شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+مقدس سفر / عزت الله شمسزی

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

دوه ویشتمه برخه

د حرا غار

مخامخ یوه ښایسته ودانۍ ده چې ډول ډول څراغونه په کې څلېږي او یو لوی ساعت یې په یوه برج کې ښکاري.‌

لاندې ابادي روانه ده، یو لوی کړنګ کیندل شوی داسې ښکاري چې د پاخه سړک غاړې ته بل تجارتي‌ مارکیټ یا هوټل هم جوړېږي. درې سړکونه یوې او بلې خواته تللي او همدلته ټیکسي موټر ولاړ دي.

ښه نو همدا د کوترو چوک دی.‌ دلته خو اوس یوه کوتره هم نه ښکاري. د کوترو چوک خو په مزار او کابل کې دی چې شپه او ورځ په کې د کوترو غومبر وي او د وزرو ترپا یې غوږونه لمس کوي.

د سهار سپېدې د اسمان په لمنو کې ښکاري خو د مسجدالحرام په منارونو کې لا د حی علی الصلواه خوږ غږ ازانګې نه دي کړي. زه د جبل العمر جاده کې د کوترو چوک خواته روان یم.  دومره ډېر اسمانڅکي ودانۍ او هوټلونه دي چې مسجدالحرام یې په یوه کانکریټي ځنګل کې پټ کړی دی.

محمدرسول او محمد مې ولیدل چې له الیاس او جیمز سره یې خبرې کولې.‌ هاخوا څو مېرمنې فاطمه، عالیه او رقیه…  هم ولاړې وې. ما قدمونه لږ تیز کړل او د هغوی خواته ولاړم.

محمدرسول را وړاندې شو:

  • صباح الخیر یا اخي.
  • صباح الخیر یا امیر

موږ دواړو یو او بل ته غېږه ورکړه. زه او محمدرسول کله کله لږه لږه عربي‌ وایو. دی راسره په دې سفر کې ښه ملګری شوی دی. ویل یې:‌

  • غر لوړ دی، د بوټانو مزي‌ دي‌ کلک تړلي‌ دي او کنه؟
  • ته خو پوهېږې چې زه د غرونه غرونه افغانستان یم.

محمدرسول یوه ټکسي ته لاس ورکړ. په عربي یې ورته وویل:

  • تر جبل نور پورې په څو ځې؟
  • ۲۵۰ ریاله
  • ستا لکه چې بیخي‌ اشتها بنده ده.
  • ۲۰۰ ریاله به درنه واخلم
  • لا،‌لا (نه، نه)‌ یې ورته وویل، هغه هم روان شو یوه خوشکه یې وکړه.‌ لکه چې عرب و.

محمدرسول موږ ته مخ راواړوه، یمنی و. اوس خو ښه دي د حج په شپو ورځو کې ورسره بیخي خبرې نه کېږي. دا خلک خوب کم کوي.

بله ټیکسي راغله ودرېده. محمدرسول بیا ور وړاندې شو.

  • جبل نور ته ځو،‌ څو ریاله درکړو؟
  • ۲۰۰ ریاله
  • ۱۵۰ به درکړو
  • سمه ده.
  • درځئ ملګرو څلور کسان دې ټیکسي کې کښینئ نور وروسته درپسې درځو. خو ګورئ هلته به د غره بیخ کې موږ ته انتظار کوئ‌.‌

دوه نورې ټیکسیانې هم ودرېدلې. هغوی هم په همدې نرخ موږ پورته کړو. ساعت ته مې وکتلې، د سهار څلور نیمې بجې وې. موږ پرون خبره کړې وه چې سهار به د وخته ځو چې تر لمر خاته مخکې د غره سر ته ورسېږو او کنه بیا مو ګرمي خرابوي.

په تیاره کې د کوترو د چوک شاوخوا بلډنګونه لکه د دیوانو د کلا دیوالونه ښکاره کېدل. پر ودانیو لګېدلو ډول ډول ګروپونو ښار عجیبه ښایسته کړی و. مخامخ د کعبې شریفې ترڅنګ دساعت برج او له همدې ځایه مسجدالحرام ډېر نوراني ښکارېده.

زموږ موټر شاوخوا لس دقیقې د کورونو او ودانیو په منځ کې مزل وکړ. ورو ورو دنګې ودانۍ کمې شوې او یو کلیوالي‌ سیمې ته ورسېدو. ټیکسي همدلته ودرېده، موږ ټول ترې ښکته شولو. مخامخ جبل نور ښکاري.

یو څو قدمه وړاندې د سړک دواړو غاړو ته بند دوکانونه ښکاره شول. پوخ سړک د غره بیخ ته پورته ختلی و. په منځ منځ کې به خامه او یا سمیټ شوې لاره هم ښکاره شوه. زه ښه ډاډه روان یم خو سړک داسې دی لکه د کږې ونې پر ډډ چې پورته روان یې. لږه لږه مې ساه بندیږي خو لا مې انرژي ډېره ده. لاره کې یو څو دوکانونه خلاص و چې د پورته ختلو پر وخت د زیارت کوونکو تنده ووژني. شاته یې نوي‌ سیمټي او پخواني‌ کورونه هم ښکاريدل لکه د همدې دوکاندارانو چې وي. د دوکانونو مخې ته کریټونه، د جوسو قوتۍ او اوبو بوتلونه پراته وو. دا ځای لکه چې محلي‌ ښاروالي نه لري، یا ښایي نظافت ورته کوم اهمیت نه لري.

‌ د غاړې په تور او سپین دستمال مې خولۍ وچې کړې، شاته مې وکتل ملګري‌ راپسې روان وو. ځان مې غرنی غرنی ښوده خو مجبور وم له هر قدم اخیستلو سره ملا لږه کړوپه کړم. د پاخه سړک په اخري برخه کې نور نو دوکانونه او کورونه خلاص شول، لویې لویې تیږې ښکاره شوې. دلته قبلې خواته د وسطل یا درمند ځای په اندازه د ناستې یو وړوکی ځای و. یو طرف یې تیږې او بل طرف یې د تیږو یو پلن دیوال و. د ملګرو په انتظار پر دیوال کېناستم. ورو ورو دوی ټول راورسېدل. محمدرسول د دعا غوښتنه وکړه. لاسونه مې پورته کړل، د خدای جل جلاله شکر مو وایست، نور نو مخ پر غره مرش مرش.

ددې لپاره چې ځان تکړه وښیم زه تر ټولو دمخه روان شوم. غره ته ختلې کږه وږه لاره داسې ښکارېدله لکه د جلال اباد دمارکو په ډډه غځېدلی ښامار. تت څراغونه ځلېدل او خال خال زیارت کوونکي لیدل کېدل چې پورته ختل. لاره به کله د کندهار د چهل زینو غوندې شوه او کله لکه خوړ او کمر. ښایسته مزل مې وکړ، شاته مې پام شو چې زموږ د ډلې یوه افریقایۍ همسفره راپسې ښه په خوند روانه ده. نرۍ دنګه ونه، سر یې په یوه توره پټۍ تړلی  او یو کوچنی بیک یې شاته ځوړند و. دمې ته مې زړه و خو ددې په لیدو مې قدمونه لږ نور هم تیز کړل. چې لاره به لږه هواره شوه یوه لنډه منډه به مې هم وکړه. لږ پورته چې وختلم څو پاکستانيان د لارې څنګ ته پر تیږو ناست وو خواږه ګپونه یې لګول. زما په لیدو لږ غلي‌ شول. سلام مې پرې واچاوه. یو سوړ غوندې وعلیکم یې راته وویل. تر هغوی لږ وړاندې پر یوه هواره تیږه یو سپينږیری پر یوه ډډه پروت و. مخې ته یې تسبیح او یو څو ګوتمۍ د څراغ تتې رڼا ته ایښې وې. زه هم ودرېدم، له بیک نه مې د اوبو بوتل راواخیست. ځان ته مې پام شو خولې شوی وم. مخ او سر مې دغاړې په دستمال وچ کړل.‌ یو څو ګوټه اوبه مې وڅښلې. شاته مې روانه افریقایي‌ همسفره په خپل عادي رفتار روانه وه. په څېره کې یې د ستړیا احساس نه لیدل کېده. له مانه تېره شوه، چې مزل ته مې ځان جوړاوه هغه له بل کمر نه پناه شوه.  زه هم بېرته روان شوم. لږ مزل به مې کړی و چې د شا له خوا راپسې محمد په خندا غږ کړل.‌

  • ستړی خو به نه یې.

زړه مې و، ده ته هم ووایم چې زه د افغانستان یم. خو د کلیوالو خبره ساه او ټیکا وم.

  • نه لا خو نیم ساعت لاره پاتې ده. دومره خو زوړ هم نه یم.
  • هههه، که غواړې چې په شاه دې کړم.‌
  • جامې دې اوږدې دي، که لمنه دې پښو کې ونښته لاندې به تولې شې. هههه
  • ښه سمه ده.

محمد شل کلن دی. نژاد یې تورپوستی افریقایی خو امریکا کې زیږېدلی. خدای جلاله ورته هدایت نصیب کړی، په ځوانه ځوانۍ کې ډېر دینداره او پرهیزګاره هلک دی.

زه نو اوس چاته حال نه وایم خو رښتیا ستړی شوی یم. کله کله پر کومه غټه تیږه، یا کمر ودرېږم، لاندې لارې، دوکانونو او کلیو ته ګورم. د جبل نور له لمنې د غره تر څوکي یو غر نه دی،‌ بلکې د غرونو یوه سلسله ده چې لوړه څوکه یې جبل نور نومېږي. د نبي‌ علیه السلام په زمانه کې به یې ورته حرا ویلو او ددې غره پر څوکه پټ غار ته به یې غارحرا ویل. بیا وروسته د د حرا نوم یوازې همدې غار ته ځانګړی شو او ټول غره ته اوس جبل نور وایي.

له دې ځایه چې د مکې ښار ته ګورم لکه د عربستان نورو ښارونو ډېر لوکس او ودان دی، البته نه یوازې د تیلو په پیسو بلکې د مکې او مدینې له برکته او همداسې د ابراهیم علیه السلام د دعا له برکته. د مکې معظمې شاوخوا چې څومره هوټلونه، رسټورانټونه او نور تجارتي مرکزونه دي یو خروار ګټه یې دې خلکو ته رسېږي. نه یوازې هوټلونه له بده مرغه دلته په دین ښه تجارت روان دی. جبل النور ته تر راتګ دمخه پرون غرمه موږ د همدې غره هغې بلې غاړې ته د معرض الوحی په نامه یو موزیم ته تللي‌ وو. پر دیوالونو یې رسامۍ کړي چې ابراهیم علیه السلام دغسې پر دیوال تیږې ایښودلې، بي بي حاجرې دغسې منډې وکړې، نبي‌ علیه السلام دغه غره ته راتللو، د حرا غر دغسې شکل لري… خلاصه ډېرې هغه ساده خبرې چې هر مسلمان پرې خبر دی. له یوې کوټې نه به یې بلې ته بوتلو په یوه لوی سکرین به یې راته لنډ پریزینټیشن وچلولو.‌ په همدې کار یې رانه کس په سر پنځه ویشت ډالره واخیستل.

جالبه دا وه چې د موزیم د وتلو لاره یې یو مارکیټ ته برابره کړې ده چې مالکان یې ټول همدا د سعودي عربان دي او جاینمازونه، عطر او نور ډول ډول شیان په کې خرڅېدل.‌ پریمانه چینایي مالونه یې په کې ایښي‌ وو او د عربي تولید په نامه یې خرڅول چې زموږ ډېرو ملګرو هم واخیستل. له ځان سره مې ویل رحمان بابا څومره ښه ویلي‌ چې:

دین یې دام دی د دنیا په لار کې ایښی

د باندې ترې تر سره لمر لاندې یو څو بنګلدیشي ځوانان جاړو په لاس وچې شونډې ګرځېدل  او بل ځای بیا پاکستانیانو کاریګرانو تعمیراتي کارونه کول. دا نو زما لپاره د عالمي برادرۍ  ښه مثال و. ما چې پرون د هغه ځای صفایي‌ او ښایست ولیده او اوس چې مې دې لاره کې کومه چټلي ولیده په جبل النور مې زړه خوږ شو. اخر دې غره د نبی علیه السلام دیدن کړی، خیر دی چې ګټه مو په کې نه شته خو‌ د پیغمبر په خاطر یې قدر وکړئ او د ا لاره او حرا غار شاوخوا پاک وساتئ. رحمان بابا څه ښه ویلي:

دین یې دام دی ددنیا په لاره ایښی

خبره رانه بله خوا لاړه.‌ د غره سر ته چې ورسېدم، د یوه دهلیز په اندازه ‌هواره ځمکه ده او همدلته دوه درې لرګینې غرفې ایښي چې لږه تازه میوه، جوسونه، اوبه او تسبې په کې خرڅېږي. تر دې لږ وړاندې د خلکو ګڼه ګوڼه ښکارېده چې ور نږدې شوم ترکان وو، د سهار لمونځونه یې کول. ما هم لمونځ وکړ او مخکې لاندې  تیږو باندې کږه وږه لاره وه چې همدلته د حرا غار دی.

لا هم تیاره وه، ځینې خلک د غار خوله کې ولاړ وو او ځینو دننه په کې نفلونه کول، زه وړاندې پر یوه لویه تیږه کېناستم او د مکې معظمې ګنبدونو ته مې کتل. جالبه ده، له دې ځایه د مکې معظمې یو پر درې برخه سیمه ښکاري، کعبه شریفه خو ورته مخامخ ده، مګر پوښتنه راسره پیدا شوه چې دا غر له مکې معظمې څلور کیلومتره لرې دی، پر لاره څو نور غرونه هم شته، اخر ولې پیغمبر علیه السلام له هغه ځایه دلته راتللو. دا خو ډېره لاره ده؟ څو شېبې وروسته مې له یوه ملګري پوښتنه وکړه هغه راته وویل دلته نږدې د بې بي خدیجې کور و.

‌یو ساعت همدلته ناست وم او له تازه هوا نه مې خوند اخیسته. د سهار لمر سترګه ښکاره شوه او ورو ورو یې ګرمې وړانګې زما پر ډډو ولګېدې. د حرا غار خواته لاړم، تر ما دمخه زموږ یو څو ملګري ورغلي وو. فاطمې او د استاد مهدي لوڼو عربي‌ نعتونه ویل سخت چک یې لګاوه، د حمزه بابا دا شعر له ځان سره زمزمه کړ چې:

په سهار کې مالیار څه کانې په ګل کړي

دا له سوزه ډکې چیغې چې بلبل کړي

د غار خوله کې په یوه غټه تیږه لیکل شوي دي «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ» سبحان الله دا هماغه څمڅه ده چېرته چې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې د قران کریم په نازلېدلو انساني ژوند کې یو نوی انقلاب راغی. هماغه ځای دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به وږی، تږی دلته ناست و، له تیږو او ګارو سره به یې خبرې کولې.‌ خپلې دعاګانې او زارۍ یې په دې وچ غره کې کرلې او دادی نن یې موږ یې ثمر وینو.

د غار دننه ساحه دومره لویه نه ده.‌ پنځه یا شپږ کسان په کې په ولاړه ځایېدای شي.‌ د خواشینۍ خبره ده چې ددې مقدسې څمڅې شاوخوا ساحه هم د اوبو او جوسونو له بوتلونو او کاغذي قوتیو یو ډېران جوړ شوی دی، ځکه د سعودي حکومت د داسې اثارو په ساتنه باور نه لري او که لرلی یې نو خامخا به یې  پاکوالي‌ او نظافت ته پاملرنه کوله. که ټکټ یې پرې ولګولو بیا به وګورئ‌ چې دا ځای څومره پاک او سوتره ساتي.

زموږ ملګري‌ ورو ورو له غره ښکته کېدل، زه هم روان شوم. پرېکړه په دې وشوه چې له دې خوا هر څوک خپله تللی شي. د غره بیخ ته چې ورسېدم، دوه درې ټیکسیانې ولاړې وې، خو یو تن چې رانږدې شو زما د سپینو جامو او د غاړې دستمال په لیدو راباندې پوی شو چې افغان یم. تر نورو یې ارزانه کرایه راته وویل او له همده سره روان شوم.

د ټیکسي ډریور اکبرخان نومېده، د خیبر پښتونخوا د هنګو سیمې و. ویل یې شل کاله کېږي سعودي کار کوي خو کال دوه پس د وطن چکر هم وهي. ما ورته وویل چې ما هم په ټل کې د مهاجرت ژوند تېر کړی دی ډېر زیات خوشاله شو او پر لاره یې بنډار راسره شروع کړ.  اکبر خان د سعودي د هغه وخت کیسې راته وکړې چې یوه شګلنه دښته وه او ګرم بادونه به په کې لګېدل. ویل یې اوس ورته ګوره دا شاوخوا غرونه هم په ماشینونو پرې کوي چې بلډینګونه په کې ودان کړي. ډېرې جالبې خبرې یې کولې، وایي خټې په افغانانو او پاکستانیانو کوي، سړکونه او ټټۍ په بنګالیانو پاکوي او بزنسونه په هندوانو چلوي.

پر لاره مې یو ځای یوه ښځینه ډریوره ولیدله، اکبرخان ته مې ویل دادی اوس خو په کې ښځې موټر هم چلوي. ویل یې وروره ددوی ښځې اوس هغه پخوانۍ ښځې نه دي. دومره سمارټ او ژبورې دي چې نارینه یې مخې ته کلیمه هم نه شي تیرولی. هاغه دی اوس یې ورته د کنسرټونو اجازه هم ورکړه. پخوا به ددوی ځوانان نورو هېوادونو ته د ساعت تیرۍ لپاره تلل اوس دلته هرڅه ازاد شول هسې نوم یې د شریعت دی. په همدې ښار کې به وګورې چې ددنیا قیمتي موټر له دوی سره وي، یو هلک به دوه درې شین سترګې نجونې ځان سره کېنولي وي، په لوړ غږ سندرې غږوي او له کړکیو نه یې د قیلون لوخړې پورته کېږي. هغه زموږ مجاهدین چې دلته راشي سترګې یې پټې وي،‌ نه د سعودي دا بلډینګونه ګوري او نه یې د خلکو دا عیاشۍ. د خدای نېکبختو راشئ‌ وګورئ دا خلک جهاد او جنګونه په تاسو کوي او مزې چړچې په خپله.

ما ورته په ګپ کې وویل چې کعبه شریفه خو د ټولو مسلمانانو شریکه ده نو دوی ولې مانه یو سل او شل ډالره د ویزې پیسې واخیستې. ویل یې وروره چې وسه یې وشي دا کلیمه او لمونځ چې په عربي لولې ددې هم درنه پیسې اخلي.‌

په لنډه لاره کې مو ډېرې خوږې ټوکې او کیسې سره وکړې، زړه مې نه کېده چې ترې بېل شم خو د هوټل مخې ته ورسېدم او له ناچاره مې خدای پاماني ورسره وکړه.

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب