دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۶) / فتانه ژوند

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۶) / فتانه ژوند

په ورانه هدیره کې د ژوند رنګ سبحان الله

دا زړونه دا مستي او دا اهنګ سبحان الله

نېټه: د جولای ۲مه، ۲۰۲۳ز یا د سرطان ۴مه ۱۴۰۲ل

ځای: انلاین 

د ګډون والو شمېر: ۱۵

وړاندې کوونکې: میمونه کامران

راپور لیکونکې: فتانه ژوند 

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر غونډه د کابل پر وخت د مازدیګر پنځه نیمې بجې پیل او اووه نیمې پای ته ورسیده. اجندا یې مخکې له مخکې شریکه شوې وه. غونډې درې برخې لرلې. په پیل کې د خزان وهلي ارواښاد نصیر احمد احمدي د دویم تلین په مناسبت د غونډې په تیاري خبرې وشوې. یاده غونډه به د جولای په نهمه جوړېږي او بیا به د بهیر په فیسبوک پاڼه خپرېږي. 

په دوهمه برخه کې د اغلې نسیمې باري پر لنډه کیسه « د بلا سیوری» باندې کره کتنه وشوه. په سر کې نسیمې باري د خپلو فعالیتونو په اړه بهیروالو ته لنډ معلومات ورکړل. اغلې باري یوه د لنډو کیسو ټولګه، او دوه ژباړل اثار خپاره کړي. دې همدارنګه د دوه شاعرو خوېندو چې هلمند کې د کورنیو محدودیتونو له امله خپلې لیکنې نشي خپرولی د کتابونو په چاپولو کې مرسته کړې، د یوه لګښت یې شخصي ورکړی د بل یې له کوم بنسټ نه ورته موندلی و. وروسته اغلې باري خپله کیسه ولوستله چې ټولو پوره خوند ترې واخیست. له دې مخکې چې کره کتنې ته ورشو تاسې راسره د نسیمې باري دا کیسه ولولئ: 

ـــــــــــــــــــ

د بلا سیوری

د شپې تر تور پلو لاندي هيڅ نه ښکارېدله، څو ميله ليري  لويه لاره تېره سوې وه،  کله کله به د موټر رڼا تر سترګو سوه، په دې رڼا کي به د خښتو د بټۍ لوړ لوړ  دودښکتونه لکه توري بلاوي غوندي ښکاره سوې چي توري خولې به يې اسمان ته نيولي وې.

توره کي سر له بالښت څخه راپورته کړ، په وارخطايي يې شاوخوا وکتله، سترګي يې سره ومښلې، سوړ اسوېلی يې واکيښ او بير ته پر ځای اوږد وغځېد. يوه شيبه وروسته بيرته راپورته سو، پر ځای کښېناست، لکه يو شي ته چي په ځير سره ګوري، ليري يې په يوه شي کي سترګي وګنډلې، خو ناببره له ځايه ولاړ سو او څنګ ته نژدې بکس يې خلاص کړ،  ژر  ژر يې خپل څو جوړې کالي يوې کڅوړي ته واچوله. د بکس په کړپ  د هغه یو ملګری راويښ سو، ويل توره کيه څه خبره ده؟

–  بس هسي دا خپله غوټه ټولوم

–  نو په دا توره شپه؟

–  هو په همدا توره شپه مي په کار سوه

–  څنګه دي په کار سوه؟ خيريت خو به وي؟

–  هو خيريت دی، کور ته ځم   

توره کي له دې خبري سره سم بستره په شا کړه، پلاستيکي کڅوړه يې په لاس کي ورسره واخيسته او په چټکو ګامونو د سړک خوا ته روان سو. کله چي به  د کوم موټر رڼا ورباندي برابره سوه، نو سيوری به يې د توري بلا غوندي ښکاره سو او  د مزردورانو تر  ډګر پوري به راورسېد.  د توره کي نور ملګري هم له خوبه راويښ سول، يو له بل څخه يې پوښتني وکړې چي څه پېښه ده؟ توره کی ولي داسي ناڅاپه کور ته ولاړ؟ دی خو درې ورځي مخکي له کور څخه راغی، ويل دا وار درې میاشتي تېروم. 

توره کی تر دوو شپو مزل وروسته د شپې دوولس بجې خپل کلي ته ورسېد، غوټه يې په مسجد کي پرېښووله او لکه  غل د شپې په تياره کي خپل کور ته ورواوښت، لومړی د اور خوني ته ولاړ، تېشه يې راواخيسته او بيا سوکه د خپلي مېرمني جميلې خوني ته ورننوت. جميلې د تيلي څراغ پليته کښته کړې او خپل زوی ( زړګی) يې څنګ ته پروت و. شپږ کلن زړګی  د مور پر  تي ويده سوی او کوچنی لاس يې د مور پر سينه ايښی و. توره کي يو وار د زړګي  او بيا د جميلي مخ ته په ځیر سره وکتل، دواړه په درانه خوب ويده ول. سوکه يې زړګی  له مور څخه ليري کړ او تېشه يې تر سر واړوله، له دې سره سم یو لوی  آخ وخوت او  د جميلې له تندي څخه وينو داره وکړه. 

دسهار لمر د خړ  غره په لمنه کي د خلکو یوه ډله خلک  ځلوله. څوک ځوانان، څوک سپين ږيري او څوک بيا په عمر پاخه خلک ول، خو په دوی کي د ځوانانو زريني خولۍ او لونګۍ  له ليري څخه لمر ته ځلېدلې.  څو ګامه ليري څو ماشومان ناست وه او کله کله به يې تر خپل منځ سره  وخندل. يو ځوان  د قبر په کيندلو لګياو، کله چي به  کولنګ پر ډبره برابرسو، نو کړپ به يې د غره په لمنه  کي ازانګه وکړه. 

د قبر څو ګامه ها خوا د جميلې جنازه پرته وه او زرغونه  بنارسۍ  ورباندي اواره وه چي کله کله به باد ورپوله.  څنګ ته يې ملاصاحب له څو سپين ږيرو سره ناست و، ملا صاحب به يو وار د قبر خوا ته غوږونه  څک کړل  او بيا به يې څنګ ته ناست سپين ږيري مخاطب کړل: دا بدمرغه توره کی د شپې ناوخته زما کور  ته راغی.  ويل خوب مي ليده چي زما په باغ کي يو غټ  تور خر  ګرځي، زړه مي راته وايي چي زما ښځه  له بل چا سره جوړه ده. ما ورته وويل چي د خوب مانا ايستل د هر چا کار نه دی، پر يوې مسلماني ښځي تور لګول په خپله یوه لويه ګناه ده، ته څه ثبوت لرې چي دا به له بل چا سره جوړه وي ها؟ هسي يو شيطاني خوب دي ليدلی دی، پر داسي خوبونو باور مه کوه. توره کي څه و نه ويله او پټه خوله د کور خوا ته روان سو، ما فکر وکړ چي زما خبره يې ومنله، خو بس شيطان يې لار ووهله او خپله مېرمن  يې په شهادت ورسوله.

د سپين  اکا ببري وروځي پورته سوې او د ملا صاحب په خبرو کي ورولوېد: ياره د شيطان دي کور وران سي، په خلکو يې څه نخرې وکړې.  داسي بي بي ښځه يې شهيده کړه چي ټول کلي يې صفت کاوه. بس د صبر  او پاک لمنۍ يوه نمونه وه،  ټول کور يې په همدې ښځي کور  و.  توره کی به په مياشتو مياشتو له کوره  ورک و، خو دې به د ستني کار کاوه او په هغه پيسو به يې د کور ګوزاره کوله، خو توره کی بدمرغه يې په قدر پوه نه سو او تور يې په پوري کړ.  کړپ  سو د قبر څنګ ته کولنګ  پر خاورو ولوېد، په لوړ اواز  يو چا ږغ کړه ويل ملاصاحب  راځئ  قبر تيار سو. له دې سره سم خلک پر قبر ورغونډ سول، په يوه ګړي کي د زرغونې بنارسۍ  مېرمن تر یو خروار خاورو لاندي سوه. 

څو شېبې وروسته هديره له خلکو خالي سوه، یوازي د جميلې مور د قبر سر ته ناسته وه  او اسمان ته يې رډ رډ کتل. يو ساعت وروسته وريځ راغله، باد او دوړي  سوې، نری نری باران هم شروع سو، د جميلې مور د خپل تور پوړني په پېڅکه پر خپل باړخو رڼه اوښکه پاکه کړه او له ځان سره يې دا متل ووايه: (( چي مړه سي مومنان، يا باد وي يا باران)). له دې سره سم له قبر څخه ولاړه سوه، سوکه يې د قبر پر خښته لاس تکيه کړ،  ويل زما لورکۍ  پر خدای مي سپارلې يې، زما خو څه په وسه نه ده پوره، خدای دي  د ظالمانو مخ  تور  کړي. 

د غره په لمنه  کي د باد اواز شپېلکی کاوه، کله کله به يې له لېوه انګولل. په هديره کي يوه تشه پلاستيکي کڅوړه باد يوې او بلي خوا ته ځغلوله، کله به يې له يوې او کله به يې له بلي ډبري سره وجنګوله.  له هديرې څخه څو ګامه ليري يوه بوډۍ په نيولو ګامونو د کلي خوا ته  لکه سيوری غوندي  روانه وه او سوکه سوکه ليري کېده.

ــــــــــــــــ

شفیقې خپلواک د کیسې ټول تصویرونه واحد او د کیسې د موضوع په خدمت کې وبلل. د کیسې نثر یې ښکلی او تصویرونه یې سیمبولیک یاد کړل. دا چې په پیل کې د سړي سیوری  د بلا غوندې ښکاري، سیوری وهم دی او دې کیسه کې ټول شک دی. د کیسې په پای کې چې د پلاستیک خلطه باد وړي او راوړي او له تېږو سره لګېږي ښايي د دې سیمبول وي چې څنګه ځینې ښځې د نرواکي په چاپیریال کې همداسې یوې او بلې خواته د تقدیر شمال په مخه کړې او له تېږو سره لګېږي. شفیقې ته په کیسه کې د ځوانانو او نورو نارینو لونګۍ او خولۍ چې د جنازې په ورځ لمر ته ځلېږي د کاذب غرور او غیریت غوندې ویسېدې. دې د کیسې د مکالمې ستاینه هم وکړه چې کیسه یې پر مخ بیولې او کرکټر هم راپیژني. د کیسې د پیل په اړه یې وویل چې دې ته کیسه له هغه ځایه پیل شوې چې کله توره کی خپل ځای پرېږدي له هغه مخکې څو جملې اضافي راغلې.

 ورپسې ځلا نور خبرې وکړې او وې ویل:  «باران ماته دې کیسه کې لږ عجیب غوندې و، لکه هندي فلمونو کې چې وشي.» ځلا په دې کیسه کې د ملا مثبت تصویر وستایه او وې ویل چې ملا عموما داسې کم زموږ کیسو کې انځور شوی دی. خو له شپې وروسته دستي د سهار یادونه یې به زړه نه وه، د دې لپاره پوښتنه وه چې سهار یانې نوی پیل، خو دا نوی پیل د چا لپاره دی؟ د جمیلې لپاره؟ ځلا په کیسه کې عددونو ته هم اشاره وکړه، چې باید هر عدد د یادولو دلیل ولري خو په دې کیسه کې د «درې، دوه او دولس» عددونو معنی ورته ګونګه وه. 

له ځلا وروسته د غونډې وړاندې کوونکې میمونه کامران خپل نظر وړاندې کړ. د دې په وینا د کیسې پیل لږ ساکن انځور شوی، لهجوي کلیمات ډېر کارول شوي او ځینې پیښې یې تسلسل نه لري. میمونې وویل « څومره چې کیسه کې پیښې ځنځیري وي، هغومره یې پلاټ ښه راځي.» دې د یاګانو مسلې او د فعلونو مغیر شکل ته هم اشاره وکړه. اغلې کامران د دې یادونه هم وکړه چې عموما رواج دا دی چې تر څو یې قبر نه وي کیندلی مړی هدیرې ته نه وړي، خو په دې کیسه کې د جمیلې مړی وړل شوی دی. او د «تور خر» یادونه ورته بې ځوابه وه چې ایا دا هغې سیمې کوم باور دی چې که څوک تور خر په خوب وویني دغسې تعبرېږي او که د لیکوالې پنځونه ده؟ 

د هیلې پسرلی، زړه د د هلمند دې تصویر چې ښځې یې لیکل کوي او کتابونه چاپوي په ټوپونو و. 

 د دې په نظر «د بلا سیوری» کامیابه کیسه ده:  « زه دا حالت احساسولی شم. زه د جنازې په فضا کې شریکېږم، او هنر همدا دی چې یو شی په موږ احساس کړي.» اغلې هیلې هم باور درلود چې کلیمات د کیسې د موضوع په خدمت کې دي. په ځانګړې ډول د کیسې په پای کې چې کوم متل راخیستل شوی، دا د ټولې کیسې پیغام دی. اغلې هیلې وویل « هر متل خپله یوه کیسه ده، چې له پیړیو، پیړیو زموږ په ذهنونو کې ده، او که په کیسه کې راشي ډېر خوند کوي. ځینې خلک هڅه کوي په زور یې پکې ځای پر ځای کړي خو دلته طبیعي راغلی دی.» اغلې هیلې ته د کیسې تصویرونه روښانه او کلیوال و، دومره چې ټوله کیسه یې د دې سترګو ته ودروله. دې له کیسې دوه پیغامه واخیستل، لومړی دا چې شک ظلم دی، او رواني ناروغي ده چې د ډېرو افغانو ښځو ژوند یې قرباني دی.

 هیلې وویل،  که د توره کي د لیدلوري پر ځای د جمیلې یانې ښځینه لیدلوري نه دا کیسه لیکلی شوې وای، ممکن لا به ښه وه، ځکه چې ښځینه لیدلوری زموږ په کیسو کې ډېر نشته. دې هم د شفیقې خپلواک خبره بدرګه کړه د کیسې مکالمه یې کامیابه وبلله، خو د دې یادونه یې هم وکړه چې که ځینې کلیمات بدل رابدل شي تصویرونه ممکن سیمبولیکه معنی ومومي، مثلا د «جنګېږي» پر ځای که «لګېږي» شي. د جنازې او بنارسۍ انځور ته یې هم اشاره وکړه چې د هنر عمیق تضاد دی. هیلې ته هم د ځینو نور غوندې د کیسې یو نیم ځای کې تسلسل لړزیدلی ښکاریده، مثلا د دوه شپو مزل نه وروسته، د دې په خبره «که موږ په کیسه کې له یوې صحنې نه بلې ته ځوو، لومړۍ باید بشپړه شوې وي. په دې کیسه کې د زمان خلا ممکن په یو یا دوه جملو ډکه شي.» 

خوږې شېرزاد ته کیسې ترخې خاطرې ور په زړه کړې، دې د یوې افغانې کیسه وکړه چې دوه کاله وړاندې ډنمارک ته کډوال شوي و. «میړه یې ښځه همداسې د شک په تور ووژله. د هغې ښځې شپږ ماشومان پاتې شول او همداسې یې ټولو د پاک لمنۍ خبرې کولې. د ښځې مور په افغانستان کې ده او همداسې بېوسه ده، حتا د سړي له کورنۍ پوښتنه نه شي کولی چې ولې؟ د دې سړي په اړه ویل کېدل چې نشه به یې کوله خو شک به یې په خپلې مظلومې او معصومې ښځې کاوه. موږ افغانې ښځې که هر ځای یوو همدا بدبختي راپسې ده.» خوږې غریو نیولي وویل «د ماشوم تصویر چې د مور په ټتر یې لاس ایښی ما ګومان وکړ اوس به مینه ناکه صحنه وي، زما زوی الیاس همداسې ویده کېږي، خو هم هغه ځای کې جمیله وژل کېږي، زړه مې وبریښېده.» دې ته کیسه رښتیا او تسلسل یې روان و. 

ځولۍ لمن ته دې حسرت دریده چې «کاشکې دا بهیر مخکې پیل شوی وای او د نسیمې باري غوندې کسان مو پیژندلي او ستایلي وای.» کیسې ځولۍ ته ماشومتوب وریاد کړ چې د بلا، پیریانو او تورې شپې له کیسو به یې ډارولو. دې همدې ټراما یادونه وکړه چې لا هم زموږ په لاشعور کې شته او چې څومره هم لوی شو له شپې به ویره لرو. ځولۍ هم د ماشوم د صحنې په لیدو خپله لور سترګو ته دریدلې وه. یادونه یې وکړه چې دا کیسې ډېرې زموږ په ټولنه کې پیښېږي او هېڅکله پر دې فکر نکوو چې څومره به زموږ د ماشومانو په روح بد تاثیر ولري. دې باندې کیسې دومره اثر کړی و چې تر ډېره یې د «جمیلې» په اړه فکر کاوه. د دې بې وسي یې ته زړه ژړلي و. خو ځولۍ ته په کیسه کې دا پوښتنه هم وه چې توره کي دوه شپې مزل کړی، ملا یې پوښتلی و خو بیا یې هم ولې فکر نه و بدل شوی؟ د زړې ښځې یا د جمیلې د مور پڅ عکس العمل هم ورته د پوښتنې وړ و، د دې په وینا حداقل یې باید ښېرا کړې وای. خو ځولۍ د دې یادونه هم وکړه چې هر کله زموږ په ټولنه کې لوڼې له کورني تاوتریخوالي سره مخ کېږي مېندې یې ورته وايي چې صبر وکړي، حوصله وکړي او هغه دنیا به یې ښایسته شي یا به یې به همدې کې خیر وي. 

زما (فتانې ژوند) نظر د کیسې په اړه دا و چې دا زموږ د ټولنې یو حقیقي تصویر دی. زموږ ټولنه کې خلک له حقیقتونو په شکونو ډېر باور لري. زموږ  خلک تر بل هر چا د ملا ډېر اوري، خو د ملا په شتون کې بیا هم داسې پیښه کېږي، په دې معنی چې هېچا هم خپل مسوولیت سم نه دی ادا کړی. بنارسۍ د ځوانمرګې ناوې د ارمانونو د رژیدو شاهدي ورکوي. خو دا چې توره کی تیشه په لاس کور ته راروانېږي د کیسې تلوسه کمزورې کوي. 

نسیمه باري که څه هم پر سفر روانه وه خو بیا هم د غوڼدې په پیل کې د خپلې لیکوالي په اړه ځینې خبرې وکړې او د نورو پوښتنو په اړه یې وویل چې وروسته به یې ولیکي. اغلې باري وویل « زما کیسې ډېرې د ټولنو پر ناخوالو دي. هغه څه چې مې شاوخوا لیدلي دي. ډېرې کیسې مې د ښځو په ژوند راڅرخي. خو چې دې کې به څومره بریالۍ شوې یم نه پوهېږم. ما له اردو ژبې هم چې کومې ژباړې کړې ډېرې یې داسې وې چې زموږ د ښځو ژوند ته ورته والی لري.» اغلې باري د انلاین ادبي بهیر او کره کتنې دې لړۍ ته خوشحاله وه. د دې په باور څومره چې څوک د ښځو سره په ډاډه غږېدلی شي هغومره د نورو سره نه شي. دې وویل چې موږ باید د یوې او بلې پر اثارو صادقانه نقد، او نظر وړاندې کړو او په دې اوږد اغزن سفر کې د یوې او بلې لاسنیوی وکړو. 

د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې میمونې کامران، ځولۍ لمن، خوږې شېرزاد، امنې فنا، تقوا شکوري، فتانه ژوند او شفیقې خپلواک شعرونه ولوستل. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب