جمعه, اپریل 19, 2024
Home+په دې ورځ د کاسیوس مارلسو نوم په محمد علي واوښت

په دې ورځ د کاسیوس مارلسو نوم په محمد علي واوښت

له نن څخه ۵۸ کاله پخوا د ۱۹۶۴ م کال د مارچ په ۶ مه نامتو امریکايي سوک لوبغاړي (بوکسر) کاسیوس مارسلوس کلي (Cassius  Marcellus Clay)پر ځان محمدعلي نوم کېېښود.

کلې ته دا نوم د ده معنوي لارښود، د امریکا د مسلمانانو مشر الیجا محمد غوره کړ.

د درانه وزن د سوک‌وهنې د نړۍ دا افسانوي او نه هېرېدونکی لوبغاړی، د ۱۹۴۲ د لومړۍ میاشتې پر ۱۷ د امریکا د کینټاکي ایالت په لويي‌وېل سمه کې زېږېدلی دی.

محمد علي کلې ټولټال ۶۱ نړيوالې سیالۍ کړې چې په دې منځ کې یې ۵۶ ګټلې البته په ۳۷ هغو کې یې خپل حریفان ناک اوټ کړي او په ۵ سالیو کي نابریالی و. کلې درې ځلې د سوک‌وهنې په درانه وزن کې نړېواله اتلولي ترلاسه کړې چې لومړۍ اتلولي یې په ۱۹۶۴ کال کې د نړۍ د تر ټولو تکړه سوک‌وهونکي سوني لیسټون تر ماتولو وروسته خپله کړه، وروسته په ۱۹۷۴ او بیا څلور کاله وروسته په ۱۹۷۸ کي د نړۍ اتل شو. کلې ته بي‌بي‌سي او سپورټ اېلوسټرېټیډ د پېړۍ د غوره لوبغاړي لقب ورکړی دی.

د کلې ژوند

کلې خپل ماشومتوب په «لویې‌وېل» کې له خپلې کورنۍ سره تېراوه، په ښوونځي کې ډېر تکړه نه و. په ۱۲ کلني کې یې بایسکل چا پټ کړ، محمد علي د دې پر ځای چې کور ته راشي او پلار و مور ته وژاړي، نېغ د پولیسو مشر جو مارټین ته ورغی چې ورک شوی بايسکل يې ور پيدا کړي. مارټین د پوليسو د مشرتوب تر څنګ د سوک‌وهنې تکړه روزونکی هم و، مارټین ته د کاسیوس مارسلوس کلې څېره او حرکات له نورو ماشومانو متفاوت ښکاره شول او غوښتنه یې ترې وکړه چي په جېم کې یې شاګرد شي. کلې یې هم غوښتنه ومنله او په لږ وخت کي د خپلو همځوليو مخکښ شو.

د ۱۹۶۰ کال د دوبي په المپیک سیالیو کي یې په سپک وزن کې د سرو زرو مډال خپل کړ. وروسته یې حرفوي سوک‌وهنې ته د انجلو ډانډي تر لارښوونې لاندې مخه کړه چې ډېر ژر یې په «لويې وېل» کې خپل حریفان یو په بل پسې مات او ځان یې د اتلولۍ پوړیو ته لوړ کړ. د۱۹۶۰ کال د اوکتوبر پر ۲۹مه یې خپله حرفوي بریا په شپږم رونډ کې د ټوني‌هونساکر په ماتې پیل کړه.

له ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۳ کاله یې سر په سر ۴۰ بریاوې خپلې کړې او د سوک‌وهنې د نړۍ تکړه کسان لکه ټوني‌سپرټي، ډاني فلېمن، ډاک سادبانګ، جېم رابینسن، جورج لوګان، وېلي بسمانف او لامار کلارت له مخې لېرې کړل. د بریاوو لړۍ روانه وه، سوني‌بانکس او ارچي‌‌مور چې ۲۰۰ سیالۍ یې ګټلې وې، د کلي سوک ته تکیه نه شول. د کلې په ژوند کي تر ټولو ټاکونکې بریا د سوني‌لېسټن ماتي وه. لېسټن د سوک‌وهنې د نړۍ هغه لوبغاړی و چې هیچا ورسره مخامخېدو ته زړه نه ښه کاوه خو تنکي کلې په لومړۍ رونډ کي هېښنده کړه، په درېیم رونډ کې یې د سترګې زېږمه ورڅيرې کړه او په شپږم رونډ کې یې مات کړ او په دې سره یې د نړۍ د درانه وزن اتلولي خپله کړه.

کلې خپلو بریاوو ته ادامه ور کړه، په ۱۹۶۵ کال کې یې د سوک‌وهنې د نړۍ پخوانی اتل، فلویډ پټرسن په دوولسم رونډ کې مات کړ.

د کلې مسلمانېدل

محمد علي کلې له څلور مېرمنو څخه ۷ لوڼې «مریم، راشده، جمیله، لیلا، میا، خالیه او هنا» او ۲ زامن «محمد علي جونیر او اسد امین» لري.

که له یوه لوري کلې د بوکس په ډګر کي په نړيواله کچه مشهور شوی و، مسلمانېدو یې بل لامل و چې کلې یې مشهور کړ ځکه هغه مهال مسلمانانو ته په غیر مسلمانو هیوادونو کې د اوس په شان په بده سترګه نه کتل کېدل. مالکوم اېکس د کاسیوس کلې په مسلمانولو کې ستر رول ولوباوو او نوم یې ورباندې محمد علي کېښود. کلې ته ۱۹۶۶ او ۱۹۶۷ کلونه تر ټولو ارزښتناک او ستړي‌کوونکي کلونه وو، ځکه چې په څه باندې یوه کال کې یې ۷ ځلې له خپلې اتلولۍ دفاع کړې. البته د نړۍ یوه اتل هم په یوه کال کې دومره ځلې د اتلولي ساتنې په موخه سیالۍ نه دي کړي.

له سیالیو منع کېدل

د ۱۹۶۶ کال په پای کي د کلې د عسکري پچه وختله او باید د ویټنام جګړې ته تللی وای، خو محمد علي کلې سرغړونه وکړه او نه ولاړ چې له دې موضوع څخه په ملي او نړيواله کچه ناندرۍ وزېږېدې. کلې په ۵ کلن بند محکوم او ۵ کاله له سیالیو محروم شو. البته وروسته یې محکومیت ۳ کالو ته را ټیټ شو او د بند موده یې په پیسو واخیسته. په دې دوره کې کلې د تمرین پر ځای سیاسي منډو ترړو ته مخه کړه.

په ۱۹۷۰ کال کي بېرته د سوک‌وهنې نړۍ ته را ستون شو خو په ۱۹۷۱ کال جو فرېزر ترې اتلولي ورڅخه خپله کړه. په ۱۹۷۵ کي یې یو ځل بیا جو فرېزر د یوې جنجالي سیالي په لړ کې په ۱۴ رونډ کې په فیلیپین کې مات او د ځان یې د کال غوره سوک‌وهونکی کړ. د ۱۹۷۶ کال د اپرېل پر وروستۍ ورځ یې له جېمي یانګ سره بې‌خونده سیالي وکړه. د کلې د وزن ډېرښت او بې‌ځایه غرور د دې لامل شول چې حریف یې سیالي وګټي؛ خو دوه کاله وروسته یې د لئون‌سپنکس په ماتولو سره بېرته د درېیم ځل لپاره د نړۍ اتلولي خپله کړه.

له سوک‌وهنې ګوښه‌ کېدل

کلې تر شل کلني افسانوي اتلولي او زړه راښکونکو لوبو وروسته په ۱۹۷۹ کال کې له سوک‌وهنې سره خدای‌پاماني وکړه. البته له سوک‌وهنې سره تر مخې ښې وروسته یې دوې نورې سیالۍ هم تر سره کړې چې وروستۍ هغه یې په ۱۹۸۱ کال کې له ټرور بربېک چې تر کلې ۱۲ کاله کشر و، ترسره وکړه او لوبه د بربېک په ګټه پای ته ورسېده.

پر نفس اعتماد، جرات، ځیرکتیا او تېزو پښو کلې ته د بریاوو کلۍ ورکړې وې.

محمد علي کلې په ۱۹۸۲ کال کي د پارکیسنن یا رېږد ناروغي پیدا شوه. له ناروغي سره سره د مینه‌والو په زړه  پاتې شو. په ۱۹۹۶ کال کې یې په جورجیا کې د المپیک د مشال د لګونې ویاړ هم خپل کړ.

مړینه

د سوک‌وهنې د نړۍ افسانوي اتل، محمد علي کلې تر ۳۲ کلنې اوږدې ناروغي وروسته د ۲۰۱۶ کال د جون په درېیمه د ساېیزو «تنفسي» ستونزو له امله د اریزونا په روغتون کې ساه ور کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب