یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي دي

افغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي دي

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴) د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند “عبدالسلام جواد” افغانستان ته د پاکستان د صادراتو د کمیدو خبر ورکړی.

نوموړي د صادراتو د دغه کمیدو اصلي دلیل د پاکستان اقتصادي رکود وباله او ویې ویل: د پاکستان صادرات په کال کې له ۳ میلیارد ډالرو څخه ۹۴۰ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي.

ویل کېږي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات په داسې حال کې کم شوي چې کابل په تېرو لسو میاشتو کې اسلام اباد ته له یو میلیارد ډالرو ډېر صادرات کړي دي.

هغه څرګنده کړه، د افغانستان په صادراتي توکیو کې له یوې خوا تور جلغوزي، رومي بانجان، پیاز، سکاره او پنبه شامل دي او له بلې خوا له پاکستان څخه د افغانستان په وارداتو کې وريجې، سمنټو، درمل، کچالو او یو شمېر نور توکي شامل دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره هیئت غړی “خانجان الکوزی” په دې اړه وایي: د پاکستان د اسعارو د بیو د راټیټیدو له امله د دواړو هیوادونو د سوداګرو سوداګریز فعالیتونه د هرې ورځې په تیریدو سره کمیږی.

د ځینو خپرو شویو خبرونو له مخې، پاکستان له ۳۱ سلنه لوړ انفلاسیون سره مخ دی او دې مسلې د دغه هېواد وګړي له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې په پاکستان کې اقتصادي کړکېچ نه یوازې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره ستونزې زېږوي، بلکې د افغانستان دننه د خلکو پر اقتصاد یې هم منفي اغېز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب