دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهاسراییل څرنګه په بیروت کې د حسن نصرالله ځای ومونده؟

اسراییل څرنګه په بیروت کې د حسن نصرالله ځای ومونده؟

تاند (دوشنبه، د میزان ۹ مه) د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره له کلونو راهیسې په پټه ژوند کاوه، او د هغه له څو نژدې کسانو پرته هیڅوک نه پوهېدل چې چیري اوسي. د نصرالله وژنه د اسراییل لپاره یوه لویه استخباراتي – نظامي بریا ده. خو اسراییل څنګه وکولای شول چې هغه له خپل پټ ځای څخه وباسي، د هغه ځای وپیژني او ویې وژني؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دریو جګپوړو چارواکو له قوله ویلي چې اسراییل له څو میاشتو راهیسې پوهېده چې حسن نصرالله چیرته دی، خو تېره اوونۍ د هغه د وژلو پرېکړه ځکه وشوه چې “ډارېده چې نصرالله به بیا ورک شي.”

د جمعې په ورځ د نصرالله پر پټنځای د برید امر صادر شو، او اسراییلي ځواکونو په څو دقیقو کې په ساحه کې ۸۰ یو ټني سنګرماتوونکي بمونه وغورځول. ویل کیږي چې د حزب الله د مشر پټنځای د بیروت په یوه ډېره ګڼ مېشته سیمه کې تر مځکې لاندې و چې د څلورو څو پوړیزو ودانیو لاندې جوړ شوی و. دا د حزب الله د قوماندانانو د غونډې ځای و.

د فرانسې د استخباراتو یوه چارواکي ویلي د اسراییل استخباراتي ځواکونو “په یقیني توګه په ساحه کې جاسوس درلود” هغه زیاته کړه ” د اسراییل د پوځ او موساد د عمل سرعت او دا چې د هغه وژل کېدا سمدستي تایید شوه، ښيي چې د تشکیلاتو له منځه یو چا له دوی سره همکاري کړې ده. دا عملیات او د پېجرونو د چاودنو عملیات له دې کبله بریالي وو چې د هغوی په ډله کې دننه کوم چا ورسره همکاري کړې ده.”

د موساد یو پخوانی چارواکی هم وايي چې د اسرائیل دفاع وزارت “په تصویرونو باور نه لري، دا باید یو انساني ایجنټ وي چې په نښه شوې ودانۍ ته یې د نصرالله ننوتل تایید کړي وي.”

د فرانسې د استخباراتو د کارپوهانو په وینا، ښايي نصرالله په دې ځای کې د اسراییلو په پلان او لارښوونه مېشت کړل شوی وي. هغه وویل، “په دې غونډه کې له جګپوړو قوماندانانو او یوه لوړرتبه ایراني پوځي قوماندان سره د هغه ناسته کومه تصادفي خبره نه وه. د حزب الله قوماندې ته ښایي د استخباراتو ضد معلومات ورکړل شوي وي چې اسراییل په بیروت باندې د برید پلان لري او غواړي چې په لبنان باندې مځکنی برید وکړي. اسراییل د حماس له دوهم نمبر کس سره هم ورته کار وکړ. “هغوی غوښتل چې نصرالله له خپل پټ ځای څخه راوباسي.”

د فرانسې پاریسین خپرونې د یو شمیر لبناني سرچینو په حواله په یوه راپور کې ادعا کړې چې د نصرالله د شتون د وخت او ځای په اړه یوه ایراني جاسوس اسراییلو ته معلومات ورکړي وو.

په راپور کې ویل شوي چې جاسوس اسراییلو ته خبر ورکړی و چې نصرالله د غونډې ځای ته داخل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب