دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې په دوه کلونو بند محکوم خبریالانو پرېکړې اندېښنې راپورته کړي

افغانستان کې په دوه کلونو بند محکوم خبریالانو پرېکړې اندېښنې راپورته کړي

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۹مه) د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې د طالبانو له‌خوا په لسو کلونو بند د دوو خبریالانو د محکومېدو په پرېکړې اندېښنه ښودلې.

دغه سازمان پرون یکشنبه په خپله وېب‌ پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې او په کې ویلي، چې محمد عارف هجران او احمد کامران په نوم دوه خبریالان د چنګاښ په ۲۶مه د کابل په خیرخانه سیمه کې تر نېول کېدو وروسته سملاسي د طالبانوحکومت په پوځي محکمه کې محاکمه شول.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز ادعا کوي چې هجران او همکار یې لومړی د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو او عکسونو اخیستو او بیا په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د ټولنیزو او امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو په تور په اوږد بند محکوم شوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه ‌دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز د دغو دوو خبریالانو پر اوږودمهاله بندمحکومېده په تړاو پر نړیوالو سازمانونو غږ وکړ، چې د هغوی د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب