سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهفاروق اعظم د عبدالله عبدالله پرونیو څرګندونو ته غبرګون وښود

فاروق اعظم د عبدالله عبدالله پرونیو څرګندونو ته غبرګون وښود

تاند:( شنبه، د ثور څلور ویشتمه) د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د پخواني مصالحې شورا د رييس عبدالله عبدالله پرونیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

عبدالله عبدالله پرون له هندوستان څخه په يوه اعلاميه کې وويل، چې په پنجشير، تخار او بغلان کې د طالبانو په لاس د خلکو د وژلو ادعاوې مستندې دي او دوام يې هېواد کورنۍ جګړې ته بيول دي.

عبدالله دغه راز غوښتنه کړې وه، چې په دې اړه دې نړيوال بنسټونه بې طرفه څېړنې ترسره او پايلې يې افغانانو سره شريکې کړي.

د طالبانو د حکومت تازه دمه سلاکار او مشهور مدافع ډاکټر فاروق اعظم په خپله ټويټر پاڼه کې د عبدالله عبدالله په ځواب کې داسې لیکلي دي:« ‏د یو سپین ږیري او مشر په توګه له ډاکټر صاحب عبدالله سره دا ډول بې اساسه څرګندونې نه ښايي.»

فاروق اعظم وړاندې زياتوي: « نوموړی اته میاشتې په افغانستان کې و او هر څه ورته معلوم و، پکار و چې نوموړي د ملي یووالي د قوت پخاطر دا ډول بې اساسه تورونه او تبلیغات غندلي وای.»

د عبدالله عبدالله څرګندونو ته لوړ پوړو طالب چارواکو او رسمي وياندويانو لا غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو په ټوله کې د دوی په اړه ټولې داسې ادعاوې ردکړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب