شنبه, اپریل 20, 2024
Home+څو سندرې، څو خبرې | عبدالعزیز نایبي

څو سندرې، څو خبرې | عبدالعزیز نایبي

احمدظاهر هغه سندرغاړی چې پر مرگ باندې یې څلور لسیزې اوښتي دي؛ خو تراوسه پورې یې غږ د ځوان او زاړه کهول خوښېږي. د هغه له سندرو سره د څو نسلونو د ژوند خوږې خاطرې غوټې دي. د احمدظاهر جادويي غږ او د شعرونو انتخاب هر څوک ستایي. د شهرت هسکې یې هغه کلونه وو چې په ترڅ کې یې څو پادشاهان رد و بدل شول – ظاهرشاه، داود خان، تره کی او امین. که څه هم د هغه پلار ډاکتر ظاهر د شاهي نظام د صدارت تر پوړیه پورې کار کړی و، خو احمدظاهر افغانستان کې د جمهوري نظام د راتلو په ویاړ دا سندرې ویلي دي:

تل دې وي نصیب ملي وحدت او سعادت زموږ – دا جمهوریت زموږ

ساتو به په سر او په سرو وینو دا نعمت زموږ – دا جمهوریت زموږ

نشته دی تبعیض واړه په نوم باندې افغان یو – یو بل نه قربان یو

اوس به دغه شاړې شي ابادې په زحمت زموږ – دا جمهوریت زموږ

ځوان نسل یو موږ سره عالي، عالي فکرونه شته – ښه استعدادونه شته

اوس راغلی وخت د ابتکار او د زحمت زموږ – دا جمهوریت زموږ

او بله سندره یې دا وه:

مبارک، مبارک، جمهوری ما مبارک

جوانان کف زنید، بخوانید، ببالید، بگویید – جمهوری ما مبارک

صبح جمهوری رسید، شام سیاه سر رسید

شیشه ظلمت شکست، پرده غم ها درید

مبارک، مبارک، جمهوری ما مبارک

جوانان کف زنید، بخوانید، ببالید، بگویید – جمهوری ما مبارک

بیا چو ابر بهار، اشک ز شادی ببار

که ریشه کن میشود، فقر ز افغان دیار

مبارک، مبارک، جمهوری ما مبارک

جوانان کف زنید، بخوانید، ببالید، بگویید – جمهوری ما مبارک

کله چې د خلک دیموکراتیک گوند، جمهوریت ړنگ کړ- نورمحمد تره کی ووژل شو او حفیظ الله امین واک ته ورسېد، نو د امین پلویانو وېل چې احمدظاهر د دوي مشر په یوې سندرې کې چې مطلع یې په لاندې ډول ده، ستایلی دی:

این توسن ایام چه خوش رام امین است

خورشید جهان سر زده از بام امین است

د احمدظاهر د غږ مینه وال بیا دا نه مني چې هغه دې د حفیظ الله امین خوش خدمتي کړي وي، یا یې د خوشالولو لپاره سندره ویلي وي. ځینې په دې باور دي چې دا نعتیه د گران پیغمبر په ستاینه کې چې په امین مشهور و، وېل شوې ده. خو احمدشاه راستا په یوې ځانگړې تلویزیوني خپرونې کې (۱۴ جون ۲۰۱۷م)، د یوې مقالې په لوستلو، معما داسې سپړلې چې ژباړه یې دلته ستاسو مخې ته ږدم:

«د ۱۳۶۳ او ۱۳۶۴ لمریزو کلونو په اوږدو کې، فهیم جان ادا راته وویل چې: شیراغا مې په خپل کور کې د ایراني شاعر سیاوش کسرایي لیدلو ته لېواله دی. د فهیم شیراغا چې همغه ستر شاعر خدای بښلی عبدالاحمد ادا و، نه غوښتل چې له دې عیار صفته شاعر، د آرش کمانگیر د منظومې له پنځونکي سره د خلکو په های و هوي او تشریفاتو کې وگوري. په هرصورت ځان مو تقدیر ته وسپاره او د میلمنو مو ښه میلمه پالنه وکړه.

له خوښي ډکه شپه وه او د ښاغلي ادا په کور کې تر ناوخته پورې پاتې شو. د شعر او شاعري په اړه د دواړو شاعرانو او څو نورو ایراني پوهانو ترمنځ چې مجلس کې حاضر ول خوږې خبرې وشوې، ما په عمر کې داسې خوندور او رنگین محفل نه وو لېدلی.

له وخت څخه په گټې اخېستو مې له ښاغلي عبدالاحمد ادا نه وپوښتل، ایا دا خبره سمه ده چې:

«این توسن ایام چه خوش رام امین است»، شعر ستاسو دی؟

ښاغلي ادا بې له کوم ځنډ راته ووېل: هو زما دی! هغه په سړې سینې خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:

شپه نوې رادبره شوې وه، همغه مشهوره پوځي جیپان – اکسا، چې د رژیم د مخالفینو د نیولو او د مرگ لپاره د غوره شویو کسانو د لېږدولو په منظور کارېدل؛ یو زما د کور مخې ته ودرېد. د تل په څېر د سړي تښتونې مامورینو په بېړې، لوړ غږ او په کلکه زما د کور دروازه هم وټکوله. زه یې ځان سره بوتلم او مقصد ته په رسېدو یې یویې کوټې ته ورټېل وهلم ترڅو د ځانګړو جامو لرونکي مامورین، ما د پوښتنو تر باران لاندې ونیسي.

وړاندې له دې چې ما له خپلې پرېشانې نړۍ سره یواځې پرېږدي، یو مامور راڅخه په ډیر تکبر پوښتنه وکړه: ته څه کاره یې؟

ما ورته په ځواب کې ووېل: لېکوال یم.

بیا یې پوښتنه وکړه: لېکوال او شاعر – یو، یو شعر هم لیکې؟

په ځواپ کې مې ورته ووېل: کله، کله.

دې سره مې یو ناڅاپه پام شو چې خبره څه ده. د تل په څېر مو تېره شپه له احمدظاهر او نینواز سره یو بزم جوړ کړی و. نینواز له ما هیله وکړه چې یو شعر ووایم ترڅو د بی مروته روزگار غم له زړونو وتوږو. د روزگار غم، هغه استبداد او ظلم و چې امین او د هغه ملگرو په ټول هېواد کې خور کړی و. ما همدا شعر ولیکه، نینواز ورته کمپوز جوړ کړ او احمدظاهر بدله کړه:

شرمنده و افسرده و لرزنده به میهن

خورشید جهان تاب در ایام امین است

شیران و پلنگان همه زین بادیه رفتند

چیزی که به جا مانده دد و دام امین است

معمولا د ساز و سرود په مجلسونو کې یو شمیر نور کسان هم راټولېږي، چې په منځ کې یې فضول او عبث خلک هم وي. شیطانان په چټکۍ لاس په کار شوي وو، زه د یوې چارې په لټه کې شوم چې د حل لاره مې هم ورته ومونده. له یوې اوږدې بېخوبۍ، اندېښنې او زیاتې هڅې وروسته مې، بلاخره یو شعر تیار کړ. سبا ته وړاندې له دې چې مامورین راورسېږي، شعر مې څو ځلې تکرار کړ، داسې چې هر توری مې د ژبې پر سر و.

تحقیق پېل شو او له ما څخه لومړنۍ پوښته دا وه: دوې شپې وړاندې چېرې وې او څه دې کول؟

البته زما ځوابونه له وړاندې تیار وو، په ځواب کې مې وویل:

له ملگرو سره مو د خوشالۍ مجلس درلود، ما احمدظاهر ته یو شعر لیکلی وو چې وې وايي.

مامور بیا وپوښتلم: په شعر کې خو به دې حتمآ د امین صاحب په اړه هم څه وېلې وي؟

ما ځواب ورکړ: هو! زه امین صاحب ته ډیر ارادت لرم او د هغه په ستاینه کې مې شعر وېلی دی.

مستنطق پوښتنه کوي: څه ډول شعر؟

ما ورته ووېل: غواړی وایې ورۍ؟

هغه ووېل: وې وایه! او ما شعر ورته داسې واوراوه:

این توسن ایام چه خوش رام امین است

خورشید جهان سر زده از بام امین است

در گوشه و در بیشه و در جنگل و صحرا

هرجا گذری نام همین نام امین است

از پُخته گی و خامی عالم نزنم لاف

هر پُخته که بیني به جهان خام امین است

گفتند ملایک ز پس پرده انوار

رُخشنده تر از صبح عدو شام امین است

د تحقیق مامور چې ښاد او راضي ښکارېده راته ووېل:

کولی شې دا راته ولیکې؟

ما شعر ورته ولیکه او د تحقیق مامور د سر په ښورولو ځان سره وبونگید او ویې وېل:

پخوا به دښمنانو خلک په موږ وژل؛ اوس دوستان دا کار کوي.

مامور راته وویل: ډیر ښه، څه وخت یې ثبتوو؟

ما ورته وویل: لږ تمرین غواړي چې تیار شي، احمدظاهر جان باید تمرین وکړي.

مامور راته وویل: نو ورځئ خپل کار پېل کړئ، زه امین صاحب ته د داسې یوې ښکُلې سندرې د ثبتېدو خبر ورکوم، هغه کاغذ له ځان سره واخیست او له دروازې ووت.

له لنډ مهال خو فوق العاده خطرناک بند څخه ازادېدل معجزه وه، تر خوشي کېدو وروسته مې لومړنی کار، په بېړه له احمدظاهر او نینواز سره د اړیکو ټینگول و. هغو ته مې ووېل چې زما پخوانی شعر وسوځوئ او پرځای مې خپل نوی شعر ورکړ چې بیا احمدظاهر ترې سندره جوړه کړه.

په دې ډول عبدالاحمد ادا، نینواز او احمدظاهر له بلې دُنیا څخه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.»

زه تر ډیره وخته پورې له یوې بلې خبرې هم ناخبره وم چې احمدظاهر د افغانستان د پخواني بادشاه، شاه شجاع یو شعرهم سندرې کې وېلی دی. د هغې سندرې شعر چې زما په څېر به د احمدظاهر د غږ گڼ شمیر مینه والو په کراتو اورېدلي وي، دا دی:

صبح دمید و روز شد یار شبینه خانه رفت
صبح دمید و روز شد یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت
شب که پس از هزار روز آن بت رشک مهر و ماه
شیشه به دست قدح به جیب آمده بود عذرخواه
مرغ سحر! تو گم شوی، یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت
یار به این بهانه رفت

 شاه شجاع هغه کس و چې د افغانستان په سیاست کې یې ښه نوم نه درلود او د تاریخ په کتابونو کې، سپک یاد شوی دی. د احمدظاهر غږ خوږ دی، د سندرې شعر ښاېسته، خو شاه شجاع بدرنگه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب