شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بریا قوانین / ژباړه: محبوبه اکبر

د بریا قوانین / ژباړه: محبوبه اکبر

د بریا وروستۍ قاعدې ځلور پړاوونه لري:

لومړی: په قاطع ډول وټاکئ چې د ژوند څخه څه شی غواړئ، او خپلې موخې په نظر کې ونیسئ.
دوهم: پرېکړه وکړئ چې خپلو موخو ته ځینې اوچت ګامونه پورته کړئ او عملی بڼه غوره کړئ.
درېیم: خپل ځینې اقدامات او کړنې تر کنټرول لاندې راولي چې څومره ګټوره دي؟
څلورم: د تفکر طریقه او کړنلارې ته مو بدلون ورکړئ تر څو خپل موخو ته ورسیږئ.
 بریالي خلک تل دا څلور پړاوونه تېر کړی دي.
بریا او ماته کومه واحده سرچینه نه لری. په ژوند کې ماته د عمل څخه د سترګي پټولو په مانا ده.
څرنګه چې ماته د ناسمو پرېکړو پایله ده بریا هم د یوه ښه پیلامه، ابتکار او نوښت سرچینه ده. داسې پرېکړه کول چې ځان د اوږد مهالو موخو له‌پاره مقید کړي د نورو پرېکړو په اندازه ګټوره دي.
دا په یاد ولرئ کومه پرېکړه چې پرې ټينګار کوئ دا هغه انرژی ده چې ستاسو په ژوند کې بدلون راوستلی شي، او داسې یوه انرژی ده چې ستاسو په‌خپل واک کې دی.
 ځان ته ثابته کړئ چې پرېکړه کولی شئ.
همدا اوس دوې پرېکړې وکړئ، یوه آسانه او ساده او بله لږ پېچلې پرېکړه وکړئ. او دارنګه ځان ته وښایاست چې څومره د دې پرېکړو په وړاندې پیاوړي یئ.
مطالعه بنده کړئ او یوه روښانه او منظمه پرېکړه وکړئ. لومړنی ګام د عمل له‌پاره اوچت کړئ، دا کار ستاسو د تصمیم نیولو قوه او په ژوندکې د بدلون راوستلو اراده مو لا پیاوړی کوي. د هېڅ انسان په ژوند کې داسې دېوال نشته چې د انسانی ارادې په وړاندې مقاومت وکړي.
دا صحیح ده چې د انسان اروا (روح) د کنټرول وړ نه دی، خو د بریا لپاره عزم، اراده او په ژوند کې بدلون راوستل هغه وخت شوني دي چې تاسې یوه پیاوړي پرېکړه وکړئ. داسې هېڅ ستونزه نشته چې د انسان د ارادې په وړاندې ودریږي او مقاومت وکړی. په ژوند کې ستونزې د انسان د قوي ارادې په وړاندې لکه نمجنه دېوال غوندې نړیږي.
د څېړونکو څېړنې ښیي چې اکثره خلک ژر پرېکړه کوي او کله چې عملی بڼه یې وڅېړي نو په یوه آسانۍ د خپلې پرېکړې څخه نه راګرځي، خو برعکس مات‌خوړلي خلک په ډېر ځنډ پرېکړه کوي او ډېر ژر له خپل پرېکړې څخه راګرځي.
 یوه پرېکړه عبارت له هغه مالوماتو څخه ده چې د عمل لامل ګرځي.
که ستاسې پرېکړه عملی بڼه ولري نو پوه شي چې دا یوه رښتینۍ پرېکړه ده.
زه قوانین تل مراعات کوم، هغه دا چې هېڅ‌کله له خپل نیول شوې پرېکړې څخه نه راګرځم، تر هغو چې کوم ځانګړی عمل د څېړنې په برخه کې ونه وینم. خپلو پرېکړو ته ژمن واوسئ، پرېکړه کول یوه داسې وسیله ده چې تاسې په هره لحظه کې د هغه په مرسته خپل د ژوند د بدلون د کنټرول په لاس ونیسئ.
ټول انساني پرمختګونه د یوه بریالۍ پرېکړې څخه راپیل شوي دي. په یاد وساتئ چې په سختیو کې او یا کله چې احساس کوی چې په ژږند کې مو هېڅ لاره نه ده پاته او یا کله چې کومه پېښه رامنځ‌ته کېږي، فقط یو څو دقیقې که له ځان سره مثبت فکر وکړئ او یوه مثبته پرېکړه وکړئ تاسې کولای شئ ټول شرایط سم کړي او ژوند مو په‌خپله خوښه یې تنظیم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب