Homeخبرونهقرغیزستان وايي، افغانستان ته یې ۱۲۰ ټنه بشري مرسته لېږلې

قرغیزستان وايي، افغانستان ته یې ۱۲۰ ټنه بشري مرسته لېږلې

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۰ مه) قرغیزستان وايي افغانستان ته یې ۱۲۰ ټنه خوراکي توکي افغانستان ته د بشري مرستو په توګه واستول.

د قرغیزستان د بیړنیو حالاتو وزارت پرون (دوشنبې) راپور ورکړ چې دا مرستې د سپتمبر په ۲۸مه د سیمه ییزو چارواکو ګودام ته وسپارل شوې.

دا مرستې د بیړنیو حالاتو د وزیر بوبیک اژیکیف په مشرۍ د ولسمشر سیدر جپاروف په استازیتوب استول شوي دي.

د قرغیزستان ولسمشر سیدر جپاروف د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې په ۷۸مه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اړه د ملي امنیت د شوراګانو او د ملي امنیت د سلاکارانو د شپږم سیمه ییز ډیالوګ په غونډه کې د افغانستان له خلکو سره یو ځای شي او ملاتړ یې وکړي.

قرغیزستان تر دې مخکې هم د طبیعي ناورین له امله اغیزمن شویو افغانانو سره بشري مرستې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...