چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهکابل: په ۱۰ میلیونه ډالرو د اوسپنې ویلي کولو فابریکه جوړه شوه

کابل: په ۱۰ میلیونه ډالرو د اوسپنې ویلي کولو فابریکه جوړه شوه

تاند: ( چار شنبه، د سرطان څوارلسمه) د «فقيري سټيل» د اوسپنې د ویلي کولو فابريکه، د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې، د کابل د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې پرانیستل شوه.

د اوسپنې ویلې کولو ټولنې مشر، عبدالبصیر رښتیا وویل چې له دې سره په افغانستان کې د پولادو د فابریکو شمېر ۴۲ ته ورسید.

د رښتیا په وینا، د «فقيري سټيل» د اوسپنې ويلې کولو فابریکه د شاوخوا ۱۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره جوړه شوې ده چې په کې ۷۰۰ کسانو ته په مستقيم او زرګونو کسانو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه دغه راز، د کانونو د اولویت بندۍ او استخراج، له داخلي تولیداتو څخه د استفادې او هېواد ته د غیر معیاري اجناسو د وارداتو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

  د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي او نورو ویناوالو بیا له طالبانو څخه د برېښنا او د ګمرکي تعرفو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

  د «فقیري اوسپنې ویلي کولو تولیدي شرکت» مسوولین وایي، چې په هر ساعت کې د اتو ټنو بلیټ، ګول سیخ، ټي آیرن، انګلارند او چینل د تولید وړتیا لري.

یاده فابریکه په داسې مهال جوړیږي، چې یو شمېر افغان پانګوال د طالبانو لخوا د مالیو او ټکسونو له زیاتوالي شکایت کوي او وایي د نورو ستونزو ترڅنګ له دې امله اړ شوي، چې له افغانستانه خپلې پانګې وباسي.

طالب چارواکي بیا له بهر مېشتو افغان پانګوالو هم غواړي، چې د امنیت له تامینیدو سره افغانستان ته خپلې پانګې ولېږدوي.

د طالبانو منتقدین بیا باور لري، چې له نجونو د زده کړو او نورو خلکو څخه د ډېرو اساسي حقونو په اخیستو، طالبانو ان عام خلک هېواد پریښودو ته اړ ویستي دي.

1 COMMENT

  1. TALIBS MUST RENEW NESAJY BAGRAMEE&GULBAHAR CLOTHES MATERIALS/
    AFGHANS NEED TO BUY HOME MADE CLOTHES AND USE AFGHAN COTTONS INSIDE COUNTRY
    WE NOT SUPPOSE TO EXPORT AFGHAN COTTON,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب