دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+په اروپا کې د کوم هیواد خلک صحمن اوږد عمر کوي؟

په اروپا کې د کوم هیواد خلک صحمن اوږد عمر کوي؟

تاند – د ښه صحتمن او اوږد عمر له نظره په اروپا کې د مالټا نوم په سر کې دی.

د اروپايي اتحادیې د احصایې د ادارې، یورسټټ د معلوماتو له مخې، کله چې د اوږد او صحي ژوند خبره کېږي، مالټا په اروپایي اتحادیه کې تر ټولو غوره هیواد دی.

په داسې حال کې چې اروپایان د پخوا پرتله اوږد ژوند کوي او نفوس په چټکۍ سره زړېږي، په زوړ عمر کې د ژوند کیفیت یوه مهمه اندیښنه ده.

صحي ژوند د یو چا د عمر د هغو کلونو اوسط ته ویل کېږي چې بې معلولیت او ناروغیو یې تېر کړی وي.

له نوي تحلیل سره سم، چې د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو یا ډیټا پر اساس چمتو شوی، د مدیترانې په منځ کې د مالټا هیواد، چې له درو ټاپوګانو جوړ دی، د نارینه او ښځینه وو دواړو لپاره د ښه او اوږد عمر له پلوه لومړی ځای لري. په مالټا کې د میرمنو د صحي ژوند تمه ۷۰،۳ کاله ده، په داسې حال کې چې د نارینه وو د صحي عمر تمه ۷۰،۱ کاله ده.

مالټا د نړۍ په کچه ښه روغتیايی شرایط لري، په دې هیواد کې زاړه د اروپایي اتحادیې تر بل هر هیواد اوږد عمر لري.

د میرمنو لپاره، د صحي اوږد عمر له پلوه نور غوره هیوادونه بلغاریا (68.9)، سلووینیا (68.5)، ایټالیا (67.8)، او یونان (67.8) دي.

په ورته وخت کې، سویډن (67.5)، ایټالیا (67.1)، یونان (66.2)، قبرس (65.7)، او ایرلینډ (65.2) د نارینه وو لپاره پنځه غوره هیوادونه دي.

د ښځو د اوږد روغتیايي ژوند لپاره ډنمارک له دې سره سره تر ټولو ناوړه هیواد بلل شوی چې خورا ښه روغتیايي امکانات لري. په دغه هیواد کې د ښځو د صحتمن عمر تمه ۵۴،۶ کاله ده.

په اروپا کې د صحتمن عمر تمه په دې ډول ده:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب