یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې د ۱۷ زره خوارځواکو ماشومانو درملانه شوې

په کندهار کې د ۱۷ زره خوارځواکو ماشومانو درملانه شوې

تاند (سې شنبه، د اسد ۲ مه) اسلامي پراختیايي بانک وايي چې په یوه کال کې یې په کندهار کې د څه باندې ۱۷ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه کړې ده.

اسلامي پراختیايي بانک دا پروژه د یونیسف په ملاتړ د کلینکونو له لارې د بشردوستانه مرستو لپاره د پاچا سلمان مرکز په مالي مرسته اجرا کړې ده.

د بانک د معلوماتو له مخې، دغو ماشومانو ته له تېرو ١٢ مياشتو راهيسې په کلينيکونو کې طبي خوراکي توکي ورکول کېږي.

د راپور له مخې، تر دې مهاله په کندهار کې پر دغو ماشومانو د څه باندې ٩٥٣ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ١٦زره معالجوي خوراکي توکي وېشل شوي دي.

پر له پسې جنګونو، چې ډېر تمرکز او زیان یې یې په کندهار کې و، او همداراز پر له پسې وچکالیو  د کندهار خلک سخت ځپلي دي.

اسلامي پراختیایي بانک په خپل راپور کې څرګنده کړې چې د درملنې په دغه پروګرام کې د ټولو ماشومانو شمېر ۱۷۵۴۳ تنه دی چې ۹۹۴۰ یې هلکان او ۷۶۰۳ یې نجونې دي.

په دې وروستیو کې د بې پولو ډاکټرانو ټولنې اعلان وکړ چې تېر کال یې د ۱۰۴۰۰ ماشومانو درملنه کړې او د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې په کندهار، هرات او هلمند کې د ۲۴۱۶ خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت انځور وړاندې کړی او زیاته کړې یې ده چې په کورنیو کې بې کاري او بې وزلي سبب شوې چې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب