Homeخبرونهمجاهد: د یوه تاجکستاني په ګډون یې یو شمېر داعش بریدګر نیولي

مجاهد: د یوه تاجکستاني په ګډون یې یو شمېر داعش بریدګر نیولي

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۹مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د یوه تاجکستاني تبعه په ګډون یې د داعش ډلې یوشمېر وسله‌وال بریدګر نیولي دي.

مجاهد نن دوشنبه په خپله ایکس‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شویو کسانو د فرامینو د تعقیب او نظارت د ریاست یا پخوانۍ لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو په برید کې لاس درلود.

په هغه برید کې چې د سنبلې په ۱۲مه شوی وو د دوی په وینا په کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان وو. خو د خپلوړاکو سرجینو په راپورونو کې د مرک ژوبلو شمېر تر دې خورا ډېر شودل شوی وو.

همداراز هغه مهال د افغانستان د څارنوالانو فدراسیون ویلي وو، چې په برید کې کابو ۱۶ افغان څارنوالان وژل شوي وو.

ذبیح‌الله مجاهد همداراز ادعا کړې چې د داعش خراسان ولایت وسله‌وال د دوی د عملیاتو په پایله کې له افغانستان څخه وتلي دي.

نوموړي ویلي، دا بریدګر اوس د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د روزنې کمپونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه پلانوي.

دا ادعا داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کړې وه، چې افغانستان کې دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګړندي ګامونه پورته کړي.

خو په ځواب کې بیا د طالبانو حکومت وویل، چې افغانستان هیچاته ګواښ نه دی.

3 COMMENTS

  1. ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر سږني بیان هند سخت غبرګون پارولی

    د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د خپلې وینا پر مهال په پاکستان ګڼې نيوکې وکړې. هغه وویل “پاکستان به د ترهګرۍ ډکه تګلاره کې کله هم بریالی نه شي.”
    په همدې مهال امریکا کې د هند یوې جګپورې ډېپلوماټې باویکا منګلانندن د شهباز شریف له خبرو وروسته د خبرو غوښتنه کړې وه او د هغه د خبرو په غبرګون یې وویل “یو داسې هېواد چې نظام یې پوځ چلوي او تاریخ یې له ټاکنیزو درغلیو ډک دی د نړۍ یوه ستر جمهوري هېواد ته په ټاکنو کې د شفافیت خبره کوي.”
    د ملګرو ملتونو ناستې ته د وینا پر مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر پر پاکستان د سختو نیکو پر مهال د دغه هېواد ټولیز وضعیت ته په اشاره وویل “پاکستان د خپل کرل شوي تخم مېوه څکي.”
    هغه زیاته کړه ”ډېر هېوادونه د حالت ښه نه ارزولو له کبله شاته پاتې کېږي، خو ځینې هېوادونه په لوی لاس داسې تګلارې غوره او پرېکړې کوي چې پایلې یې بربادوونکي وي، د داسې هېوادونو یوه ښه بېلګه زموږ په ګاونډ کې پاکستان دی.”
    هغه ادعا وکړه چې ” له بده مرغه د پاکستان له ګناهونو ګاونډي هېوادونه زیانمنېږي.”
    د هند د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په اړه لا ژور لاړ او په ټکو یې د پاکستان ځينې کلني خالص عواید د ترهګرۍ په بڼه له تر لاسه شویو کړنو سنجول کېږي، هغه وویل “نن موږ وینو پاکستان چې په نورو هېوادونو د بدې ورځې راتلو لپاره څومره هڅه کړې هغه یې نن خپله ټولنه خوري.”
    هغه همداراز نړیوالو ته په خطاب کې وویل “پاکستان داسې بېکاره هېواد دی چې د نورو خلکو په ځمکو نظر ساتي خلک باید په دې پوه شي او باید ورسره مقابله وکړي.”
    جي شنکر همداراز د پاکستان لومړي وزیر څرګندونو ته په غبرګون وویل “موږ د ملګرو ملتونو دې ناسته کې د شهباز شریف له خولې عجیبه خبرې واورېدې، زه د هند دریځ یو ځل بیا دلته واضح بیانوم چې پاکستان به د ترهګریزې پالیسۍ له لارې کله هم موخو ته ونه رسېږي، بالکعس د هر عمل پایله به هرو مرو ویني.”
    هغه همدارز د وړاندیز په ډول وویل “زموږ تر منځ ځینې ستونزې حلېدای شي، د بېلګې په ډول “که پاکستان په ناقانونه ډول د هند نيول شوې ځمکه پرېږدي او همدارز له ترهګرۍ سره خپله اوږده ملګرتیا وشلوي.”

  2. څه موده وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر د تاجکستان د خارجه وزیر سره وکتل کیدای شي هدف یی همدا وو

  3. متقي په پاکستان کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو پر ګډه مانوره اندېښنه ښکاره کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...