استاد محمدمعصوم هوتک
نن مي په تاند کي د ښاغلي اسدالله غضنفر لیکنه چي (د عددي صفت متمم) سرلیک ئې ورته ټاکلی دئ، په خوند ولوستله. غضنفرصاحب پخې لیکني کوي او زه ئې پر لوستلو باندي خوند اخلم. ښه ژبه، ښه کلمات، ښه استدلال ئې پرهرچاښه لګېږي. قلم دې همداسي غښتلی اوسي.
دا چي په اوسنۍ سرکاري پښتو کي د فارسي ژبي د هغه دود تقلید کېږي چي پخپله د فارسي ژبي دقیق لیکوال لا هم ځان ځني پېچي، د خواشینۍ خبره ده. د فارسي ژبي (عدد، عراده، قلا ده،حلقه، باب، فروند، اصله، قبضه، زنجیر، رأس، دربند، میل ،….) کلمات چي تر معدود دمخه راځي د فارسي ژبي خپله ژبنۍ ځانګړتیا ده یاوه، پښتو ته د هغې رالېږدول د هغې نامعقولې سیالۍ نتیجه ده چې له څو لسیزو راهیسي د سیاسي انګېزو له مخې ورته لمن وهله کېږي او له بده مرغه ځیني کسان ئې د پښتو په خیر لا هم بولي؟!
ښاغلي غضنفرصاحب پخپله لیکنه کي د دغي بېخونده پېښې (تقلید) پر بېخوندۍ ښې خبري کړي دي او د ده د خبرو پالنه د پښتوپه خیر تمامیږي. ده پخپله لیکنه د دغو نابللو کلماتو، چي دی ئې (دعددي صفت متمم) بولي، او د طول، حجم، مساحت او داسي نورو واحدونو ترمنځ توپیرته اشاره کړې ده او رشتیاهم د مطلب ټکی هم همدا دئ. زما عاجزانه رایه هم دا ده چي موږ پښتانه باید د دغو متممو کلماتو پېښې ونه کړو. تر یوې حلقې ماین، یوماین ــ تر یو میل کلاشینکوف، یو کلاشینکوف ــ تر یو عراده ټانک، یو ټانک هم لنډ دئ هم خوندور.
خو د متممونو او واحدونو ترمنځ باید توپیر وسي. دغه مثالونه چي د غزني د اندړو او د میدانښار له سیمي څخه رانقل سوي دي، زیاتره ئې واحدونه دي او د هغو ساتنه او پالنه د لیکوالو تاریخي مسئولیت دئ.
پښتانه د وزن، فاصلې، حجم، وخت او نورو له پاره د خپل ژوندانه د محیط او عینیتو له مخي او د خپلي سپېڅلي ژبي د جوړښت پر بنسټ خورا ډېر غوره واحدونه لري. دا واحدونه او د هغو د استعمال ځایونه د سیمي او لهجې له مخې ځای ځای توپیر لري خو تر توپیر ئې د اشتراک پله درنه ده. زه به د ځینو هغو واحدونو مثالونه راوړم چي ماله ولسي محاورې څخه یاداښت کړي دي.
د وچو اوړو او غنموله پاره:
ــ یو موټ اوړه، یوه لپه اوړه، یوه کاسه اوړه، یو من اوړه، یو جوال اوړه
ــ یوه دانه غنم، یو موټ غنم، یوه لمن غنم، یو من غنم، یوجوال غنم
په شفاهي ادب کي ئې ځیني مثالونه داسي دي:
یو موټ دي اوړه نسته، شل دي تنورونه دي (متل)
د باران نه اورېدلوپروخت خلک ارګوړي (د استسقاء مراسم) کوي. پر کور وګرځي او اوړه او نغدي پیسې د خیرات له پاره ټولوي او دغه لاندي مسجع عبارتونه په ګډه تکراروي:
ارګوړي، برګوړي، خدای دي یوزوی درکي چي پرغولي درته ښوري، ډولاډنګه څه غواړي، یوه کاسه اوړه غواړي، په مالګه ئې تروه غواړی، اسمان سپیني اوبه غواړي، مځکه شنه واښه غواړي،….
د لندو (لمدو) اوړوله پاره:
ــ یوه ځواله (زغاله) اوړه، یوکاشین اوړه
زما خوئې یوکاشین اوړه یوه پتیره کړه (وراشه)
ځواله هغه اندازه لانده اوړه دي چي یوه ډوډۍ ځني پخېدلای سي. کاشین د اوړو اخښلو خاورین لوښي ته وایي.
یوه غېږ ګندنه، یو بارګندنه، یو کور دګندنه، یو تیر ګندنه
یوه غېږ شپیشتي (رشقه)، یو بار شپیشتي، یو کورد شپیشتي، یوتیر شپیشتي
له (بار) څخه مقصد د خره یا آس باردئ. کورد (پټی؟)په نورو لهجو کي هم ما اورېدلی دئ.د څو کوردانو مجموعې ته چي پریوه استقامت پراته وي، (تیر) وایي .
د پزي نصوار ته داواحدونه کاریږي :
یوسوغ نصوار، یوه ښیښه نصوار، یوبوتل نصوار
(سوغ) هغه اندازه نصواردي چي دلاس په دوو ګوتو کي نیول کېدلای سي.
د خولې نصوار:
یوه خوله نصوار، یو کډو نصوار، یو دبلی نصوار، یوبَټَل نصوار
(یوه خوله) هغه اندازه نصوارو ته ویل کېږي چي یو وارخولې ته اچول کېدلای سي او معمولا د لاس د اورغوي (ورغوي) منخنۍ برخه ئې نیولې وي. له کډو څخه مراد هغه کوچنی کډودۍ چي د نصوارود ساتلو له پاره کارځني اخیستل کېږي. خورا ښکلي نقاشي ورباندي سوي وي او د خولې پوښ ئې له سپینو زرو څخه جوړکړی وي.
بَټَل هغه خاورین لوښی دئ چي د نصواروله پاره وچ تمباکو پکښې میده کوي.
(نصوار) دوخت د واحد په توګه هم کاریږي. یونصواربه درسره کښېنم. او دا هغه اندازه وخت دئ چي د نصوار له اچولو څخه تر بیرته توکولو پوري نیول کېږي.
د فاصلې له پاره:
یو ګام لیري،لس ګامه لیري، یوه ناره لیري،یومزل لیري، یوکروه یا یو رباط لیري
(ناره) هغه اندازه فاصله ده چي دانسان دچیغي ږغ ورته رسېدلای سي .
مزل هغه اندازه واټن دئ چي نارمل انسان ئې په یوه کښ وهلای سي.
د حجم له پاره:
یو غوړپ اوبه، یوه لپه اوبه، یو کټوری اوبه، یومنګی اوبه، یو ژی اوبه
(غوړپ) هغه اندازه اوبه دي چي په خوله کي ځاییږي، (لپه) هغه اندازه اوبه دي چي په دوو لاسو کي ځاییږي.
(لپه) که دواړه لاسه څنګ پر څنګ په مقعر (ژور) شکل ونیول سي، دې ته (لپه) وایي. لپه کلمه اوس د دوعا لپاره دلاس پورته کولو ته هم کاریږي چي ماته سم نه ایسي. د دوعا لپاره حتمي نه ده چي لاس دي لپه ونیول سي. ځینی کسان دواړه لاسه د دوعا به وخت سیده او د مستوي په شکل نیسي او کله کله خو لا لاسونه یوله بله لیري هم نیسي. دلاس لپه د اوبو د څښلو له پاره د یوې وسیلې په توګه کاریږي. خاوري هم په لپه کي اخیستل کېدلای سي. د دوعا له پاره مروجه اصطلاح (لاس پورته کول) دي .
دمقیاس دغه راز واحدونه نورهم سته اوټولول ئې لکه ښاغلي غضنفر صاحب چي لیکلي دي، د پښتو ژبي په ګټه کاردئ. هره لهجه او هره سیمه خپل مقیاسونه او واحدونه لري. ټول د پښتوژبي ګډمال دئ. خوندي کول ئې د پښتو د میراث ساتل دي. سکه و ناسکه، معیاري و نامعیاري پکښې نسته. هېرول او یو د بل دا ناسم بلل له پښتو سره ظلم دئ.
د تنور جمع تنرونه دي نه تنورونه!