یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهایراني قوماندان، له افغانستان سره د پولې د بندولو چارې په ۳...

ایراني قوماندان، له افغانستان سره د پولې د بندولو چارې په ۳ کلونو کې بشپړیږي

تاند(سې شنبه، د اسدالله ۲ مه) د ایران د پوځ د ۴۴۴مې انجینرۍ ډلې قوماندان احمد اکبري د سې شنبې په ورځ وویل چې د هیواد د شمال ختیځو پولو د بندولو پلان د څلورو انجینري ډلو په مرسته عملي کیږي.

اکبري زیاته کړه چې له افغانستان سره د رضوي خراسان ولایت د ۳۰۰ کیلومتره پولې د تړلو پلان به عملي شي.

دغه پوځي قوماندان وويل چې د انجنيري ټيمونه د روان هجري لمريز کال د ثور په مياشت کې دې سيمې ته ورغلي او په دريو کلونو کې به پلان عملي کړي.

احمد اکبري وويل چې د دغه پلان د عملي کېدو لپاره د هېواد په شمال ختيځو پولو کې له کورنيو اسانتياوو په استفادې لازمې زيربناوې برابرې شوې دي.

تر دې مخکې د دغه هېواد ولسمشر امر کړی و چې د پولو د بندولو لپاره دې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ته درې میلیارده ډالر ورکړل شي.

دغه ایراني پوځي چارواکي د تایباد له ولسوال سره په خبرو کې وویل چې د پولې دېوالونه به څلور متره لوړ، درې متره او ۷۰ سانتي متره اوږدوالی او یو متر او ۱۰ سانتي متره سور ولري.

د تایباد ولسوال مهدي شیردل وویل، د شمال ختیځو پولو امنیت د ایران او افغانستان په اړیکو کې مهم رول لوبوي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا بنسټ کېدی شي.

څه موده وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت د هماهنګۍ مرستيال ويلي وو چې د ايران او افغانستان د پولو د تړلو يو مهم هدف دغه هېواد ته د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ مخنيوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب