یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد شیعه علماوو د غونډې ګډوډول، صالح وايي علماء دې منندوی وي...

د شیعه علماوو د غونډې ګډوډول، صالح وايي علماء دې منندوی وي چې نه یې دي وژلي

تاند:( شنبه، د ثور څلور ویشتمه) د افغانستان د شیعه علماوو ځينو سرچينو ويلي، چې د طالبانو یو شمېر کسانو يې پرون په رسالت مدرسه کې پر غونډې حجوم وړی او د ګډوډولو تر څنګ یې د قرآن کريم په آیتونو د‌ لیکل شویو بینرو سپکاوی کړی دی.

د يادې شورا د موسس شېخ محمد آصف محسني لمسي ياسر محسني ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ځینو کسانو وروسته له دوی څخه بښنه غوښتې او د قضيې د نه رسنیز کیدو غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې سره د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح په یوه لیکنه کې ويلي، چې د شیعه علماوو شورا غوښتل چې طالبان او داعش سره جلا وګڼي.

صالح زیاتوي، چې د داعش او طالب فرق یوازې د بیرغ په رنګونو کې دی او ياد شوي علما دې طالبانو نه منندوی وي، چې په چاودنه او ځانمرګي برید کې یې وژلي نه دي.

صالح وړاندې زیاتوي، چې دښمن پېژندنه د سياست یو اصلي ټکی دی او شیعه علماوو، چې د طالبانو په ملاتړ غونډې کولې، نه باید بيا داسې تیروتنې تکرار کړي.

1 COMMENT

  1. عجیبیه ده وای د محسنی لمسی ویلی ؟؟
    زه حیران دی ته یم چی د پاکو، نیکو او مسلمانو وطندوستو خلکو څخه ایله کوم یو زوی که پاتی شی، خوله وطن پلورنکو او جواسیسو دومره کوڼی وزیږی چی سم له مړینی سره یی لمسیان هم دخبرو شوی وی ریښتیا هم چی هرزه بوټی زښت ډیری وی او ژر ژر وده کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب