شنبه, مې 4, 2024
Home+د نامتو لیکوال ګیبریا ګارسیا مارکیز د زوکړې ورځ

د نامتو لیکوال ګیبریا ګارسیا مارکیز د زوکړې ورځ

له نن څخه ۸۵ کاله پخوا د ۱۹۲۸ د مارچ په ۶ مه د لاتینې امریکا نامتو لیکوال ګیبریل ګارسیا مارکیز د کولمبیا په اراکاتاکا (Aracataca) کې وزېږېد.

د نوبل د ادبي جايزې ګټونكى ماركيز د ۱۹۲۷ د مارچ په ۶ مه د کولمبیا په شمالي ښار (اراكاتاكا) كې دنيا ته سترګې رڼې كړې او د مور والدينو (نيكه ګانو) لوى كړ. ډېر وخت يې په اروپا او مكسيكو كې تېركړى. هم يې ناولونه ليكلي او هم يې په سياست كې ګوتې وهلې او هم ژورناليست پاته شوى دى.

د ګابريل ګارسيا مارکز له لوړو ژورو ډک ژوند او اثار

په ۲۰۰۲ كې يې ژوندليك وليكۀ. دا كتاب په هماغه كال په هسپانيايي ژبو هيوادونو كې تر ټولو زيات پلورل كېدونكى كتاب ؤ. دا كتاب يو كال وروسته په انګرېزي ژبه وژباړل شو او انګليسي ژبو يې هم تود هركلى وكړ.

د ده د لومړني ادبي اثر Relato de un náufrago (The Story of a Shipwrecked Sailor) نومېږي چې په ۱۹۵۵ كې يې د ورځپاڼې لپاره په پرله پسې ډول ليکلی دی.

ماركيز اعتراف كړى چې په نولس كلنۍ كې يې د كافكا د يوۀ اثر له لوستلو وروسته وپتېيله چې ليكوالي وكړي او له هماغه وخته وروسته يې پرېكړه وكړه چې د نړۍ مشهور ناولونه ولولي. د ماركيزپه وينا كه په شل كلنۍ كې د ويرجينيا ولف په څېر له سترو ليكوالوسره نه واى بلد شوى، ښايي هيڅكله يې هم نه واى غوښتي چې ليكوال شي.

ماركيز په روسي ليكوالو كې داستايفسكي او تولستوۍ ته تر نورو په درنه سترګه ګوري. د فرانسې په ليكوالو كې بالزاك او فلوبر تر نورو زيات خوښوي خو په بريتانيايي ليكوالو كې جېمزجويس، ويرجينيا وولف او چارلزديكنز غوره ګڼي. ماركيز په امريكايي ليكوالو كې ويليم فاكنر، جان شتاين بك، ارنيست همينګوې او شرود اندرسن تر نورو اوچت ليكوالان بولي.

مارکیز د ۲۰۱۴ د اپریل په ۱۷ د مکسیکو په پلازمېنه مکسیکو سیټي کې مړ شو.

د ده په مهمو اثارو کې (( One Hundred Years of Solitude)) یا سله کاله یوزایتوب او همداراز (Love in the Time of Cholera) یا د وبا په کال کې مینه یادولی شو چې په په ۱۹۸۵ کې چاپ شو. دا دواړه ناولونه ایرانیانو په فارسي ژبه ژباړلي دي.

په «سل کاله یوازیتوب» ناول کې، چې هسپانیايي نوم یې (Cien años de soledad) دی، مارکیز د یوه ګوښه ښارګوټي، ماکوندو کیسه کوي چې تاریخ یې د لاتینې امریکا غوندي دی خو کوچنۍ پیمانه. دا ناول د ماکریز شهکار او د جادويي ریالیزم بېلګه ګڼل کېږي. دا ناول په ۱۹۶۷ کې چاپ شوی دی. خو «د کولرا د مهال مینه»، چې اصلي یا هسپانیايي نوم یې «El amor en los tiempos del cólera» دی، د مینې، زړښت او مرګ کیسه ده. دا کیسه د ۱۹۷۰ لسیزې د وروستیو او د ۱۹۳۰لسیزې د لومړیو ترمنځ په جنوبي امریکا کې پېښېږي چې هم جګړې او هم وبا یا کولرا ناروغۍ څپلې ده. دا د دوو مینیانو هنرمن (Florentino Ariza) او شتمنې (Fermina Daza) کیسه ده چې له اوږده بېلتونه وروسته سره یوځای کېږي.

تاند


د ژوند او مینې په اړه د ګبریل ګارسیا مارکز دیارلس خبرې

ژباړن: شیرین آغا جهانګیر

یو:

مینه درسره کوم، نه ستا د شخصیت په خاطر، بلکه د هغه شخصیت په خاطر چې زه يې لتانه ستا سره د اوسېدو پرمهال پېدا کوم.

دوه:

 هیڅوک ستا د اوښکو ارزښت نلري، څوک چې دغه ارښت لري، ستا د اوښکو د تویولو سبب کیږي نه.

درې:

 که څوک درسره هغه شان مینه نکوي، څنګه چې ته غواړئ، دا په دا مانا نه ده چې هغه درسره بېخي مینه نکوي.

څلور:

 رښتینی ملګری هغه څوک دی چې لاس دې واخلي او زړه دې لمس کړي.

پنځه:

 د چا لپاره د دلتنګۍ تر ټولو بده بڼه داده چې د هغه په څنګ کې ووسئ او وپوهېږئ چې هیڅکله به هغه ته ونه رسئ.

شپږ:

 هیڅکله مسکا مه پرېږده. حتی د ناارامۍ پرمهال، ځکه امکان لري هر څوک دې ستا په مسکا مین وي.

اوه:

 کېدای شي ته په ټوله نړۍ کې یو کس وې، مګر د ځينو کسانو لپاره ټوله نړۍ يې.

اته:

 هيڅکله خپل وخت د هغه چاسره مه تېروه چې نه غواړي لتاسره وخت تېر کړي.

نهه:

 کېدای شي چې خدای غوښتي وي چې په پېل کې ډیر نامناسبه کسان وپېژنې او بیا مناسب کس. په همدې ترتیب، کله چې دې هغه وموند، کولای شې چې ښه شکرګذاره ووسې.

لس:

 څه چې تېر شو، غم يې مکوه، د هغې پسې چې څه راځي، ورته مسکی شه.

یوولس:

 تل داسې کسان شته چې تا ازاروي. په دې حال کې تل په نورو باور وکړه او پام وکړه هغه څوک چې ته يې ازار کړی يې، باور پرې ونکړئ.

دولس:

 له خپله ځانه یوه غوره کس جوړ کړه او مطمئنه اوسه چې خپل ځان پېژنې، مخکې لدېنه چې بل څوک وپېژنې او انتظار ولرې چې هغه دې وپېژني.

دیارلس:

 له حد نه زیات ځان د فشار لاندې مه راوله، ښه څېزونه هغه وخت پېښیږي، چې انتظار يې ونه لرې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب