دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په ولسي حماسي ادب کې د سپه سالار سیدال خان ناصرد مبارزې، حماسي...

په ولسي حماسي ادب کې د سپه سالار سیدال خان ناصرد مبارزې، حماسي کړنو او یادونو انځورونه

لیکوال: اسدالله بلهار جلالزی

که سر دی اصفهان د ملکو سر دی

چې اصفهان نږدې کوي سیدال ناصر دی[1]

سیداله سرې سترګې دې جار شم

چې په نادر يي ناارام کړي وو خوبونه

…………………..

د حماسي تعریف

 حماسه له ادبي ډولونو څخه یو ډول دی چې په لغت کې يي معنی بیا زړورتوب، میړانه، شجاعت دی. خو په شعري اصطلاح کې بیا د هغه اتل، قوم او ملي داستان یوه برخه ده چې پکې حیرانونکي پیښې بیان شوي وي. په داسې شعرونو یا کیسو کې شاعر هیڅکله هم خپل شخصي عواطف نه بیانوي نه هم له خپلې خوښې سره سم ورته کوم بدلون ورکوي.  په حماسه کې ډیرې خبرې له هغوو جګړو څخه کیږي چې د خپلواکي د ګټلو او یا هم د پردیو نیواکګرو د شړلو، یرغلګرو او دښمن ته د ماتي ورکولو د نوم او نښان د ژوندي ساتلواو د شتمنیو د ترلاسه کیدلو له پاره شوي وي. حماسه له همدې کبله هم د یوه ملت د ارمانونو بیانونکي بلل کیدای شي. د حماسي بل نوم هم د پهلواني شعر دی چې د کیسو او افسانو په ډول په شفاهي توګه سینه په سینه نقل شوی، چې د اړتیا په وخت کې يي بیا مکتوبي بڼه هم پیدا کړي. چې پکې د خلکو احساسات، د هغوئ هیوادپالنه، وطني مینه، جګړه او په جګړه کې بلهارياني، سوبي، فتحي او ماتې هم بیان شوي وي. حماسه له وصفي متونو څخه ده چې د اتل یا قوم د اتلولي او پهلواني مظاهر پکې روښانه شوي وي. تر کومه چې لیدل کیږي څیړونکو بیا حماسه په دوه ډوله ویشلي ده.

 ۱ – طبیعي منظومې ۲-  ملي منظومې.

 د حماسي په اړه بیا داسې هم لولو، حماسه له حمس څخه را اخیستله شوي چې معنی يې بیا هم هماغه زړورتوب او شجاعت دی. چې په ډیریو کې يي د سپیڅلواوپیښلیکونو کیسې او ویاړونه بیانیږي. په حماسه کې که څه هم د هیواد د دفاع جګړې او یا هم د هیواد د ګټو له پاره له هیواد څخه د باندې جګړو کې د یوه فرد یا ملت جګړیزې هڅې او له ویاړونو ډکې کړنې بیانیږي. خو تر خوا يي نورو اړخونو باندې هم خبرې کیږي. حماسه له تاریخي اړخه په دریو پړاونو او کټګوریو ویشلای شو.

۱ـ لومړنۍ دوره ـ سنتي حماسه ـ او وروستۍ دوره.

دودیزې حماسي

دودیزې حماسې هغوو لومړنیواو ګړنیزو حماسو ته ویلې کیږي چې په لرغونو زمانو کې پیښې شوې وي. لکه د ایلیاد هومر، ادیسه هومر، مهابهاراتای او…

 د دوهمې دورې حماسي:

 د ا ډول حماسو ته ادبي حماسې هم ویلي کیږي. چې بنسټ يي هماغه لومړنۍ حماسې جوړوي  خو په ورته وخت کې په خورا مهارت او استادانه ډول جوړې شوې وي. په دا ډول حماسو کې شاعر په ښه ډول سره یوه پیښه یا نوي سکالو بیانوي او یا هم له پخوانیو سکالوګانو څخه ګټه اخلي. لکه د میلتون ورک جنت او نور…

 د وروستي پړاو حماسي:

 دا ډول حماسو ته دریم ډول حماسي هم ویللای شو. چې په وروستیو کې را منځ ته شوي دي. لکه په پښتو کي محمود نامه او دری ژبه کې اکبر نامه او…

د سکالو یا موضوع له اړخه د حماسي ډولونه

 د موضوع له اړخه هم حماسه په څلورو برخه ویشله شوي ده. نقلونه، افساني،  پهلواني، دیني او عرفاني

نقلونه او افساني تر ډیره بریده په حماسو کې پخوانۍ اولرغونتوب لري. پهلواني افساني هم د خلکوپه منځ کې د پهلوانانو په ژوند، هڅو، کړنو خبرې کوي. دا حماسي هم کیدای شي تاریخي بڼه هم ولري.  په دیني حماسه هم کې اتل یو مذهبي شخص دی. په دې ټول کیسه هم د هغه مذهبی او دینی اتل په اړه خبرې کیږي. چې د دانته الهي کمیدي يي یوه بیلګه ده خو د دې تر خوا اخلاقي او فلسفي حماسي هم د یادونې وړ دي. خو عرفاني حماسي په دې حماسو کې اتل له خپل نفس سره په مبارزه بوخت دي، تر هغه وخته څو ورته ماتې ورکړي، د شیخ فریدالدین عطار منطق الطیر او تذکره الاولیا يي ښې بیلګي دي. خو په اروپايي ادبیاتو کې بیا د مسخرو په نوم حماسي هم شهرت لري. په دې ډول حماسو کې بیا د واقعي حماسو په اپوټه د نن ورځنی ژوند او د ننی انسان کړنې د طنزپه ژبه انعکاس مومۍ.

تر کومه چې لیدل کیږي په پښتو ادب کې هم حماسه کابو په ټولو شعري فورمونواو قالبونو کې بیان شوي. خو هغه چې مکتوبي بڼه يي موندلي له نورو ژبو سره په پرتله کیدو يي دا راته جوته کیږي چې په دې برخه لکه څرنګه چې لازمه او اړینه وه. څومره کار نه دی شوی. په هرحال په دې لیکنه کې به پر ولسي ادب کې د ملي اتل سپه سالارسیدالناصر په اړه خپلې خبرې په دې بیتونو را پیل کړم.

که ځاله زړه مې د غمګي ځاله

ما وې رابه سلیمانخیل شي اوس خبر سوم له ړندوالي د سیداله

د پښتو ولسي په تیره بیا حماسي ادب کې د هیواد د تاریخ د ځینو بابونو څرک په اسانۍ سره موندل کیدلي شي. زموږ د هیواد تاریخ له دې امله چې وګړي يي ډیری وخت په جګړو کې ښکیل او د نیواکګرو سره په ډغرې وهلو بوخت وو. نو ځکه خو د هیواد ډیری زامن د خپلو ویاړمنو کړنو، مبارزو، هڅو او زیارونو په پایله کې د خپل ولس له لوري ستایل شوي. او هغوئ چې بیا له ولس او وطن سره يي خیانت، ظلم، جفا او ناروا کړي غندل شوي هم دي. دا ستاینې او غندنې، په پښتو لنډیو، کاکړیو، نارو، سندرو، ساندو، کیسو، بګتیو، چاربیتو، غږونو، دیني غاړو، د میني غاړو،مرثیو، او… تر یوه بریده موندلي کیږي.
که سر دی اصفهان د ملکو سر دی

چې اصفهان نږدې کوي سیدال ناصر دی

په یاده شوې نارې کې ښکاري چې اصفهان په هغه مهال له څو اړخونو د اهمیت وړ ښار او د ملکو په کچه لومړی ښار یاد شوی. دلیل يي دادی چې لومړی دا ښار د اوسني ایران پلازمینه و. دوهم دا ښار لوی او ډیر نفوس يي درلود. بله دا چې دا ښار یو مهال د سني مسلمانانو د هستونګي د ښار په توګه خورا مهم ښار و. ځکه خو د شاه محمود لښکرو د دغه ښار نیولو ته بیړه لرله.

سیدال خان ناصر د هوتکي دورې له مشهورو سپه سالارانو اوجنګیالوځوانانوڅخه ؤ. چې د هوتکو د ازادي د غورځنګ له پیل نه بیا د هوتکیانو د سلطنت د نسکوریدو تر وروستیو شیبو پوري يي فعال رول ولوباوه( سیدال ناصر د ۳۲ کلونو په موده کې چې هوتکي اقتدار قایم و ده خپله توره له لاسه نه ده ایښي او د یوه باتجربه کار حربي جنرال په حیث يي تر هغه وخته چې څو د نادر افشار له خوا د سترګو له نعمت څخه بې محروم شو، خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه. دسیدال ناصر په توره سربیره قلم هم په لاس کې و.)[2] کله چې شاه محمود د اصفهان په لوري حرکت کوي له څه مزل وروسته د خپل لښکر قوماندانان را غواړي او له هر یوه پوښتنه کوي، چې اصفهان نژدې دی که کندهار… ډیری يي د شاه د دغې خبرې مفهوم هماغه د واټن اوفاصلې لیروالی او نژدې والی انګیري نو ورته وايي: کندهار نژدي دی. خو کله چې بیا سپه سالار سیدال ناصر پوښتي هغه ورته وايي: اصفهان نژدي دی. او دلیل يي هم دادی چې په کوم لوري مو مخه ده او روان یوو هماغه لوري نژدې ځکه ده چې پرې ور روان یوو او پرمخ به یون کوو. کندهار ته خومو څټ دی، د څټ په لوري حرکت او یون خو ستونزمن کار وي. د سیدال ناصر دغه ځواب د ده د ټینګ عزم او ارادې څرګندونه کوي. د ده د میړانې، غیرت، شهامت، شجاعت اوقوت ښکارندويي په کې له ورایه ښکاري. قوي عزم او ارادې ته بیا د ملکونو نیول، که لیري او یا نژدې کومه ستونزه او خنډ نه بریښي. د سیدال دغه پخه اراده، د پښتو ادب د حماسي سندرو په اډانه کې خپل ځای ځایګی پیدا کوي. ستاینه کوي. چې داسې ارادو ته اصفهان لیري نه بلکې نژدې او نیول يی اسانه کار دی.

یادا:

که د زرو اصفهان کلا د زرو

شاه محمود ته ور نیولې و ناصرو

په دغې ناره هم وینو چې د شاه محمود او یا هم ووایو د هوتکي واکمنۍ له پاره د ناصر او یاهم د ناصرو د زلمیو منډې ترړې، مبازره اوهلې ځلې له پامه نه غورځي، د اصفهان په نیولو او شاه حسین په خورا درنښت  له خپل سرڅخه تاج را اخلي او د شاه محمود په سر يي ږدي. تر شا يي د داسې توریالیو او اتلانو لاس دیو لکه سیدال ناصر او ملګري يی.

لکه په دې ناره یا سندره کې:

چې نادر تر غره ایستلي رسالې دي

سیدال باندې وروزي د نادر په اوستوربل باندې حملې دی.

په دې سندره کې هم د نادر د قافلې، پلټن اولښکرو یادونه کیږي. د هغه لښکر تر غره راتاوو شوی، په سیمه کې يي اوربل کړی. تاړاکونه يي پیل کړي خو مخې ته يي بیا هم د زړور او جنګیالي سپه سالار ناصر لښکر او ملګري ور وتلي او د هغه د لښکرو په منځ منځ کې حملې کوي. یرغلونه ، بریدونه او چپاوونه ورباندې کوي. د تورو په خرپنده جګړه کې برخه اخیستل د هرمرجوړا کار نه وي. بلکې د میړنیو سرتیرو شهامت او غیرت غواړې، ځکه خو يي یادونه هم په درنښت سره کیږي.

او یا دا:

ګرځوله سیدال اسپه لنډه لنډه

شاه حسین ور ووت ایرانیان یی تر نادره کړه په منډه

په پورتنۍ ناره کې بیا هم د هوتکي دورې د نومیالیو اتلانو یادونه کیږي. جګړه کې له آس، تورې او ډال نه کار اخیستل کیږي خرپ او ترپ دی. غلیم تیښته کوي، د جګړې ډګر د سپه سالار د ملګرو په لاس کې کیوزي.

چې پتی( فتح) په سیدال خان باندې غوټي کړې [3]

د تورو مشغولا شوه سیدال دستي د ډال تڼۍ ور پرې کړې.

موږ ته له پورتنۍ سندرې ښکاري چې د لاس او ګریوان جګړه روانه ده. تورې او ډالونه په کې کارول کیږي، د نادر د لښکرو قوماندان فتحعلی په نادرحمله کوي، توره پرې را وکاږي او یا هم د سیدال د تورې مخې ته خپل ډال نیسي، خو ناصر ورته وخت نه ورکوي د وطن مینه يي په رګونو کې غورځنګونه وهي اود ده ډال له تڼو سره ورشکوي، په داسې جګړه کې برخوال سیدال بیا هم د جګړې د میدان اتل بریښي. بیا هم لازمه ده یادونه يي وشي، دا میړانه يي وستایله شي. دا ناره هغه مهال ویل شوي چې د نادر افشار له خوا د کلات ښار د نیولو په نیت د فتحعلی تر مشرۍ لاندې د زابل خواته پوځ را استول شوی. دا وخت نو د کلات ساتونکی او قوماندان سیدال ناصرټاکل شوی و. په پورتنۍ ناره کې ښکاري چې د نادر افشار لښکرې او پوځيان نو د کلات کلا شاوخوا ته را رسیدلي. داسې ښودله کیږي لکه جګړه چې تن په تن روانه وي.  د فتح علی له لوري په سیدال غوټي کول، او د سیدال له خواد ډال د تڼۍ پرې کیدل، د سختې جګړې ښکاروندوي کوي.

ځکه خو بیا د ده لوري ته د هغوو وګړو د ورتګ یادونه کیږي چې سیمه يي د نادر افشار له لوري لاندې شوي. دوئ د خپل اتل لټون د سیدال په دیرو کې کوي لکه دا:

دلته نشته ستا بشر

ځمه دیرو له د ناصر

د جنګ خوږې خبرې ساعت يي تریخ

 په جګړه کې  اړینه خبره داده چې په هره شیبه کې يي له جګړه ایز هنر، فن او شته امکاناتو څخه په ښه توګه ګټه واخیستله شي. دغلیم هر حرکت او خوځښت ته په خپل وخت کې وړ ځواب وویل شي. ویل کیږي په جګړه کې لږ غفلت د ناکامي په پله د دریدو په معنی دی. د ورکي او تری تم کیدو کندې ته د لویدو سره تړلي خبره ده. کله چې افغاني لښکرې په ایران کې له څوکلني واکمني وروسته له ماتې سره مخ کیږي. د داسې ویرجنو او د ماتي په حالاتوکې هم موږ په ولسي ادب کې د جګړې د یوه بل اړخ انځور هم وینو. کله چې جګړن مشران په خپلو پریکړو کې بریالي نه شي  یا خدای مه کړه د نوم ایستلو له پاره کوم څه کوي نو بیا نیوکې هم پرې کوي. لکه دا:

که ښاغلي دي ناصر زلمي ښاغلي

سیدال خپل باندې باسي په تهران يي ډیر زلمي وژلي

داسې نیوکې  په حقیقت کې بیا د رښتني ادب تاریخي رڼه هینداره هم بللای شو. چې له هرډول تمایل پرته د یوې موضوع، یا کوم چا د کړنو سپړنه په کې شوي وي. له بده مرغه اوس داسې څه زموږ په  رسمي ادبیاتو کې ډیر کم تر سترګو کیږي. خو که ولسي ادب چې د خلکو په سینو کې دی را ټول شی ښايي ډیر رښتني تاریخي او له عبرت نه ډک مواد په کې ترګوتو شي.

لکه دا ناره:

که لوګي دي د مهان په سر ګولي دي

سیدال ناصر کړي خواري

په میدان کې پراته سل کسه عمرزي دي.

په دې ناره کې هم وینو چې د سیدال ناصر د ملګرو مړي د جګړې په میدان پراته دي. سخت ساعت ورباندې تیر شوی. وینې بهیدلي او له ماتې سره مخ شوي دي. دا ولي داسي شوي، خلک په خپلو نارو او ساندو کې په یو ډول باندې له دې سره چې د سیدال ناصر خواري هم له پامه نه غورځوي خو د شازلمو مړینه هم د لښکر مشر یوه تیروتنه ګڼي. خوسیدال ناصر هم په خپله بیا دا تریخ ساعت یادکړی او وايي: چې لښکر يي تیت پرک شوی. مرستندویه ملګري يي نه دې ور رسیدلي، دی په دې هم نه دی خبرچې هغوئ د شپې تیارې تری تم کړي او که د ورځي رڼا، په یو ډول خپلو خلکو اوولس ته عذر وايي: مسولیت او پړه مني، د خپلو هغوو ملګرو یادونه هم کوي. چې د ده مرستي ته به وردانګل خو نه دي وردانګلي.

سیدال خان ویل لښکر مې شو بزي بزي

ازاد خان مې چې تورې شپې وخوړ که ورځي

یادا چې څنګه د خپلو ملګرو پر بیلتون باندې ویرجن،غمجن او دردمن دی لکه کولمي يي چې پرې شوې وي. دا سخت ساعت هم داسي بیان شوی دی.

سیدال ویل: په کولمو مې پرښتون دی

دنیا دغم په ورځ پیدا ده، د نیازمنوځای په ځای بیلتون دی.

جګړه نوره هم تودیږي، د نادر لښکري تر کلات ښاره را رسیږي. دا تاریخي ښار کلابند کوي. خو مخې ته يي بیا هم سپه سالار او په وطن مین سیدال ناصر له خپلو توریالیو ملګرو سره دریږي. او تر یوه کال پوري ورسره ډغرې وهي.تر دې چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کیږي سیدال ناصر د نادرافشار د لښکرو له لوي نیول کیږي او د نادر مخي ته راوستل کیږي.

د سیدال ناصرسترګي وباسئ

روایت کړي چې کله سیدال ناصر له اوږدو جګړو وروسته د نادر افشار د لښکرو په لاس کې کیوزي. نو نادر افشار ته يي راولي، هغه له لیدو سره سم حکم کوي. چې دواړه سترګې ترې وباسئ ځکه چې  دسیدال ناصر له سترګو يي زما په زړه او اندامونو ویره ګډه شوه.  او بیا له دغه نامتو سپه سالار سره همداسې چلند کیږي. همدا ناوړه چلند هم د پښتو ادب په نارو کې یاد شوی لکه دا:

که خیال سو د نادر دغسي خیال شو

اوس به زر کندهار خلاص شي چې په دواړو سترګو ړوند ناصر سیدال شو

د سیدال ناصر له اغیزناکو سترګو سره د مخامخ کتلو توان او وس د نادر له زړه او اندامونو وتلی و. د ده ښایسته او نافذو سترګو يي ورباندې د ویرې څپې خورې کړي وي. نادر يي له سترګو ویریده. دا تریخ ساعت هم په ساندو کې خوندي شوی لکه دا:

پښتنې به د سیدال په سترګو ژاړې

د نادر له کام به نور سپین ږیري غواړي

له ژړا د پښتنو په مخ سرپاږي

د سیدال سترګې نادر ایرانی کاږي

یادا:

له زمریانو سوې خالي د هیواد درګې

نادر وکښي له سیدال میړني سترګې

په پای کې دا یوه لنډۍ هم غواړم له دې لیکنې سره مل کړم. چې زما د مرحوم استاد نورمحمدخان له خولې مې اوریدلي او لا هم راسره خوندې ده

سیداله سرې سترګې دې جار شم

چې په نادر يي نا ارام کړي وو خوبونه

په دې توګه یو غازي او سپه سالار د غلیم له لاسه له شوره لویږي. یوه نامتو واکمنۍ پای مومي. خو دا اتل بیا هم د خلکو په زړونو حکومت کوي. دوئ ورسره لکه څرنګه چې د بریا په مهال مل وو. د ماتې په مهال هم ورسره خواخوږي ښيي.

که په ناوسۍ يي ژاړي

 خو پرې ویاړي هم. روح يي ښاده.

[1] رفیع حبیب الله – د خلکو سندري

[2]  رفیع حبیب الله – د خلکو سندري

[3] هوتک امان الله د خپلواکي لمرڅرک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب