چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهله طالبانو د يوناما غوښتنه؛ د ښځو سينګارتونونه مه تړئ

له طالبانو د يوناما غوښتنه؛ د ښځو سينګارتونونه مه تړئ

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ديارلسمه) ‏‏‏‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو د سینګارخونو د بندولو پریکړه بیرته واخلي.

دغه دفتر ویلي چې د ښځو پرحقونو دغه نوی محدودیت به پراقتصاد ناوړه اغیزوکړي او هم له هغو ژمنو سره په ټکر کې دی چې د سوداګرو ښځو د ملاتړ لپاره شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت له پرون په يوه رسنيز شوي مکتوب کې د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده په حواله وويل، چې په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګارخونو ته د سرطان میاشتې له دریمې د اسد میاشتې تردریمې پورې وخت ورکړل شوی چې د خپلو سینګارخونو د تړلو لپاره اقدام وکړي او د اسد له دریمې وروسته نور د فعالیت اجازه نه لري.

د بشري حقونو د څارسازمان ویلي د طالبانو چارواکي ټوله ورځ په دې فکر کوي چې د ټولنې په نورو کومو برخو کې ښځې فعالې دي چې له هغوی يې هم را وګرځوي.

4 COMMENTS

  1. په ټالبانو کې د پنجاب معلوم الحاله با صلاحیته جاسوسان کار کوي چې د افغانستان خلک او ملت داسې ذلیل کړي چې هم د کور دننه وځپل شي او هم د نړیوالو ترپامه وربد او منزوي کړل شی .
    مثلا د ښوونځیو تړل له اسلامي او شرعي اصولو خلاف عمل دي، همدا ډول د نجونو تعلیم او تحصیل یا په دولتي ادارو کې له افغاني کلتور سره هېڅ تضاد نه لري . نړیوال داسې فکر کوي چې دوی له اصلي اسلامه هم نا خبره دي .
    د افغاني ملایانو د مطالعې او معلوماتو سطحه خورا کمه او ټیټه ده ، دوی اکثره د پنجاب تر کنترول لاندې منزوي مدرسو کې زده کړې کړیدي او د دوی ماغزه یې داسې مینځلي چې د پنجابي مدرسو او کتابو له معلوماتو پرته نور هرڅه ورته کفر ښکاري .
    د افغان عزتمندو ښځو په هکله باید وویل شي چې دوی په کلیوالي ژوند کې هم له خپلو نارینه وو سره اوږه په اوږه په کار بوختې دي او په ښاري او عصري ژوند کې هم تل فعاله وي . په تېرو سلو کلونو کې زرګونو ښځو د هېواد او حکومتونو په مختلفو برخو کې خدمتونه کړي دي، لکه د پوهنتونونو استادانې ، د ښوونځیو ښوونکې ، نرسانې ، داکتراني ، دولتي او اداري کارمندانې ، د ولسي جرګې فعاله غړې ، ډېرې با صلاحیته او د قوي عزم لرونکې مدبرې وزیرانې مونږ درلودلې دي . د افغانستان یوه تبعه هم د هغوی کار او تحصیل سره مخالفت نه دی کړی . که نن هم نظر سنجي وشي ، تر اتیا سلنې زیات هېوادوال به دښوونځیو اوپوهنتونونو د پرانیستلو او ښځو ته د کار کولو په خوا رایه ورکړي .
    پنجابیان غواړي افغانان د تمدن له کاروان نه شاته پاته شي . د هېواد خارجي سیاست دوی په خپل لاس کې واخلي ، زمونږ له کانونو ، اوبو او نورو طبیعي او انساني منابعو نه په خپله ګټه کار واخلي . افغانستان د دوی د پاپړو ، پوقانو ، پټاقیو او تقلبي دوا درملو بازار وي . زمونږ روڼ آندي او ملي مسلکي کادرونه یا ووژل شي او یا له هېواده ووځي ، مهاجرت ته اړ کړل شي .
    که فرضا ټالبان د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي ، له ښځو د کار او تحصیل موانع لرې کړي ، نو نړیوال به د افغانستان موجوده حکومت په رسمیت وپېژني . له انزوا به خلاص او د نړیوالو له اقتصادي او سیاسي ملاتړ نه به برخمن شي . افغانستان کې به یو پرمختللی او متمدن دولت جوړ شي . نور به زمونږ ځوانان نه مهاجر کیږي . مخدره مواد او نور مواد به نه قاچاق کیږي . مګر د افغانستان دغه مختوری دښمن یعنې پنجاب دا حالت نور هېڅکله نه غواړي.

  2. تالبان او سقاويان دواړه د پرديو ښکيلاکګرو اجنډا مخته وړي، اوهمدي کارته يي د اسلام جامه ور اغوستي ده، همدا د ډبرين پير سوچ خاوندان د هيواد د پرمختګ مخه ډب کوي. خو اوسني طالبان ډير خطرناک پدي دي چي د دوي مغزونه پريولل شوي دى.

  3. ترجو چې دا د مردارې زامن په دین کې بند وي د ټولني انکشاف ، مادي انقلاب او پرمختګ یې مشکل دی ، ځکه دین په قیوداتو خپل فاسد اسکیلېت ساتي ! دین په دولت کې باید کار ونلري !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب