سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د یوې بیړۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۸...

په ننګرهار کې د یوې بیړۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۸ تنه مړه شوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۹ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبری اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۸ تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

اژانس وايي، چې دا پېښه  نن (دوشنبې)مازدیګر (د سپتمبر په ۳۰) شوې ده.

د کوز کونړ ولسوال مولوي روح الله حقمل وايي په مړو شویو کې يوه مېرمن او څو ماشومان هم شامل دي.

نوموړي نن شپه وويل چې له سيند څخه نهه تنه ژوندي او د يوې مېرمنې په ګډون د څلور تنو جسدونه ايستل شوي دي او د يوې ماشومې په ګډون د څلور تنو جسدونه لا نه دي موندل شوي.

په بېړۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه سپاره وو.

د راپور له مخې، کښتۍ د توپان او د سین د تیزو څپو له کبله چپه او ډوبه شوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له اوبو څخه ژغورل شوي کسان د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته لېږدولي دي.

د روان کال په جون میاشت کې د ننګرهار ولایت په مومندره ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

د ننګرهار ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې تازه پېښه په داسي حال کې شوې چې په دې ولسوالۍ کې په دې وروستیو کې سیلونو هم خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د ځایی چارواکو په وینا، د جمعې په ورځ په کوزکونړ ولسوالۍ کې د سیلونو په پایله کې درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب