دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک وايي، د طالبانو له مداخلې پرته یې ۱.۷ میلیارد ډالره...

نړیوال بانک وايي، د طالبانو له مداخلې پرته یې ۱.۷ میلیارد ډالره لګولي

تاند (دوشنبه، د میزان 9 مه) نړیوال بانک وایي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د طالبانو له مداخلې پرته له افغانستان سره ۱.۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي چې دا مرستې تر ډېره د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په ښه کولو متمرکزې وې.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې، د افغانستان د ثبات له صندوق (ARTF) څخه ۲۸۰ میلیون ډالر یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ادارې په تیره بیا د جمهوریپالو تر کنترول لاندې د استازو جرګه ادعا کوي چې طالبان افغانستان ته د بشري مرستو د وېش په پروسه کې ښکېل دي.

خو طالبانو د مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنه رد کړې او ویلی یې دي چې واکمنې ادارې تل هڅه کړې چې له نړیوالو مرستندویه سازمانونو او مرستندویه موسسو سره صادقانه او شفافه همکاري ولري، او د کابل هڅې مستحقو خلکو ته په شفافه توګه د مرستو په ویشلو متمرکزې دي.

د نړیوالو مرستندویو ادارو په وینا سږ کال له افغانستان سره بشري مرستې د تېرو کلونو پرتله ډېرې کمې شوي او دوی اندېښنه لري، هغه وضعیت چې په تېرو درو کلونو کې په نسبي ډول دوی د مرستو د وېش په وسیله یو څه ښه کړی و، ښايي بېرته خراب او بحراني شي.

د ملګروملتو د بشري مرستود تنظیم ادارې، اوچا پرون وویل، په سږني ژمي کې له نژدې ۱۶ میلیونو اړو کسانو سره د عاجلو مرستو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب