یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهشهباز شریف: نړۍ دې افغان حاکم رژیم سره معنا لرونکی تعامل وکړي

شهباز شریف: نړۍ دې افغان حاکم رژیم سره معنا لرونکی تعامل وکړي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان څوارلسمه)  د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، چې په سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې ثبات اړین دی.

د هغه په وینا، دغه ثبات تامینول د شانګهای د همکاریو سازمان د ټولو مشرانو ګډه اندیښنه او مسوولیت دی.

هغه زیاته کړه: “توقع نه دي پوره شوي، خو د یوه سخت بشري ناورین د مخنیوي، د اقتصادي سقوط د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان د اړتیا وړ حیاتي مرستې بندې شوې دي او دغه پالیسي عاجل بیاکتنې ته اړتیا لري.”

شریف د شانګهای غونډې ته په وینا کې وویل، نړیواله ټولنه باید د طالبانو له حاکم رژیم سره “بامعنی تعامل” وکړي.

هغه همدا راز له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې ترورېزم ګټه اخیستو ته پرې نه ږدي او په دې اړه مشخص اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه: “سوله او باثباته افغانستان نه یوازې د دغه هېواد د خلکو لپاره اقتصادي ګټې لري، بلکې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سیمې د اقتصاد ریښتیني ظرفیت هم پرانیزي او د سولې، امنیت او نړیوال پرمختګ سره مرسته کوي.”

 د شانګهای د همکارۍ سازمان ٢٣مه سرمشريزه غونډه د هند د لومړي وزير نريندرا مودي په کوربه توب تر سره شوه.

په دې ناسته کې مودي ویلي، چې د افغانستان وضعیت د شانګهای د همکاریو د سازمان د ټولو غړو هېوادونو پر امنیت مستقیم اغېز لري، نو د افغانستان خاوره باید د افراطیت او ناامنۍ د ودې لپاره ونه کارول شي.

6 COMMENTS

  1. شهباز شریف بیچاره سره د خپل هیواد د اقتصاد غم دي ځکه خو یی د بهرنیو چارو وزیر جاپان ته تللی نو که په رښتیا له دوی (پنجاب) سره د افغانستان د آبادی، پرمختګ، سوکالی، امنیت غم وو پدې ۴۵ کالو کې هر ډول نظام (داودخان جمهوری نظام، بیا ورپسی د نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او نجیب الله کمونست پلوه نظام بیا صبغت الله مجددی، ربانی د مجاهدینو ګډ نظام، بیا طالبان، شل کلن جمهوری نظام (کرزی او غنی) اوس تازه بیا د طالبانو امارت اسلامی نظام) په وړاندی خنډونه جوړ کړی.
    لا تر اوسه داسې ولسمشر یا امیر المومنین یا د بهرنیو چارو وزیر یا صدراعظم، ریس اجرایه یا ریس الوزرأ پیدا نشو چې پاکستان چارواکو دا پوښتنه وکړی چې تاسې کوم ډول نظام غواړی جمهوری نظام که امارتی نظام ترڅو موږ پوه شو.
    ځکه پدی ۴۵ کالو همدې پنجاب د جمهوری، کمونستی ، مجاهدینو او امارت نظامونو په وړاندی هر وخت مخالف ډلي تربیه کړی او تنظیم کړی یی دي او په مقابل کې له امریکا، برتانیی سعودی او فرانسی او نورو هغو هیوادونو چې د افغانستان په بربادي کې ګټی لري پیسی ترینه اخیستي او فعالیت یې ورته کړی مګر موږ بیا هر تیر نظام پسې بد او رد ویلې او خپل د هغه وخت نظام مو پر حقه ګڼلي، مګر لا تر اوسه د بهرنیو چارو وزارت داسې سیاست ته مخه نده کړی ترڅو لومړی له نړی بیا له ملګری ملتونو او پاکستان پوښتنه وکړی چې تاسې چې بشرحقوق چیغې وهی ولی خپل په بشرحقوق (انسان وژنه) باندې پښه ږدي یعنی هغومره انسانان چې افغانستان کې پدی ۴۵ کالو کې ددې ملګری ملتونو په حضور کې چې قتل ورسیدل په بل هیواد کې بیلګه نشته مګر همدا امریکا، روسیه او برتانیه فرانسه دهمدې موخی لپاره پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته پیسې ورکوی ترڅو دلته د دوې شومي موخو ته لار پیدا شي
    مګر یوه ورځ به راشي چې له نړیوالو سره حساب کیږي که پدې دنیا کې ونیسې نو الله تعالی به هرو مرو په آخرت کې له پورته ټول هیوادونو او داخلې تنظیمونو سره حتمي کوی، اوس کې په فیسبوک کې یا بله رسانی کې د چا د ظلم په اړه غږ پورته کړی بیا وایې چې دادې کمونست یا دبل هیواد جاسوس ده مګر پخپله سترګي یی ړندي چې کابل چا به کنډواله بدل کړ او دا دومره وژنه چا او ولي وکړه؟
    آيا الله تعالی به ورسره حساب ونکړی (انشأ الله حتمآ به کیږي) ځکه پنجابی استخبارات او پوځ تاریخ ټولو افغانانو ته اوبیا نړیوالو ته معلوم ده ددې پخاطر محاکمي ته یی نه مخامخ کوی چې پدې انسان وژنه کې امریکا، برتانیه او فرانسه او سعودی او ایران او روسیه هم شریکه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب