عبدالجبار وحدت
ښاغلي ډاکټر صاحب حماس یوه بله علمي او ادبي حماسه کړې ده او یو لوی ادبي شهکار یې کړی دی، د تیارو مزل ناول چې یوه روانه او له مانا ډکه کیسه په عجیب ښه انداز پکې شوې ده، تازه چاپ شوی دی.
عجیب، غریب بحث یې راپیل کړی دی، لومړی یې ډالۍ هغو خلکو ته کړې چې پر ځان حاکمیت، اعتماد په نفس او عزت نفس لري، چې دا د یوه انسان لپاره ډېرې مهمې ځانګړنې دي.
د کتاب په اوږدو کې یې منفي پالنه نقد کړي او ځوانان یې مثبت پالنې ته رابللي دي، د کتاب ډېرې برخې د بدګمانۍ څخه د کرکې کیسې کوي،
همدارنګه د ژوند د مهارتونو د یادولو او لوړو زورو ته د تیاري ځینې کیسې هم له ځانه سره لري.
د ګران هیواد د مینې او خوږلت کیسې هم پکې بیان شوي دي، د وفا کیسې او پیغامونه هم له ځان سره لري.
کیسه يې د ایمل نومي زړه سوانده ځوان له رحمه او د یوې محرومې خورکۍ (للمې) له علاج راپیل کړي ده، بیا یو څو نا ځوانه پیدا کېږي د پیسو په بدل کې یې عزت لیلام کوي،له خپل مور هیواد څخه یې نا ځوانه په ظاهره پاک نومي، مګر اسرائیل فکره ګاونډي هیواد ته له خپلې خاورې اړوي ، هلته د تاریخ د جبر لاندې شپې تېروي، بیا هم افغانی غیرت او شهامت نه پرېږدي او اردو ژبې رډ سترګې او ښوی مخي ته په دا خوله سوک ورکوي او ورته وایي چې زما وینه، نطفه او هر څه پاک دي، زه څه د پن ..جاب …. پېغله نه یم.
په دې ناول کې د بدو رواجونو، د ټولنې جبر او د کورنۍ د بدګمانۍ دردوونکي کیسې هم بیان شوې دي، دلته د للمې له پاکو احساساتو سره نا عادلانه و ناوړه چلند، د مطلب په وخت کې مینه او کله چې عمر تېرېږي، د مینې د کمبود او جفا بحث هم مطرح شوی دی.
د ټولنې د ظالمانو او فیوډالانو ظلم چې د څو پیسو په بدل کې د وجود بیه ترې غواړي، د ځوانۍ نوم او ځواني یې داغې او غربت د عزت په بیه ورته تمامېږي.
د بدبخته ګاونډي هیواد داوسیدونکو د بدکاره ځایونو او ظلمونو ځینې دردوونکې کیسې هم له ځان سره لري، بالاخره د الماسو د غمي د ناول په شان دا د الماسو غمی هم پر ملا غوټ ماتېږي، راپرېوځي او د ژوند ستړي سفر ته د پای ټکی ږدي او له یو عالم ګیلو او ارمانونو سره ارمانجنه د عادل ذات د قضاء په طرف ورځي، کلیوال یې جنازه کوي، له مرګ وروسته پسونه پسې حلالوي ،هغوی چې په ژوند یې د یوې ډوډۍ او یو پاکټ کپسولو پیسې نه ورکولې،ډېر بیا د تمساح دروغجنې اوښکې پرې تویوي. دلته که غواړې چې څوک دې ښه انسان یاد کړي، یو ځل باید خامخا ومرې.
ناول په ډېر ښه روان انداز لیکل شوی دی، ځوانان یې باید حتماً ولولي، هیله ده ما یې لږ پور و حق ادا کړی وي.
بشپړ درنښت