یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې د توت دودیزه مېله جوړه شوه

پنجشېر کې د توت دودیزه مېله جوړه شوه

تاند (سه شنبه، د اسد دویمه)د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په بازارک کې د توت دوديزه میله جوړه شوې ده.

د یاد شوي ولایت د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو د رژیم رییس مولانا نصر الله ملکزاده ویلي، چې هر کال په یاد ولایت کې د توت تر عنوان لاندې دوديزه میله جوړیږي او د یاد ولایت په کچه د شاعرانو، فرهنګیانو او لیکوالانو له لوري په شانداره مراسمو سره لمانځل کېږي.

هغه زیاته کړې، چې د توت دودیزه میله په دغه ولایت کې ښه مخینه لري او د یادې غونډې برابرول یې د فرهنګونو او فرهنګپالو ترمنځ د یادې میلې عامول ښودلي دي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره د طالبانو مالي او اداري معین مولوی مولوی قدرت الله جمال د یادې میلې په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د توت دودیزه مېله د یاد ولایت په کچه پخواني فرهنګ او د ولسونو ترمنځ د یووالي نښه ده، چې نن ورځ د فرهنګپاله شاعرانو له لوري په ښه ډول ولمانځل شوه.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره فرهنګي او دودیزې مېلې تر پخوا په پراخه کچه نمانځل کیږي، خو د نمانځنې پر بڼې یې یو شمېر فرهنګیان نیوکې لري او وایي تر ډېره یې طالبي بڼه  خپله کړې او غیر طالب فرهنګیانو او ګډونوالو ته پکې پاملرنه نه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب