دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+پر ځان باور / اجمل صدیقي

پر ځان باور / اجمل صدیقي

پر ځان باور مو د بریا د درک لپاره لومړی شرط دی، ډیویډ شورتز د لوی فکر جادو کتاب کې لیکلي ”که تاسې باور ولرئ چې بریالي کیږئ نو حتمان به بریالي شئ”

پر ځان باور مو بالقوه (پټ) ځواک را برسېره کوي او بې باوري مو همدا قوت له منځه وړي. ټول انسانان نړۍ ته له سلیمه فطرت سره راځي، خو ولې ډېر خلک تل بریالي، او ځینې بیا تل له ماتو سره مخ وي؟ ځواب ډېر ساده دی بریالي خلک په ځان باور، استقامت، مثبت فکر…او د سخت کار وړتیا لري، خو ناکام اپوټه ځان کمزوری ګڼي، تل پلمې کوي، په ځان کې د هېڅ لوړ کار ځواک نه ویني، حال دا چې داسې نه ده دوی له خپلو وړتیاوو غافله دي او یا هم پرې باور نه لري.

که تاسو هر عمل په کلکه اراده او ټینګ باور پیل کړﺉ، ممکنو ستونزو ته په خپل غور او فکر مناسب ځواب ووایست بریا ستاسو ده.

پر ځان باور یو پټ فکري ځواک دی چې په بهرنۍ نړۍ کې ورته د چارو ترسره کولو لپاره اړتیا لرو، راځئ ټول هغه منفي باورونه له خپل ذهنه په تدریج وباسو چی زموږ د بریا مخه یې ډب کړې.

الفرډ نوبل وایي که بدلون غواړې نو فورآ عمل وکړه. خو بریالی عمل پر ځان قوي باور ته اړتیا لري.

دا یو ساده حقیقت دی مخکې له دې چې یو کار ترسره کړو لومړی باید د هغه په ترسره کولو باور ولرو، که تاسي باور ولرئ چې یو کار نه کیږي نو ذهن مو د همدې باور د تائیدولو لپاره دلایل لټوي، او که باور مو دا وي چې یو کار حتمن کیږي نو ستاسي ذهن به ورته حتمن  حللار پیدا کړي. د خپل وروسته پاتي والي له امله ځان مه تحقیروئ ځان مه رټئ، ژوند مو په ټوله مانا ښکلی دی ستونزه زمونږ په فکر، باورونو او لیدلوري کې ده، چې ټول پراخوالي ته اړتیا لري یو عالم وایي ”معاصره نړۍ د تنګ نظره خلکو ځای نه ده” البرټ انشټین به ویل ”فکر کوم له خپل استعداد څخه به مې 25 سلنه کار اخیستی وي ” انسان ته الله تعالي د ډیرو لویو لویو کړنو وړتیا ورکړې، خو انسان د خپلو کوچنیو افکارو او کمزوري باور له کبله د خپل ځان لپاره محدودیتونه رامنځته کوي او خپل ارزښتمن ژوند پرته له دې چې کوم اړین کار پکې تر سره کړي ضایع کوي.

ژوند تر هغې چې موږ یې په اړه فکر کوو ډېر مهم دی، یوازې بخت ته یې مه سپارئ! باورونه مو منظم او قوي کړئ! لکه څنګه چې مذهب قوي ایمان او باور ته اړتیا لري، همداسي د بریالي ژوند په لاره تګ هم غښتلي یمان او باور ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب