترټولو نږدې، آسانه او بې موانعو لارې لاړ شئ او په وخت او منابعو کې به مو سپما کړې وي.

او بل دا چې کوم ځای ته چې تلل غواړئ د آب و هوا،فرهنګ ،رسم و راوج …. په اړه یې هم باید کافي معلومات درسره وي، نو هم به مو د آب و هوا مطابق وسائل چمتو کړي وي او هم به مو د یادې سیمې فرهنګ او رسم و وراج ته توجه کړې وي.

۵-اړین وسايل او تجهیزات ولرئ:

د سفر له پیل مخکې باید  اړین وسايل او تجهیزات آماده او له ځان سره ولرئ،لکه د خپلو وسايلو د لیږد لپاره کوچنی بکس، مسواک، موبایل، چارجر، پاور بانک، د اړتیا پر مهال کمپیوټر، د لومړنیو مرستو کڅوړه او  اړین درمل، د یادداشت کتابچه، قلم، سپینې پاڼې، نغدې پیسې،….

د یادونې ده، چې د سفر په جریان کې له اړینو وسايلو پرته اضافي وسايل به مو سرګردانه او ستړي کړي، نو باید یوازې اړین وسايل له ځانه سره یوسئ.

۶-رسمي او غیر رسمي لباسونه له ځان سره ولرئ:

له غیر رسمي لباس پرته باید رسمي لباس هم درسره  موجود وي ،د رسمي لباس کارول د یوې ښې سلیقې، انضباط او په کاري محیط کې ستاسو د کاري برخې استازیتوب کوي، زموږ په هیواد کې ځینې ادارئ خپل رسمي لباس لري، چې په رسمي کاري وخت کې د هغو کارول اړین دي لکه نظامي منسوبین، قاضیان، مدافع وکیلان او نور…

۷-د امنیتي ځایونو او چک پاینټونو مقرراتو ته توجه ولرئ:

که غواړئ په سفر کې له کومو ستونزو سره مخ نه شئ د امنیتي ځایونو او چک پاینټونو ټولو مقرراتو ته پاملرنه وکړئ او مراعات یې کړئ، په ځانګړي ډول که د خارجي سفر په جریان کې د امنیتي ګیټونو مقرراتو او خبرداري ته توجه ونه کړئ ممکن سفر مو وځنډیږي او یا مطلق لغوه شي.

۸- له اړتیا پرته له کاري ساحې د باندې سفر مه کوئ:

غوره داده چې په خپله کاري ساحه کې پاتې شئ چیرته چې په اړوند کار توظیف شوي یاست ترڅو خپلو سپارل شویو او پلان شویو کارونه ته ښه رسیدنه وکړئ، که احیاناً له کاري ساحې د باندې تلئ نو خپل اړوند مسؤل کس او آمر په جریان کې کړئ.

۹-د کار او اوسیدو ځای په اړه کافي معلومات ترلاسه کړئ:

د کاري او اوسېدو ځای د امنیتي، اجتماعي او نورو شرایطو په اړه له اړوند مسوولینو پوره معلومات ترلاسه کړئ، د اوداسه او لمانځه ځای، کاري او د اوسېدو خونه، تر ټولو نږدې روغتون او د عامه خدماتو ځایونو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ.

۱۰- اضطراري وضعیت ته آمادګي ولرئ:

د بیړني وضعیت په صورت کې باید مخکنی تیاری ولرئ لکه د اور اخیستنې په وخت کې د اطفایې د اړیکو شمیره لرل، د ځان یا همکار د شدیدې ناروغۍ په صورت کې د امبولانس د اړیکو شمیره لرل، د سیمې د امنیتي کسانو د تماس شمیرې لرل…..

۱۱-له عمومي انټرنټ څخه له ګټې اخیستنې سره احتیاط وکړئ:

معمولاً د بهرنیو سفرونو پرمهال د الوتکو د میدان،هوټلونو او نورو عامه ځایونو له انټرنټ څخه د استفادې پرمهال ډیره توجه په کار دی، ممکن هکران مو سیستم هک کړي او ستاسو محرمو کاري او خصوصي معلوماتو ته لاسرسی  پیداکړي.

۱۲-د سفر په جریان کې خپل برښنالیک او د خبرتیا ټول پیغامونه چک کړئ:

له خپل مرکزي دفتر سره په اړیکه کې پاتې کیدل او د خپل برښنالیک چک کول اړین دي ، شاید د خپل آمر لخوا درته د سفر د ځنډیدو،لغوه کیدو او یا د کار اړوند بل کوم هدایت لیږل شوی وي.

۱۳-په فارغ وخت کې ورزش او تفریح وکړئ:

کاري سفر مو باید روغتیا ته زیانمن تمام نه شي او پدې جریان کې باید د خپلې روغتیا،غذایي رژیم ،ورزش ،تفریح او مطالعې ترڅنګ له ملګرو سره اړیکه ټینګول هم له پامه ونه غورځوئ.

۱۴- خپل کاري لګښتونه مو ګزارش کړئ:

د خپل سفر ټول اسناد باید ولرئ او د سفر په جریان کې خپل کاري لګښتونه مالي برخې ته وسپارئ.

۱۵- وروستۍ ناسته مو هیره نه شي:

که سفر مو مشاهده،څارنه، ارزونه او پلټنه وي نو د مشاهدې،څارنې، ارزونې او یا پلټنې لاندې برخې له اړوند مسوولینو سره مو وروستۍ ناسته اړینه ده،ممکن درته کوم مهم پیغام  او معلومات ولري، چې له تاسو سره یې شریکول اړین وي او هم به مو کاري سفر تائید کړي.

۱۶-د سفر ګزارش چمتو کړئ:

د خپل سفر ګزارش چمتو کړئ، راپور باید مستند، جامع، لنډ، ساده او منظم وي، له ترتیب وروسته یې د تحلیل او نورو کړنو لپاره له اړوند مسوولو چارواکو سره شریک کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب