لومړۍ برخه
خدای مې دې غاړه نه بندوي، له څه سوچه وروسته… د مجاهدینو د بریا دویم یا درېم کال به و، یو شپون د امریکا له ښیښ محله د ننګرهار هوا پسې وږی تږی راغلی و، اخوا دې خوا یې کتل، د خپلې شپېلۍ شور ته یې د ورویو شور او هوا لټوله، خدای زه په مخه وروستم. باڼه یې پورته وغورځول:
ـ ما په اسمان غوښتې! بچیه ته خدای پر ځمکه را کړې.
د شپانه له غږه د پسرلي د تنکیو ورویو د خوږو سترګو ښکالو راتله، په ننداره او کتو کې یې نه مړېدم، د زړه پر للمه مې څاڅکی څاڅکی ورېده، شپانه له غوږه ونیوم، په کیسه کیسه یې له ځانه سره مخکې کړم.
بادو باران او سرو غرمو د کاڼو ډکې وچخولي دښتې په مخونو کې خپل تصویرونه جوړول، کربوړو، غونډلانو، لړمانو او مارانو ته دغه ځمکه په برخه رسېدلې وه. د وچخولي دښتې له رنګونو سپېرې خاورې او لمبې پورته کېدې. ددې دښتې په خوله کې د زیتونو یو لوی فارم و، د هغه شنه خندا د زمانې سپېرو بادونو تروړلې وه، له وچو څانګو یې سپڼ هم نه خوت.
توتکیو پر خپلو وزرونو د زرغونې خندا ښکالو ګرځوله، خو د کاڼو له رنګونو سپېرې خاورې دوړېدلې ددغه ځای چې اوس دا حال وي! په چونګاښ کې خو به د چونګښو چغې هم وا نه وري.
د زیتونو وچخولو څانګو خپله خاموشي نڅوله، رنګونو یې د یوې سپېرې سیلۍ کیسه او پر لارویانو غږ کاوه چې:
ـ د خدای لپاره، هغلته وړاندې درڼو اوبو لوی هار غځېدلی، هغه خبر کړئ.
ما چې شاوخوا وکتل، نو د هغه راڼه هار پر غاړه وچ کبل ولاړ وو، هغه هم نور په ځنکدن وو.
شپانه شپېلۍ پو کړه او دا خواږه نغمه پکې را واخسته چې:
ـ والکه نن درباندې داسې یو څوک وګورم چې هغه د نیا (ادې) خبره د دوزخ اور درباندې حرام شي.
له ځانه سره وایم، دا به څوک وي؟ دا خبره خو پخوانیو د پاچا په باب کوله، اوس خو په هره کوڅه کې بېله بېله پاچاهي ده؟! ددې پاچایانو له مخونو خو پخپله سره اورونه اوري. نو دا به څوک وي چې په دې دومره ګڼو پاچایانو کې یې د مخ په لیدو را باندې د دوزخ اور حرام شي؟!
زه لکه بڼکه د سوچونو سیلۍ په مخه کړی وم، لکه روې یې زما د سترګو د خوبونو له رګونو نه وینې رولې، ساه مې د تورو تمبو تر شاه ځنګېده. استاد شپون تر بڼو لاندې څارلم، ځانته یې د کیسې لپاره هغه زموږ د کابلي لیکوالو په وینا سوژه لټوله، له خبرې نه یې خبره جوړوله، ما یې هم د کیسو لپاره د سوژې تخیل په لته وواهه:
ـ دا به څوک وي؟
د هغه سور سپین مخ نور هم رنګونه راپرېښودل، پر تندي یې د ګونځو غوبل هوا ګردجنه کړه:
ـ ولې ته دومره غبي یې چې دا نه پېژنې؟
ما مې خپله لاندۍ شونډه په غاښونو وچیچله:
ـ ستا له تصوره هم زیات غبي یم.
هغه مخ واړاوه او ښی لاس یې وڅانډه:
ـ بیا نو ګرځه!
ما په زړه کې دده د مخ د رنګونوپر خبرو او لاس څنډنې ګوړې ماتولې او سکونډه مې:
ـ اوس یې ته را ته وښیه!
د هغه تخیل په سوژو پسې غرونو ته ختلی و، ورو یې را ته وویل:
ـ ور به شې خبر به شې.
ـ څنګه به خبر شم؟
ـ هله به خبر شې چې تارو جبې له ورشې!
ـ تارو جبې له که تالو جبۍ( ژبۍ) له
د هغه د مخ په رنګونو کې سپین پړک ونڅېد:
ـ ته یې ګزوه!
سکوت یې شیخ فریده پټه خوله دې بهتري وګاڼه، پوهېده چې دا چرچری مه خپل تخیل ته نه پرېږدي، نو را ځه پټه خوله اوسه، له دې عذابه به د تلوسې په ټال زنګلو خلاص شې، اخوا دېخوا یې کتل، د سپېره خولي دښتې سترګو یې سترګې سپېرې مېرې واوړولې، یو دم یې له خولې وختل:
ـ وه سورږیریه مولا دا ځای د اړولو دی؟ ته خو زورور یې د صحابه پل دې نیولی، مونږ دې په سپېرو خاورو ړانده کړو.
ما ورو وخندل، هغه تر بڼو لاندې را وکتل:
ـ والکه تا څنګه وخندل؟
ـ هسې!
ـ هسې مسې نه، خبره کوه!
زه لږ خوله نیولی شوم، هغه ښیښه پور ته کړه:
ـ وایه؟
ـ هغه مخ مې پیدا کړ!
ـ کوم مخ؟
ـ هغه چې په لیدو یې د دوزخ اور حرامېږي!
ـ هغه نشې پیدا کولی.
ـ پیدا مې کړ.
ـ چټي چټي مه غږېږه، هغه په رنګونو کې ورک دی!
ـ په رنګونو کې مې پیدا کړ.
په ډډه یې را وکتل:
ـ ځه، ور به شې خبر به شې!
ـ خبر یم.
ـ هغه داسې سره رنګونه دي چې کسي سېزي.
ـ خو ما ته هغو رنګونو د ژوند خوږې کیسې لوستي.
له شونډو یې پوکی وایست:
ـ د ژوند خوږې کیسې! په لاس نه یې ورغلی، د ژوند په خوږو به دې په خاور موړ کړي.
ـ ژوند له خاورو راټوکېږي.
ـ والکه، بېخي دې د مجروح به ژبه غږېږې!
ـ دا خبرې مې له تا زده کړي.
د هغه پر شونډو بیا هغه جمله ونڅېده:
ـ ور به شې خبر به شې!
ما د هغه مخ رنګونه کتلي وو، زږه پښتانه وو، ذهنا برابروم، ده ته مې وویل:
ـ زه خبر یم!
هغه د پاسته جیپ موټر چې پجیرو یې بولي، موټر ښيښه بیا ښکته کړه او له خولې نه یې د سپېرې هوا پر مخ شنه وشیندل. غاړه یې تازه کړه:
ـ قربان یې له سپېرو ګردونو شم، پوهېږې! ډېر خواږه را باندې لږي.
ـ احمد شاه بابا په همدې ګرد پسې د ډیلي تخت پرېښود.
ـ خو ما هم د امریکا ښیښه محل پرېښود، له هغه نه کم نه یم.
ـ له دې ښکاري چې بېرته نه ځې.
شونډې یې ونڅېدې:
ـ ځمه، دا ځل هلته د فتحې توغ ورپوم.
ـ بیا؟
ـ بیا بیا راځم!
ـ نو ښکاري چې دلته نه اړوې؟
ـ زه خو څه بستره یم نه یم چې په یو ځای واړوم، لاس وپښې مې حرکت ته دي.
ـ ته لکه د ځمکې خاموشي ګرځې او چغې وهې.
ـ شابس دغسې جملې وایه!
ـ وایمه یې، خو چې ته مې د رنګونو په اندېښنه و نه وهې؟
هغه بیا د خپل ښکلي او شوخ خوي په شپېلۍ را ته کړه:
ـ ته ودرې، هغه رنګونه چا سره ټوکې نه کوي، نېغه دې په مرۍ چاړه ږدي…
استاده خدای دې ستاسو په عمر کې برکت واچوي.
ډیره عالي لیکنه ده.
ازمون صاحب دا د دوزخ اور چی په سړی حرامیږی دا لکه چی زمونږ د یوازینی امیر المومنین حفظ الله مخ دی البته دا افغانان لکه چی ټول دوزخیان دی چی په دی ځلور کاله کی هیځوک ونه توانیدل چی د هغه مخ وګوری مونږ په کتابونو کی داسی لوستی وه چی د اسلام امیر المومنان په ټوله شپه د خپل رعیت په لارو او کوځو کی ګرڅیدل د هفوی د مشکلاتو به یی څان خبراوه اوس لکه چی د ډرون د ویری ټوله شپه په عبادت مصروف وی وایی رعیت به خپل کار کوی۰