سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم: د افغانستان له اړتیاوو سره سم محصلین روزو

شېخ ندیم: د افغانستان له اړتیاوو سره سم محصلین روزو

تاند: ( چار شنبه، د سرطان څوارلسمه)  د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ ندامحمد ندیم  د دوی د رژیم د ریاست الوزراء سرپرست او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې، د دغه وزارت د فعالیتونو په اړه نوموړي ته راپور ورکړی.

هغه مولوي کبیر ته ویلي، چې د پوهنتونونو د علمي کچې لوړولو په موخه یې اړین ګامونه پورته کړي دي

‏‏

سرچينې همدارنګه ویلي، چې په کور دننه یې د پوهنتونونو د علمي ظرفیت لوړولو ته زمینه برابره کړې ده.

د شېخ ندیم په وینا، د متخصصینو پر مټ په داسې طرحو کار کوي، چې د افغانستان له اړتیاوو سره سم محصلین فارغ کړي.

‏د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست د لوړو زده کړو سکټور وده د اوسني عصر اړتیا بللې او ویلي، چې په پوهنتونونو کې دې تدریسي نظام داسې ترتیب او تطبیق شي، چې په هر اړخیز ډول محصلین له علمي پانګې سره سره په اسلامي او ملي روحیه وروزي.

نوموړي ویلي، چې د لوړو زده کړو د بنسټونو د پراختیا لپاره دې د نورو هېوادونو له تجربو څخه کار واخیستل شي او د علمي کادرونو ظرفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

مولوي کبیر همدارنګه ویلي، چې د خصوصي پوهنتونونو د پیاوړتیا او ودې په موخه دې د لوړو زده کړو وزارت اساسي کار وکړي.

د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د منتقدانو په باور یې د دوی له بیا واکمنیدو سره د افغانستان تحصیلي سکتور سخت تاوان لیدلی، ځکه نجونې له زده کړو منع، سلګونه استادان هېواد پریښودو ته اړ او پرځای یې ملایان مقرر او همدا شان په تحصیلي نظام کې د طالبانو په سلیقه برابر افراطي مضامین او کړنې زیاتې شوي دي.

8 COMMENTS

  1. دا لیوني سپۍ اوتي بوتي وایې. د ظرفیتونو لوړول علمي پروسه دی او مسلکي کسانو ته اړتیا نلري او دا کمیس په دغو ځناورو ډیر لوى دي. دوې په مدرسو کې له ماشومانو سره لواطت یاد کړي او بس!
    په مدرسه کې مفعولیت او د کدرونو د ظرفیت لوړول د ساحل هغه دوه متضاد جهتونه دي چې یو ځاې کیدل یې ناشوني دي.

  2. دو په خپولو شځو پنجاپیان سواره کړی
    اوس دولته هم غواړی خولک موردګاوان کړی
    دو اوبادی ته نه
    دو وطن ورانولو تو راغلی دو

  3. ټول یې دخرې زامن او روحي مریضان د جنت په چورت کې تللي دي ! له دې خبر ې څخه یې مالومیږي چې بې منطقه جاهلان دي !
    ۰===> د افغانستان انکشافي پروڅیس له نور نړۍ سره فرق نلري ، لکه طالب خنځیر چې د اناتومي له نظره له نورو انسانانو سره چې فرق
    نلري!
    فلهذا افغانستان ته طبعي علوم داسي دي لکه دنور ې انساني نړۍ طبعي علوم : فزیک ، ریاضي، کمیا ،بیالوږي …الکترو تخنیک ، ډېنامیک او کنیماتیک ،استرالوګي ،استرانومي ، طب ، اناتومي ، پارمالوګي ….. او او، په هر ځای کې یو دي ! نه د مذهب تابع دي او نه د واټن !! دې خرو جاهلانو ته ګورۍ چې د ۳۵ میلیونو افغانانو قیضیه یې په لاس کې په زور نیولې او پرې سپاره دي ! طالب خنځیر وزرونه کړي دي داسې به ورک شي لکه میږه تانه !
    چې چېرې ملا خنځیر وي اولس به یې مرداره وي !……

  4. علم دين ښه خبره ده، خو دا اړينه نه ده چې هر سړی او يا هر څوک دې نارينه يا ښځينه ديني عالم شي.
    کله ناکله د ټولنې د اړتيا لپاره د نورو علومو او کسبونو زده کړه هوبه هو هومره اجر وثواب لري لکه څومره يې چې علم دين لري، بلکې ځينې وخت يې لا زيات هم لري.
    د بېلګې په توګه يوې ټولنې ته ډاکټر، انجنير، معلم، نرس او داسې نور چې د هرې ټولنې ورته اړتيا وي او هغوی هغه په پوره محنت، تقوی او ښه نيت سره زده کړي چې زه به پرې د خپلې ټولنې خدمت کوم او خپل شرعي احکام ورسره سم پخپل وخت ترسره کوي، لکه لمونځ، روژه او داسې نور، نو له شک پرته چې د هغې ثواب د يو عالم له ثواب سره ورته او بلکې لا زيات وي.
    ځکه که عالم دين مخلص نه وي او نيت يې ښه نه وي، نو هغه علم خدای ته د منلو نه دی او نه ورته ثواب تر لاسه کيږي.

  5. چړي ګل ثابته دلته خو دافغان ملت موضع نه دی مطرح شوې ا او هر افغان ملتی احدي هم ندی کوم چې په افغان ملت کې یو فاسد درواغجن عنا صر دی !خو افغان ملت ډیر نور د قدر وړ ګلونه لري او لرل یي چې یو عمده مسال یې غلام محمد فرهاد دی او داسې نور! له اسلامي تعلیمي کاروان څخه طالب څوک نه را ګرزوي ځکه چې هغوی جاهلان د ګرزولو لیاقت نلري. هغوی مجازي حورې او غلمان له مرګه وروسته غواړي ! دوی دې غواړي خو ملت یې نه غواړي ، او نه یې غوښتل حقیقت لري ! ستا جاهل طالب له جاهل دین څخه یې ۱۴۰۰ مخکې او له یهودو مخ کې څه مالومات لري ؟ جاهله د ا څرنګه ادم او حوا وو چې زامن تور،غنم رنګه ، ژیړ ، سپين او بوچ پوزي پيدا شول ! تاسو دیني اوپيوم اخیستي دي د نېشې په حال کې یاست !!

  6. ثابت ګله زه افغان‌ ملتی نه یم خو حقیقت وایم افغان ملت یو سو سیل دیموکرات ګوند وو ، اوس خبر نه یم ! خو ستا جاهل سره علمي بحث کول لکه خره ته چې موزیک غږوې ! ته پوهیږې چې له چا سره لګیايې ؟؟؟

    • خوشحال خان بابا وایې:
      هغه څه دي روغ صورت دي
      چې برتر تر سلطنت دي
      چې فایده لري بې شماره
      هغه څه دی مصلحت دي
      چې سړي له غمه خلاص کړي
      هغه څه دي قناعت دي
      چې دوزخ دي په دنیا کې
      له ناپوه سره صحبت دي
      خپل نیت ښه لره خوشحاله
      که څه ښه دي خو ښه نیت دي

  7. ټانډ په پښتو ژبه یوه نړیواله پاڼه چلوي او دا د ټانډ د چلونکو احسان باید پښتانه ومنئ. زه خو دا وایم چې د ټانډ د پاڼي چلونکو د سپۍ بلا د پنجاب پرکټیو ته ور واوړي.
    دغه کثافاتو سره دومره حساسیت لرم چې نه غواړم نوم یې په خوله راواخلم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب