شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد ایران او ط ترمنځ بیا د نښتې خبر ورکړل شوی

د ایران او ط ترمنځ بیا د نښتې خبر ورکړل شوی

تاند:( دوشنبه، د کب ۱۵)  راپورونه وایي، چې د یکشنبې ورځې له ماسپښین وروسته د نیمروز ولایت د ګودر عبدالرحمن په سیمه کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه نښته مرګ ژوبله نه لري.

یوې باخبرې سرچینې د ایران تسنیم خبري اژانس ته ویلي، نښته پای ته رسېدلې ده.

هغه زياته کړه چې د جګړې لامل تر څېړنې لاندې دى.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې په یوه ویډیو کې ولیدل شول، چې طالبانو یو ایرانی پوله ساتونکی ډباوه.

ایران وروسته دا پېښه یو ناسم پوهاوی وباله او په خبرو یې د حل خبر ورکړ.

وروسته د طالبانو عکسونه رسنیز شول، چې ایراني پوله ساتونکو ته د بښنې غوښتو لپاره ورغلي وو.

د ایران او افغانستان ګډه پوله د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په مسلسل ډول د ورته نښتو شاهد ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب