Homeخبرونهپاکستان؛ د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون لاریون کې ۷ پولیس...

پاکستان؛ د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون لاریون کې ۷ پولیس ټپیان شوي

تاند ( دوشنبه ـ د میزان ۹مه) د اسرائیلو له لوري د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون پرون يکشنبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې لاریونوالو غوښتل د امریکا په کونسلګرۍ ورننوځي خو د یاد هېواد حکومت یې مخه نیولې ده.

لاریونوالو د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله انځورونه لاسونو لېږدول او له پولیسو سره یې د اخ وډب ترڅنګ “مرګ پر امریکا” شعارونه ورکول.

پولیسو اعلان وکړ، چې د لاریونوالو پر ډبرو ویشتلو اووه امنیتي سرتېري ټپیان شول او روغتون ته وړل شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې د لاریونوالو له برید وروسته دوی اړ شول چې د خلکو د خورولو لپاره له اوښکي بیوونکي ګاز او اوبو کار واخلي.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې د شیعه مذهبي سیاسي ګوند مجلس وحدت المسلمین، چې د ایران له ملاتړه برخمن ګڼل کېږي؛ د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کې دا لاریون جوړ او شاوخوا درې زره کسانو په کې برخه اخیستې وه.

د معلوماتو له مخې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د د تېرې پنج شنبې په ورځ په لبنان کې د اسرائیلو د هوایي برید له کبله ووژل شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...