Homeخبرونهد افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ په پوله کې نښته شوې

د افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ په پوله کې نښته شوې

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۲مه) د افغانستان د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ په نیمروز ولایت کې د دوو هیوادونو په پوله کې سپکې او درنې وسلې تبادله شوي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویندوی ګل احمد رسنیو ته وویل چې دا نښته د ګودرعبدالرحمان خان په سیمه کې شوې ده.

ده د نښتې په نتیجه کې دواړو خواوو ته د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه ونه ویل.

خو په نیمروز کې ځینو شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې افغان او ایراني پوله ساتو د یو بل پر خلاف له درنو او سپکو وسلو کار اخیستی دی.

همداراز د نیمروز د مرکز زرنج اوسیدونکو تاند ته ویلي چې پر ښار د ایران له لوري راکټونه لګېدلي او یو شمېر کرونو ته یې زیانونه اړولي دي.

دغو سرچینو د ایراني توغندو د لګېدو په اړه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خو په ټولنیزو رسنیو کې د نیمروز ځینو اوسیدونکو ویلي چې په زرنج کې لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

تراوسه پورې د دې نښتې علت نه دی څرګندی شوی. په کابل او تهران کې د دوو هیوادونو چارواکو هم تر دې دمه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران او افغانستان د پوله ساتو ترمنځ په وروستیو میاشتو کې په ځلونو دا ډول نښتي شوي دي. خو نننۍ نښته په داسې ورځ وشوه چې ایران په کابل کې یو ستر سوداګریز مرکز پرانیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...