ما آیینې ته ستا کیسې کولې
ستا کیسې ماته آیینې کولې
ته مې د زړه په دروازه ودرېدې
د زړه داغونو مې شغلې کولې
زما ځواني لکه د دښتي د ګل
د خپل بدن په غنو شپې کولې
سا در نه لاړه چې دې زه ولیدم
خپلې ځوانۍ ته مې ښیرې کولې
نن خو دې سترګې زما وسېځلې
نن خو دې سرو سترګو لمبې کولې
زما بنګړو به شرنګ له ځانه کاوه
تا د سپرلي د خیال ټپې کولې
شاید چې ته مې د فطرت برخه وې
شاید ما تا ته شوګیرې کولې
ما مِهر ستا په روح کې ژوند غوښتی و
روح مې نن ستا سره وعدې کولې
*****
اور دې راپورې کړ او خدای خبر چې چیرته لاړې
چې په منظر کې شولې ورک، که پس منظرته لاړې
ما درته وې ورک به شې مه وځه زما د زړه نه
د دې جنت نه ته په څه پسې بهر ته لاړې
اوس ګودرونه او چینې او چنارونه کوم دي؟
په زړه دې څه و، ته په چا پسې ګودر ته لاړې
په منډه منډه راغلې زړه ته مې راننوتې
هېڅ دې ونه ویل په منډه ترینه بیرته لاړې
دغه د خاورو خټو کور به دې بیا هم یادېږي
که ته سپوږمۍ ته بره اوښتې که لمر ته لاړې
تا خو د مِهر په زړګي کې زمزمې کولې
په زمزمو پسې بیدیا ته که کوم غر ته لاړې
واه واه مِهر جانې،
دواړه غزلونه دې ډېر ښلکي دي خو دوهم غزل ما ته شخصاً دومره ښکلی او نوی لکه ها په دې وروستيو کې ها بعضو فرهنګيانو ته چې دوهم واده دی. 🤭😉