دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهناامني: په خیبرپښتونخوا کې سږ کال تراوسه نژدې زر تنو ته مرګ...

ناامني: په خیبرپښتونخوا کې سږ کال تراوسه نژدې زر تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه، د میزان 9 مه) د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس، سږ کال په خیبر پښتونخوا کې نژدې ۱۰۰۰ تنه په وسله والو بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن (دوشنبې – د سپتمبر ۳۰مه) راپور ورکړ چې سږ کال یوازې د خیبر پښتونخوا ایالت په تروریستي بریدونو کې ۹۵۳ پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په هغو کې ۳۳۷ وژل شوي دي. د ورځپاڼې پر اساس، په دې موده کې په خیبر پښتونخوا کې ۶۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ایکسپریس تریبیون د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ له زیاتوالي وروسته، د تاوتریخوالي، جرمونو او تښتونو شمیر هم ډیر شوی دی. ویل کیږي چې په روان کال کې په دې ایالت کې ۹۸ پېښې شوې دي.

ورځپاڼې د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې د ټانک، لکي مروت، بنو، دیره اسماعیل خان، شمالي او جنوبي وزیرستان په سیمو کې د امنیتي ځواکونو فعالیتونه د دوی په امنیتي اډو پورې محدود دي.

د دغو سیمو اوسیدونکي هم وايي چې اکثره ساحې د دولت د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې دي.

په بلوچستان کې هم وضعیت دې ته ورته دی. د بلوچستان اوسیدونکي هم وايي چې د امنیتي پېښو ترڅنګ جنايي پېښې لکه د پیسو لپاره برمته نیونې ډېرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب