Homeخبرونهافغانستان کې د یوټیوب چینلونو ثبت الزامي شو

افغانستان کې د یوټیوب چینلونو ثبت الزامي شو

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴)  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند “عبدالمتین قانع” ویلي، چې افغانستان کې یې د یوټیوب چینلونو ثبت الزامي کړی.

د هغه په وینا، په دغه وزارت کې تر سلو زیات یوټیوب چینلونه ثبت دي او د جواز ورکولو د پلان موخه دا ده چې دغه چینلونه د مذهبي، ملي دود او دستور له مخې چمتو شي.

هغه زياته کړه: د يوټيوب چينلونه د يوې رسنۍ په څېر بايد اصول په پام کې ونيسي او د جواز په برخه کې دې تر لسو زرو افغانيو پورې تضمين ورکړي.

همدارنګه، د جواز ترلاسه کولو لپاره، د دریو کلونو لپاره 4000 افغانۍ ورکړئ.

 د یوټیوب د چینلونو ځینې مدیران دغه اقدام د خپلو فعالیتونو پر وړاندې یو ډول محدودیت ګڼي، خو یو شمېر نور بیا د دغه پلان هرکلی کوي او وايي چې دا اقدام کولای شي د یوټیوب چینلونو ته نوې لاره پرانیزي او د کار کیفیت لوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...