تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۹مه) فرانس پريس خبري آژانس په یوه راپور کې د اسرائيلو د پوځ له قوله ویلي،چې د اسرائیلو جنګي جیټ الوتکو نن سهار د لبنان په بیکا سیمه کې د حزبالله لسګونه اهداف ویشتلي.
فرانس پریس خبري آژانس د اسراییلو پوځ له تلګرام چينل څخه دا راپور اخیستی دی.
د اسرائیلو پوځ په خپل تلګرام چینل لیکلي چې، دوی په دغو بریدونو کې د حزبالله د وسلو زېرمتونونه په نښه کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې د حزبالله پوځي وړتیاوې لهمنځه یوسي.
د نننیو بریدونو د مرګ ژوبلې راپور لا نه دی خپور شوی.
بل لورته بیا د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تېره ورځ یکشنبه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ تنه ووژل شول او ۳۵۹ نور ټپيان شول.
د معلوماتو پر اساس حزبالله پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې بیا پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.